نوې ليلا نوى مجنون

نجيب عامر

وايي چې ژوندى يې هرڅه به واورې ،ماهم داسې نادوده واورېده چې ((اريان -دريان )) يې کړم .تېره ورځ دپاکستان د لاهور ښار ايالتي محکمې دوه نجونې په دې تور بنديانې کړې چې ګويا د يوبل سره يې نامشروع واده کړى دى .ښايي دا به په اسلامي تاريخ کې لومړى ځل وي چې دهم جنس پرستۍ کومه پېښه په اسلامي ټولنه کې ليدل کيږي .داسلام د احکاماتو اودپاکستان د اساسي قانون ترمخې يوازې يو نارينه د زنانه او يوه زنانه د يو نارينه سره واده کولى شي .خودې د نرغازي لورګانوخو نه داسلام ، نه دپاکستان داساسي قانون او نه دخپلې ټولنې پروا وساتله اوهغه څه يې وکړل چې په غربي هيوادونو کې هم ښه نه ګڼل کيږي .

خو خبره دومره هم نه ده ،لږ نور وضاحت هم بايد زه وکړم .په دغو دوو نجونو کې يوه زرينه او بله شهزينه نوميږي او دواړه دپاکستان د پنجاب ايالت اوسيدونکې دي .دوى په فيصل اباد ښار کې ديوبل سره ژوند شريک کړى دى .په دوى کې يوه زرينه داسې ده چې نه يوازې خپل نوم بلکه خپل جنسيت يې هم بدل کړى دى .هغه چې اوس ځان ته شمايل راج وايي دپيمخو هلکانو غوندې په کاو بواى پتلون اوټي شرټ کې ګرځي او ادعا کوي چې له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې يې په ځان کې د جنسي بدلون وضع څارلې ده .هغه دا هم وايي چې دوه وارې کوم ډاکټر دده عمليات کړي څو جنس يې په بشپړه توګه بدل شي او دى هم پوره زلمى هلک شي .

دواده نه پس دغه جوړه په دې تورچې دکورنۍ نه يې پټ واده کړى  پوليسوونيوله او هغه مهال هلک دا نه ښکاره کوله چې ګوندې هغه هلک نه دى او جلۍ بيا ويل : زما پلار غواړي د پنځلسو کالدارو په بدل کې يو داسې سړي ته ما واده کړي چې هغه بدفعله ، زناکاره او شرابي دى ، نو له هم دې امله ما دا زلمى شمايل دې ته مجبور کړو چې ما سره واده وکړي .خو جينۍ هغه وخت دومره وضاحت کړى و چې دا هلک په طبي لحاظ ((ان -فټ ))دى خو زه ورسره مينه لرم نو ځکه بيا هم واده مې ورسره وکړو .هلک لومړى ځل محکمې ته هم دا ويلي وو چې هلک دى .

خو په بله ورځ چې محکمې دغه هلک د ډاکټرانو په وړاندې احضارکړ هغه اعتراف وکړ چې هغه هلک نه بل که جينۍ ده ،دهغه ددې وضاحت نه پس دنورې طبي پلټنې حاجت هم پاتې نه شو .وروسته دلاهور محکمې دغه جوړه محبس ته ولېږله .کله چې دغه نوې ليلا او دا نوى مجنون يې موټر ته خېژول هلک وارخطا وخو جينۍ رسنيو ته په زغرده وويل چې مونږ د يوبل سره محبت کوو خو هم جنس پرسته نه يو او نه دا کار مونږ دجنسي لذت په خاطر کړى دى .

دپاکستان محکمې خو زرينه او شهزينه د نجونو په نامه وپيژندلې اپه غير مشروع واده کولو يې محبس ته هم ولېږلې خو جالبه داده چې زرينه اوس دباندې نه هېڅ جينۍ ته نه پاتې کيږي .هغه اوس پوره هلک ښکاري او تردې چې پر مخ يې دحميد بابا دهغه شعر په شان چې وايي (( خط پر مخ د صنم راغى...........)) ږيره هم شته .زه اوس دې خبرې ته حيران يم چې که دا دښځو په محبس کې بندي وي نو څه به شوي وي او که د سړو په محبس کې وي نو بيا به څه شوي وي . ځکه دا خو پاکستان دى دلته خو هرڅه کيږي .دلته ماته د ملانصرالدين اخوند ټوکه راياديږي .وئ دملاصيب  خر ورک شوى و اودى ورپسې کلي په کلي ګرځېدو .په يو کلي کې يوچاچې خر موندلى و دملاصيب نه يې وپوښتل : ..... ملاصيب تانه چې کوم ځناور ورک شوى هغه نر و که ښځه ؟ ملاصيب په سوچ کې لاړ او ځان سره يې وويل که وايم نر نوهسې نه خره وخيژي او که وايم ښځه نو هسې نه چې خر وخيژي او داسړى به يې د راکولو نه انکار وکړي نوهغه سړي ته يې ګول مول ځواب ورکړو چې : ......... وروره که رښتيا راباندې وايې چندانې نر هم نه و .....نه پوهېږم دشمايل او شهزينې دکيسې په اورېدلو ولې ماته د ملانصرالدين اخوند ټوقه راياده شوه .

دنړۍ په کچه هم جنس پرستي ورځ تر ورځه د دودېدو په حال کې ده او دوى دخپلو حکومتونو نه غوښتنه هم کوي چې د هم جنس سره دواده کولو اجازه دې ورکړل شي .که څه هم ما اوريدلي وو خو اوس مې ذهن ته راځي چې کوم هيواددې دا کار مشروع ګرځولى وي .داردو ژبې ديو کيسه ليکونکې يوه لنډه کيسه چې ((پرشونډو ګلابونه )) نامه باندې ما پښتو ژبې ته اړولې په هغې کې هم دې موضوع ته اشاره شوې خو يو څه له بلې زاويې نه .هلته ديوقبر نه چې مياشت مخکې پکې يوه ښځه ښخه کړى شوې وي هره ورځ خوشبويي خوريږي .اخرچې قبر وسپړي ګوري چې هغه مېرمن تازه پرته ده او پرشونډو يې يو تک سور ګلاب پروت دى .خلک يې دخاوند نه پوښتنه وکړي نو هغه په ژړا کې حال وايي چې زه يو نامرده يم خودې پاکې مېرمنې زما سره دواده په څوکلونو کې چاته حال نه و ويلى .

داخوشوه کيسه رابه شو دې ته چې زمونږ په ټولنه کې ډېرې نجونې دواده نه پس په دې پويې شي چې سړى يې دريم مخلوق دى نو ځيني يې ګوذاره کوي او ځيني يې دنوي ژوند په لټه کې شي خو هغه هرڅه په بې خبرۍ کې شوي وي خو دلته  کيسه داده چې جلۍ دخبرېدو باوجود يو نامرده قبلوي اووايي چې زه ده سره مينه لرم نو داخو ښکاره هم جنس پرستي ده .

اورېدل کيږي چې دمجاهدينو په تېر نظام کې په کندهار کې يو قوماندان د هلک سره واده کړى و چې بيا وروسته يې ملا محمد عمرپرضد راپورته شو او دطالبانو د غورځنګ بنسټ يې کېښودلو خوداهرڅه اورېدلي خبرې دي او داچې دلاهور په ښار کې شوي دادسترګوليدلې  دي چې سړى حيرانوي .

دانټرنيټ اوډش دراتګ نه پس په پاکستاني ټولنه کې دهم جنس پرستۍ په څېر نورې ډېرې خبرې هم مخې ته راغلي دي .اوددې  ځاى ځوانان اوپيغلې دافکر نه کوي چې لکه څنګه چې زمونږ دپښتو فلمونه زمونږ د ټولنې سهي انځور نه وړاندې کوي هماسې په غربي فلمونو کې چې کوم ماحول وړاندې کولى شي هغه هلته هم خلکو ته د منلو وړ نه دى .دلته ددې خبرې ضرورت هم شته چې کورنۍ بايد دخپل مسئوليت له مخې خپل اولادونه په هغو خبرو چې د هغوى ذهنونه پرې نه خلاصيږي وپوهوي څو دزرينې او شهزينې کيسه تکرار نه شي .