ګلزارهم تبليغي شو (2)
چمتو کونکې :: وږمه سبا عامر
- د موسيقۍ په دنياکې تاسې دومره کلونه تېرکړل ،کوم شاګردخوبه دې ترلاس لاندې تېرشوى وي که يې نوم راته واخلي ؟
- ( يوه مستانه خندا) زه خواوس هم شاګرديمه ....
- اوس خودې توبه ويستې بياهم په لوړآوازسره خندا ...
- زماپه ګمان په موسيقۍ اوياکه بل هنروي څومره چې انسان پکې وړاندې ځي نوهغه لومړني کارونه ورته خامې
ښکاري اوځان ورته شاګردښکاري خوپه هرحال زمادګوتوپه شماردرې څلورشاګردان دي چې يويې دخيال محمدصيب زوى وصال خيال ،دهغه نه علاوه اشرف ګلزار،او ظفراقبال دادرې شاګردان لرمه .
_ دموسيقۍ دکوم سبک لاروى يې اوځان په کوم قالب کې ارامه احساسوې ؟
- که چېرې يو چا دموسيقۍ په بنيادي طورسره تعليم کړى وي نوکه هغه ټپه وايي که غزل يااولسي سندره وايي نو خوندپکې وي . بعضې اولسي سندرې دي چې خوندپکې ډېردى زه هغه په شوق سره وايمه نوکله چې زه دې ميدان ته راغلم په هغه وخت کې پښتونظم چاويلى نه و ،ماد پښتونظم لپاره ډېر کاروکړ داجمل خټک ،سايل صيب ، غني خان ډېر اوږده اوږده نظمونه مې چې درې ،درې څلورپاڼې وې ويلي دي . په راډيواوکيسټونوکې ريکارډکړي نظم کې داوي چې دموسيقۍ ترتيب يې ګران وي ، اوما لږ څه کارورته کړى ، اوراغلو غزل ته نو هغه مې هم خوښ دى ډېرزيات .غزل په پښتوشاعرۍ اوموسيقۍ کې يونه ختميدونکې سلسله ده، له اميرکړورنه رانيولې تراوسه پورې په پښتوادب کې شاعران يې ليکي .
- دتجربه کارهنرمند په صفت راته ووايئ چې اوس مهال د پښتوموسيقي مخ په بره روانه ده که مخ په ښکته ؟
- دانسان فطرت الله پاک داسې جوړکړى چې وخت په وخت بدلون غواړي . که تاسې وګورئ کال په کال دجاموپه ډيزان اوفيشن کې بدلون راځي . همداراز موسيقي هم درواخوله ، هرلس کاله پس پکې پوره بدلون راغلى وي . که دابدلون مثبت لوري ته روان وي نوپه انسان باندې ښه لګيږي . اوس وګورئ دا آرمونيه چې ده ، دجرمينانوجوړکړى شى دى خومونږ دومره خپل کړى چې تصوريې هم نه کيږي چې دا به پردۍ وي . اورباب درواخله دا اصلا ده ((روح باب)) دى دعربوخومونږ هغه راخپل کړى اويوڅه تارونه موپکې زيات کړي . خواوس راځوستاسوپه خبره چې دااوسنۍ نوې دوره دموسيقۍ چې دکمپيوټر په واسطه جوړيږي که چا غږ په (سر)کې هم نه وي خوهغه دکمپيوټر په واسطه جوړوي چې داديوه وخت لپاره په تلويزون لپاره راځي اوکه دژوندي پرګرام خبره شي بيادوى نشي کولاى .زه خو وايم چې پرمختګ دې وشي ، خو په مزه مزه چې په انسان بدونه لګيږي خودادورچې اوس روان دى زما په ګمان ښه نه دى .
_ داځوان نسل چې اوس اوس يې په سندروپيل کړى اکثر ددوى طرزونه دهندي موسيقۍ طرزونه دي اوکله چې ګورې پخوانۍ سندره يې راخيستې وي اونوى کميس يې وراغوستى وي چې پام دې شې ګورې داخوهماغه پخوانۍ درخانۍ ببوده ؟
_ يوخودادى چې زه نه پوهيږمه وخت خلکوسره نيشته ،اوبل داخلک دخوارۍ نه ځان ساتي ، محنت نه کوي . بس ديوه پرګرام خبره ده يوساعت وي تېرشي .داسې نه کوي چې کمره کې ځانته يوازې کښېني اومايک راواخلي دوه درى ګينټې خپل ځان سره رياضت وکړي ، که دوى زړې سندرې وايي نوترکومه به يې وايي اخر خولاره ختميږي نوربيا مخ ته تلى نشي . ماته يادشي داجمل خټک يونظم وفرياد،ماهغه ته په دريوومياشتوکې يوطرز جوړکړىو . خوزما په خيال دانوي ځوانان چې داسې روان دي دابه ښه پهچان ونه لري .
- دافغانستان دکورنۍ جګړې په اساس ډېرهنرمندان دپولې آ غاړې نه دې غاړې ته په هجرت مجبورشول ددوى په راتګ په پشتوموسيقۍ څومره اثرپريوت ؟
_ زما په خيال کوم کارچې سياستمدارانوکړى واى ، دهغوپه ځاى هغه کارهنرمندانووکړ. دابه داسې مثال درکړمه چې کله به دافغانستان په راډيوکې سندره ولګيده نوهغه به له ورايه ښکاريده چې دادبرې پښتونخواموسيقي ده . مونږ چې ددې پښتنخوا موسيقي اوريده نوښکاره به معلومېده خوددې هنرمندانوپه راتګ سره دواړه موسيقي سره يوځاى شوه اوموسيقۍ ته يې يوبل رنګ ورکړ چې داپه پښتوموسيقۍ کې ترټولولوى کاروشو خوزمونږ په موسيقۍ باندې دپنجاب اثر پرېوتى اودهغه ځاى په موسيقۍ دفارسي اثرپرېوتې .
- څنګه کولى شو چې پشتوموسيقي دپنجاپ اوفارسۍ له اثره راوباسو اوديوه سچه پښتوموسيقۍ خاوندان شو؟
- يوداده چې دلته داسې کومه اداره نشته چې مونږه داخپله موسيقي محفوظه کړو. زه لاړمه په ١٩٩٢ کې جرمني ته نوهلته يوه ډاکتره وه هغې مونږ دعوت کړوخپل کورته چې زه وم خيال محمد صيب و،استاذ شاولي صيب و ،دهغې په کورکې دهغې خاوند ماته وويل راځه بره چې بره لاړو هلته څلورپيانوګانې پرتې وې نوماته يې وويل چې زه اوس تاسوته د(( بتوفن )) سمفوني دراوروم نوماويل چې دڅلورنيم سوه کاله پخوا تېرشوي موسيقار سمفوني دى ماته څنګه غږوي ، دابه ده ته څنګه يادوي . نوهغه له يوه پيانولاندې درازنه يوکتاب راوويستو او مخې ته يې کېښود نوماويل چې اوس ټيک ده ځکه چې په هغه کتاب کې دسازونو ((نوټيشن )) شوى و. نوموږ داسې اداره نه لروچې د١٩٠٣کال راهيسي هغه سوچه موسيقي او اولسي سندرې چې دلته ريکارډشوي هغه په ليکلې بڼه محفوظه کړي .
دپښتوسندروريکارډينګ په ډيلي کې په اول ځل په ١٩٠٣ کال کې پيل شوى دى .خو مونږ سره داسې اداره اوخلک هم نشته چې هغه ته کتابي شکل ورکړي ماديوې اين جيوسره په دې اړه خبرې کړې وې هغوى ته هم زما خبره جالبه وه او راته يې چې زه ښه خيال لرم خوبيا نه پوهيږم چې هغه اين جيو چرته ورکه شوه .
- که ستاسوآواز دافغانستان دولت واوري اوتوجه وکړي نوتاسې حاضره ياست چې همکاري ورسره وکړئ ؟
- هو ولې نه داسې خلک هم پيداکيږي چې ددې سندرو ((نوټيشن )) وکړي نودابه راروان نسل لپاره لوى خدمت وي چې هغوى به پوهيږي چې خيال محمد
کومه سندره ويلې وه اوګلزارکومه سندره ويلې وه .
(له دې نه پس ګلزارعالم دخپل شخصي ژوند په اړه غږېدلى چې دا برخه به هم زر په ليکه شي .......)
نوربيا...............