ګلزارعالم هم تبليغي شو (3)

چمتو کونکې :: وږمه سبا عامر

- څنګه خوښه دې ده چې دموسيقۍ له دنيا نه به راووځواوستا شخصي دنيا ته به لاړشو.  داسې ښکاري چې واده خودې کړى زمونږ اکثر هنرمندان په يوه واده بسنه نه کوي  دوه ،درې ودونه کوي تاسو څودونه کړي ؟

- ( يوه مستانه خندا) مادوه ودونه کړي .

- څوبچيان لرې ؟

- اته بچيان لرم .

- څنګه دواړه درباندې ګرانې دي اوکه فرق پکې شته ؟

- آو...... ولې نه .....ګرانې خو دواړه دي ، ولې چې يوه مشره ده دهغه وخت ملګرې ده چې زه بلکل ځوان ومه . اوبله ځکه راته ګرانه ده چې هغه کشره ده  . يودمشرې ځاى لري اوبله دکشرې ځاى .

-  دواړه ودونه مودمينې په اساس شوي دي اوکه نه ؟

- يوخوبلکل دکورنۍ ،زمادموراوپلارپه خوښه شوى اودويم واده زمادزړه په خوښه شوى ؟

- څنګه چې ستاسوکورنۍ نه غوښتل چې تاسې دې هنرمندشئ  ته څنګه غواړې چې په ماشومانوکې دې کوم يوموسيقۍ ته راشي ؟

- زما خيال دى که زما هر بچى  وغواړي چې دموسيقۍ هنرته ځم ،تبله غږوم ، ارمونيه غږوم زماله طرفه ورته هيڅ ډول پابندي پرې نشته .  نويوه عجيبه غوندې کيسه درته وکړم چې زما مشرزوى چې کوم دى هغه هم ماشالله غټه غټه  غوندې ګيره لري اوتبليغي جومات سره هم دى هغه خوبلکل مذهبي هغه دى اومذهب سره يې علاقه ډېره ده اوترهغه کشردادى چې داهغسې نه دى موسيقۍ سره علاقه لري اوري يې اوتردې چې کشردى هغه خو مذهبي مدرسه کې داخله اخيستې ده.  زما نه مخکې هم زما په کورنۍ کې څوک د موسيقۍ دنيا ته په شوق نه وراغلي اوزما نه پس هم څوک نشته .

- ترپخواموپه څېره کې بدلون راغلى ګيره موپرېښېده اوريدل کيږي چې تبليغي شوى يې اوله موسيقۍ نه موتوبه ويستې ده خلک تلوسه لري که ځواب راکړې ؟

- خبره خوداسې ده کله نه چې دلته پېښورکې حکومتونه بدل شوي دي ، دايې آخرنى کال دى ځاى په ځاى په موسيقۍ باندې پابنديانې لګيدلي . په پېښورکې نشترهال چې مونږ سره صرف همدايوهال و،هغه يې بند کړ. په دې کې دډېرو هنرمندانو درزق دګټلويوه لاره وه هغه بنده شوه اونورهم په ټولوهنرمندانوباندې لارې راتنګې شوې . له  ماسره هم ډېر بد سولوک وشو زما بچې يې بوتلي و پوليس .....زما په کورراغلل  نوکه ګورې دادګيس بل ،دبجلۍ بل اودټيليفون بل شو ،داهرڅه خوپيسې غواړي نوبيا زه له دې ځاى نه لاړمه کوټې ته هلته شيفټ شوم ، کاروبارمې شروع کړ زما هيله خوداوه چې امريکې ته لاړشمه اوديورپ نورهيوادونه وګورمه . دادقسمت خبره ده عربي هيوادونه خومې ليدلي وامريکې ته لاړمه نوتاسوغوندې کې چاراسره انټريوکوله رانه يې وپوښتل چې نورڅه خواهش لرې ماويل چې يوځل حج ته لاړشمه نودابه الله ته منظوره وه دلته خوقسمت نه وشوى چې کله کوټې ته لاړمه نوزما يو اوښى دى نو هغه زما دسخر فارمونه ډکول ، ماويل داڅه دي  ؟ هغه راته وويل چې دادحج فارمونه دې دپلارلپاره يې ډکومه نوماورته وويل چې ماته يې هم ډک کړه نوهلته نه حج ته لاړمه .  کله چې بېرته راغلم نوخلکوبه راته ويل حاجي صيب ، حاجي صيب نوماويل چې دحج خوڅه نښه راکې نشته نوګيره مې وساتله بيا دچم ګاونډ خلکوراته وويل چې مونږ سره به له دې وروسته تبليغ ته ځې ، بيا تبليغ ته لاړمه ، چې سه روزه ورته وايي دادمذهب يوه فريضه وه چې ما اداکړه نوهنر په خپل ځاى اومذهب په خپل ځاى ......

دګلزارله خبروداسې راته ښکاره شوه چې هغه به بيا آرمونيې ته ګوتې ورنه وړي هغه داچې ماکوښښ وکړ چې خپله لومړنۍ سندره زمادپولې پورې پرګرام دادب ملغلروخپرونې ته په خپل غږ زمزمه کړي خوهغه رانه ځان خلاص کړ. ماوې چې بيا به ګلزاروينمه اوکنه دپاڼې تصويرونه مې ورسره واخيستل دخداى پامانۍ په وخت کې يې راته وويل چې کورته يې دننه لاړشمه اوکورنۍ سره يې وګورمه .  همداسې مې وکړل له کورنۍ سره مې وليدل کشرې مېرمنې يې راته وويل چې ستادانټرويوپه وخت کې وړه پاڼه بل چاسره نه غلې کيده ماسره ارامه شوه . ما په خنداکې ورغبرګه کړه چې داديوشاعر لورده دپلارپشان حسن پرسته ده نوځکه درسره غلې شوې ده . ګلزارپه کوڅه کې راسره خداى پاماني وکړه اوخپل دويم زوى يې ترموټره پورې راسره په بدرګه وليږه . دماښام بانوګونه شوي وو موترموپه رينګ روډ باندې دکورپه لوري راروان و،درينګ روډ دواړوخواوته شنوپټو او له کچه خاوروجوړشووخړکو کورونوبه دګلزاردماشوم توب انځوريې زما په ذهن کې راجوړاوه چې په مرکه کې  يې راته ويلي وو چې مابه له راډيو سندره اوريدله نوچې پټوته به تلمه هغه به مې ويله

خداى خبر چې بل داسې ګلزاربه زمونږ پشتوموسيقۍ ته راشي اودموسيقۍ دنيا به ګلزاره کړي اوکنه ؟ .........

پاى