خرش پرش عاشقان او بابوجي
نجيب عامر
دادعاشقانويونوى برانډ دى،دوى دزړې زمانې په عاشقانو خاندي اووايي چې اوس هغه زمانه نه ده چې څوک وژاړي اووايي ((عاشقي خو سراسر واړه بلا ده ........)) ددوى په اند عاشقي بلا نه بلکه يوه مشغولا ده چې سړى په لوبه لوبه کې دا لوبه شروع کړي اوددې ميدان لوى لوبغاړى جوړ شي .او چې کله دې معراج ته ورسيږي نو هغه دچا خبره (( ګيدړسنګي )) ورسره وي او دتماشو تماش بين وي .داخو مې درته د خرش پرش عاشقانو يوه ځانګړتيا وښودله راسره اوسئ ددوى نور ې ځانګړتياوې هم درته ښايمه .
خرش پرش عاشقان چې ادعا کوي ددې زمانې ماډرن عاشقان دي او په زړو ببولالو پسې نه ګرځي پوهيږئ کړه وړه يې څه رقم وي ؟؟ ماوې چې تاسو به نه پوهيږئ ښه ده چې بابوجې شته نو غم مه کوئ هرڅه به درته وښايي .هسې دابابوجي هم ساده سړى دى ، په دې ګرانه ګرانۍ کې څوک چاته مفتې مشورې ورکوي خوبس يودى دى چې سړى دى ګينې هغه ټپه به مې ورته ويلې وه چې :
مور يې په کلي شومړې غواړي
لور يې دلارې مېلمانه ايساروينه
خرش پرش عاشقان په قد کې مندري وي ،يعنې نه ډېر لوړ وي نه ټيټ ،جامې يې هېڅ کله په تن نه وي .....ګوره کنه غلط سوچ مه کوئ ،زما مقصد دا نه دى چې هغوى ګينې لوڅ وي مقصد مې دادى چې جامې يې په تن نه وي ،پتلون يې اچولى وي ،دپاسه پرې ((T-Shirt)) يو زنځير يا کړه يې هم په لاس کې وي .ږيره يې پاکه خريلې وي اوبريتونه هم نه لري خو دمچ غوندې يو شى يې دشونډو لاندې پرېښى وي اوبويه دا دا مانا ورکوي چې نوره ږيره نه لري هم دومره پرې شنه شوې ده ،شنه دي کنه ،ولې به يې داسې سوچ کولواوس دصالح محمد صالح خبره خلک خو نو دومره هم خره نه دي چې په دې هم نه پوهيږي .هلکه صالح ! داخبره دې دلټکې يا دوه سري مار غوندې دوه مانې ورکوي خو ځه خير مونږ به ترې هماغه يوه مانا واخلو .
خرش پرش عاشقان موبايل هم ډېر په شوق له ځان سره ګرځوي .داددوى يوازينۍ وسله ده چې دوى پرې ښکار کوي .څه زمانه راغله بابوجي ! اوس په موبايل هم ښکار کيږي .دا ډول عاشقان په خپلو کې سره يو (( ڼيټ - ورک ))لري چې ديو نه بل ته بل نه بل ته او دبل نه هغه بل ته دپردو جينکو نومرې ورکوي اوبيا دا ټول خرش پرش عاشقان دابرهه دلښکر په شان ددغو جينکوپه موبايلونو باندې حملې شروع کړي .دابېچاره ګانې ! چې زړونه يې دچرچڼو هومره وي او په سلو منتونو يې کور نه د موبايل ګر ځولو اجازه اخيستې وي کله چې دا عاشقان پرې د مس کالونو بريد وکړي نودموبايل ګر ځولو نه داسې توبه ګارې شي چې دبابوجي هم پرې زړه سوزيږي .خو ښه ده چې بابوجي داسې نه دى ، بې چاره ساده پاده سړى دى په لاره چې روان وي لکه اس ته يې چې سترګې تړلې وي دى هم يوازې مخامخ ګوري او خپله لاره لنډوي .هسې يوه د راز خبره درته وکړم داخرش پرش عاشقان خو ډېر شخ سترګي وي نو ځکه دچا نه ډاريږي هم نه . خو دا بابوجي خو د خپلې ښځې نه داسې ډاريږي لکه دملا محمد عمر نه چې دطالبانو په وخت کې افغانان ډارېدل .ملا صيب په قندهار کې ناست و خو په خلکو باندې يې په نوښار کې ږيرې پرېښې وې .او بابوجي هم چې په لاره روان وي او د خداى پاک کوم حسين مخلوق يې مخې ته ورشي نو سترګې ښکته کړي اووايي ورک يې کړه هسې نه دښځې ((خوارخنده ))مې نه وي په شرمونو به وشرمېږم .بابوجي چې کله خرش پرش عاشقانو ته وګوري اوبيا ځان ته وګوري نو وايي :
دوى څومره زورور دي هريو کار يې دى په وس کې
ياران له ما بهتر دي ځکه ښکار يې دى په وس کې
ښه خبره مو دخرش پرش عاشقانو کوله اوذکرپکې د بابوجي وشو.دغه ياد شوي عاشقان په انټر نيټ کلبونو،دسپورټ په کلبونو ،دجينکودښونځيو او کالجونو مخې ته ،دبرګر په دوکانونو،دسلمانيانو په دوکانونواو د انګليسي ژبې په کورسونو کې ډېر ليدل کيږي .اودا مخلوق ډېر زيات مغروره هم وي خو تاسو پوهېږئ دوى دغرور دشپول دلاندې خپلې خامۍ پټوي که يو څو خبرې مو ورسره وکړې نو ددوى ذهنيت به درته معلوم شي چې (( څومره چغزي او څومره مټاق دى ))
خو يوه خبره ده او هغه دا چې دا خرش پرش عاشقان په زړه کې څه نه ساتي ، زړه يې سپين وي او ځيني ځيني خو له سره په وجود کې د زړه په نوم کوم غړى لري هم نه ځکه هغه يې دخيرات دحلوا په شان په کوڅه کې په ډېرو مه جبينو باندې وېشلى وي . سره ددې چې هر ې يوې سره يې دژوند او مرګ قسمونه خوړلي وي خو ټولو ته په زړه کې وايي چې (( نه درځي په لاس زلفې زما .....رسوا به شي ....))رښتيا ددې سندرې نه داهم راياد شول چې دا خرش پرش عاشقان ويښته هم په نوي فيشن لنډ ساتي دبابوجي د زمانې عاشقانو خو به اوږده اوږده ويښته ساتل (( هغه زلفې چې عاشق به ترېنه ټال جوړوو.....دعنقا مارغه دپاره به يې ترې جال جوړوو....))اوداخبره هم د پام وړده چې داخرش پرش عاشقان له رنګه سپين ،تازه اوجازب وي چې په ليدلو يې سړي ته د خوشګوار موسم احساس کيږي .او ددوى نزاکتونو ته چې وکتل شي نو دسړي زړه غواړي چې دعاشق په ځاى پرې د معشوقې نوم کيږ دي .په دغو خرش پرش عاشقانو يا معشوقو کې چې کوم يو لږدخپلې نامزادې دپيغورونو نه په تنګ راغلى وي او ځان ته يې وظيفه پيداکړې وي نوهغه بيا خپل ليپ ټاپ او په اوږه يو بيک هم ارومرو ګرځوي ،دابيله خبره ده چې په ليپ ټاپ کې دسونونګم اورحيم شا سندرې او داوږې په بيک کې يې دويښتو برش ،آئينه،يورقم سرخي ډوله شى دى چې (( چيپ -سټک)) ورته وايي چې دشونډو سرونه تازه ساتي خو سره کوي يې نه هغه .....اوداسې نور ځيني توکي چې هره لحظه ورته ددوى ضرورت پېښېدلى شي خوندي وي .
خوهسې بابوجي ! يوه خبره ده او هغه داچې داهرڅه تاته څنګه معلوم شو؟ .ته خو ددوى په اړه دومره معلومات لرې چې پخپله دوى يې هم نه لري نو که ټول بانډ درپسې يو ځاى کړي او ښه دې وغربوي نو بيا ....تخته بابوجي .....ځان له دې کارکتلى دى .