دمهاجرولاس اوددولت ګريوان

وږمه سباعامر

له کومې ورځې نه چې دپاکستان دولت په پېښورکې دکچه ګړۍ په کيمپ کې په څوکورونواودوکانونوباندې بلډوزرې وګرځولې ، نودکچه ګړۍ داوسيدونکومهاجر وزړونوته ولويده چې نورورته په کيمپ کې پاتې کيدل ګرانه خبره ده . دپاکستان د دولت دې کارنه يوازې کچه ګړۍ وال انديښمن کړل  بلکه ترڅنګ يې نور و کډوالوته هم ستونزې راولاړې شوې نودپېښورپه حيات آباد کې دکورونومالکانو دخپلوکورونودکرايې يوپه دوه کړې . 

 پېښوريان په دې سوچ کې شو چې په کچه ګړۍ کې کروړپتيان اوسي ، اواوس به خپلې بنګلې په لوړه بېه  کچه ګړيوالوته په کرايه ورکړي . اوکه خداى کول نوښې مزې اوچړچې به سره وکړي .  داکاريوازې ترحيات آبادپورې محدودپاتې نه شو، دپېښور په ښاري سيموکې هم څوکه ،څوکه داکارروان دى . خوله دې نه بې خبره دي چې په دې دوه کيمپونو کچه ګړۍ اوجلوزوکې ديو شمېر ثروتمندو کډوالو سربېره هغه خوارمهاجر اوسيږي ، چې دورځې دومره ګټې چې هغه  دشپې څټي .  که خبره له اصلې واقعيت نه لرې نه کوو نوڅوک نه غواړي چې په آرامه دې ژوند تېر کړي ، يخواوبو اوتودې دوډۍ ته دچازړه نه کيږي  . هغه زوړ متل دى چې (( هرچاته خپل وطن کشمير دى )) خوچې په کشمير کې اوربل وي هغه وخت نوترکشميره دکچه ګړۍ په خاوره خړ کيمپ هم ښه دى . دکډوالو دهمدې ستونزوپه اړوند دروانې مياشتې په څلوريشتم باندې  پېښورکې يوه غونډه وشوه چې په دې غونډه کې دحيات آباد، کچه ګړۍ ، جلوزو، خراسان کيمپونونه قومي مشرانواو دکډوالو نماينده ګانوګډون کړى و، چې کډوالو دافغانستان دولت نه دکډوالو لپاره ديوې شورا دجوړولوغوښتنه کوله اوترڅنګ يې دوى غوښتنه کوله چې دولت دې داځل دمهاجرو وزير داسې کس وټاکي چې لااقل يواحساس دهمدردۍ ولري . نه لکه دابرطرفه شوى وزير صيب چې په ارامه چوکۍ ناست په نس موړ، په تن پټ دمهاجر له حاله څه خبر و؟  دهرې پرېکړې لپاره به اسلام آباد ته هوايي راغې اوبېرته به هوايي لاړ اوخپله يوه هوايي فيصله به  يې هم وکړه .

کډوالو په غونډه کې دې خبرې ته هم اشاره وکړه چې که څه هم دوه ويشت لکه افغان کډوال په پاکستان کې اوسيږي  اولومړى حق  هم ددوى جوړيږي چې دولت دې يوکس له دې کډوالو نه انتخاب کړي خودوى قانع خلک دي او دايې هم ويل چې  داضروري نه ده چې دکډوالو وزير دې ددوى د منځ نه يو څوک وي خودا يې هم نه غوښتل  چې له امريکې اويا بل اروپايي هيوادنه راغلى يو څوک دې په دې چوکۍ کېنول شي چې دکډوالو په ستونزو له سره خبر نه وي .دوى د کډوالو د  دپخواني وزير عنايت الله نظري نه خوشحاله معلوميدل  او دايې ويل چې  نوموړى وزير به  په خپل وخت کې لومړى پېښورته راته او اودکډوالو له مشرانوسره به يې وليده له ستونزوڅخه به يې خبرشو اوبيا به اسلام اباد ته لاړ . او هلته به يې دپاکستاني مقاماتو سره وکتل .

داخودکډوالو غوښتنې دې دڅارونکوپه اند داچوکۍ دومره لويه بلا ده چې که دهمدې کډوالو څخه يوکډوال هم په دې چوکۍ کښېناست اويودوه ورځې يې مزه واخيسته نو که دخپلې ادکې مورزوي يې هم وي که په خړه جامه کې ورغى بيابه يې نه پېژني . ته خولا پريږده دکيموپونو داخوارمهاجر   .

اوس مهال به ډېروکسانوددې چوکۍ خوب ليدلى وي  . ګوروبه چې څه کيږي دولت به دکډوالو لپاره څوک انتخابوي اوراروان وزير صيب به دکډوالو ستونزې په پاکستان اوايران کې  ترکومه ځايه حل کوي .