زرپاڼې ويب لاګ ته ګران فرهنګي ملګري عبدالله احسان يو ايميل رالېږلى چې زما ديو کالم (( نوې ليلا نوى مجنون ))په وضاحت کې يې ځينې رغنده خبرې کړي دي .دده خبرې او نيوکه  په دواړو سترګو منو اودا ايميل هم په دې خاطر خپروو چې دوى د کومې خبرې وضاحت کول غواړي هغه نېغ په نېغه قدرمنو لوستونکو ته ورسيږي .هيله لرم د ايميل په خپرولو به ګران احسان جان نه خپه کيږي .ځينو نورو دوستانو هم نور ايميلونه په نورو موضوعاتو راليږلي چې هغه به هم خپاره کړو .تاسو هم کولى شئ داړيکو دلارې خپلې نيوکې ،انتقادونه او تبصرې پر مونږ ولوروئ .
په درنښت
نجيب عامر

.....................................................................................................................................................................

راليږونکی :عبدالله احسان
د راليږونکي پته :abdullah.ehsan@gmail.com
نيټه : 24-05-2007


ګران او قدرمن ورور نجيب عامر صاحب سلام
هيله ده روغ او خوشاله اوسئ ، همدا ډول خپل تاوده سلامونه اغلي وږمه سبا ته دخوښيو په شېبو کي وړاندي کوم .
ستاسو ( زرپاڼه ) وخت ناوخت ګورم ، په زړه پوري معلوماتي مطالب خپروئ ، خدای دی نور هم توان در کړي چي د پښتون قام په خوږه ژبه خپل ولس ته نور هم خدمت وکړئ .
نن مي ستاسو په ويبلاګ کي لاندنی پاراګراف وليدئ ، که څه هم چي تاسو يې په سر کي ليکلي دي چي : ( ا وريدل کيږي . . . ) مګر زړه مي وغوښت ستاسو د معلوماتو په خاطر دا يو برېښناليک درولېږم چي تر کومه ځايه چي زه له دې موضوع خبر يم او د هغو معلوماتو له مخي چي ما ددې خبري د څېړلو له پاره کړي دي دا خبره بالکل ناسمه او هسي يوه اوازه وه چي په ۱۹۹۳ کي د خان محمد مجاهد او ملا نقيب الله قومندان مخالفو ډلو په دوی پسي ګډه کړه .
د طالبانو داسلامي غورځنګ پيل کيدل هم له دې خبري سره هيڅ ډول تړاو نه لري ، ځکه دغه قومندان چي تاسو اشاره ورته کړې ده د کندهار په ښار کي اوسېده او ملا محمد اخند د کندهار او هرات پر لويه لاره د سنګيسار په سيمه کي اوسيدئ . دطالبانو تحريک د توپکيانو د غير اسلامي اعمالو په سبب رامنځته سو مګر هغه په ټوليز ډول د پاټکونو ، دمحصول په نوم د غلا او لاره وهونکو مخه نيول وه چي بيا يې په پرله پسې توګه په ډېرو نورو سيمو کي هرکلئ وسو تر څو خبره تر کندوزه ورسېده .
هيله ده زما دا څو کرښي د نيوکي په ډول و نه انګيرئ ، بلکي د يوه دوست غوندي مي غوښتل تاسو ته دغه خبره لږ نوره هم واضح کړم تر څو په راتلونکي کي نور کسان ستاسو په حواله دا خبره د يوه دقيق سند په توګه ونه کاروي او په دې ډول د تيروتنو څخه په نسبي ډول مخنيوی سوئ وي .

په درناوي
عبدالله احسان - د بېنوافرهنګي ټولني کارکوونکئ