په يوه ګل نه پسرلى کيږي
وږمه سبا عامر
داڅوورځې په رسنيو کې دافغانستان دپارلمان نه دشړل شوې وکيلې ملالۍ جويا په اړه تاوده تاوده رپوټونه راځي . نوموړې وکيله چې په موجوده پارلمان کې دفراه دولايت دخلکو استازې ده داپريکړه يې پرضد تېره ورځ وشوه کله چې په پارلمان کې دنوموړې وکيلې ويډويي کيسټه وليدل شوه چې هغې دافغانستان ديوه شخصي تلويزيون ( طلوع ) سره مرکه کړې وه اودافغانستان پارلمان يې ترغوجلې هم بدګڼلى و. نوموړې وکيلې ويلي وو (( غوجله خوتراوسني پارلمان ښه ده په غوجله کې غواشيدې کوي اوخره چې ولاړوي هغوى باروړي )) ......
له هغه وخت نه چې په افغانستان کې ددېرشو کلوجګړو وروسته لومړۍ لويه جرګه داساسي قانون دجوړښت په اړه پيل شوې وه، دې اوه ويشت کلنې مېرمنې دلويې جرګې په تالارکې دجهادي قوماندانانوپه خلاف خپل اواز راوچت کړ اوهغوي يې جنګسالاران اوجنګي مجرمين وبلل چې محکمې ته دې وبلل شي .
کله کله انسان سره بخت ملګرى شي که هغه يوه غلطه خبره هم وکړي خوهماغه خبره يې په ګټه تمامه شي . ملالۍ جويا سره هم همداسې معامله وشوه اوهغه يې دپارلمان ترچوکيه ورسوله . زمونږ اولس هم ډېر پاک زړى دى . دا مظلوم اولس چې دجګړې په اورسوځېدلى که څوک يوه دوه خبرې دسولې اوکرارۍ ورته وکړي نو خامخا ورپسې روانيږي .
اجمل بابا ويلي :
چې ديار نوم يې څوک واخلي ورپسې شي
په اجمل کې دا مرض د لېونو دى
نوهمدلته ده چې خبره خرابيدو ته رسيږي . بيا چې سريې نيسې نو پټى ټول اوبو وړى وي . ډېرو زمونږ دخلکو د همدې کمزورۍ نه ګټه اخيستې اولګيادي اخلي يې .
ملالۍ جويا په دې سوچ کې ده چې هغه به تل په جهادي قوماندانانوباندې نيوکې کوي اواولس به ورپسې چک چکې وهې دايې نه دې اوريدلي چې په يوه ګل نه پسرلى کيږي . افغانستان کې اوس همدا پخواني جهادي مجاهدين دي که پرون يې افغانستان وران کړ نو نن مجبوردي چې آباديې کړي . اولس مجبوردى په همدوپسې به دريږي . که له دوى سره دافغانستان دجوړيدوخيال نه وي نو ولې اولس پرې باورکړى که دوى کارنه کوي اودهيواد اواولس په سوچ کې نه دي اوس خوکارله کاره تېردى ،کله چې بل ځل ټاکنې کيږي اولس به انشالله هوښيارشوى وي اوخپلې ټاکنې به وکړي هلته به معلومه شي چې چاکارکړى اوچا نه دى کړى . ملالۍ جويا په خپلو بيانيو کې وايي ((چې زه غواړم ددوى له څېرو نقابونه لرې کړم دخلکوملاتړ راپسې دى زما غږ داولس غږدى ))
دلته په پاکستان کې چوهدري افتخار زما مخې ته ودريږي چې کله نه له چوکۍ نه لرې شوى نوټول پاکستان يې په لړزه راوستى ،څومره خلک يې له سر ه قربان شول ،هره ورځ په زرګونو،زرګونوخلک په سرکونوراووځي اودچوهدري په ملاتړ اواز راوچته وي . خوله کومې چې ما دمېرمن جويا په سر دبوتلو ګزارونه وليدل اويا ددې دوينا په اساس چې هغه له وېرې هره شپه خپل ځاى بدلوي داسې اوداسې نور ې خبرې خويوه ورځ هم ونه شوچې دکابل په ورکوټي پلازمېنې کې دې يوزرکسه راووځي ....
که په دې سوچ کې اوسوچې افغانستان به په نيوکواوتندوخبرواترو جوړشي دابه غلط سوچ وي هغه متل دى چې (( نرمه غاړه په توره هم نه پرېکيږي ))
نوراولس له ناندريونه ستړى ښکاري . ددې استازوڅېرې ټولې دنياته ښکاره دي همدااستازي دهمدې اولس پيداواردي، نوي خلک اونوي اولسونه له کومه ځايه راشي اوداوطن جوړکړي .
ترکومه ځايه چې دملالۍ جويا بيانوته ګورو دهغې داتوندې نيوکې دافغانستان دښځودجمعيت ((راوا))سره نژدې دي هغوى هم تل دافغانستان په پخواني جهادي تنظيمونونيوکې کړي اوجنګسالاران يې بللي اوپه افغانستان کې دهيڅ يوجوړشوي حکومت سره تړاونه مني اوتراوسه پورې ددې جمعيت غړي
اومراکز له خلکونه پټ پاتې شوي .
خوداجمعت په نړيواله توګه پوره ملاتړلري. دنړۍ ډېر دولتونه ددوى خبروته ارزښت ورکوي ولې چې دهمدې جمعيت مېرمنې باسواده دي اوښې خبرې کولى شي ښه تنقيد هم کولى شي داجمعيت په دې عقيده دى چې داجهادي غړي اوددوى په اصطلاح جنګ سالاران دې ووژل شي اوسنى موجوده نسل دې له منځه لاړشي اوتنکى نسل دې پاتې شي اودافغانستان واګى دې دهمدې ښځوپه لاس ورکړل شي خوله دې بې خبره دي چې (( په زورکلى نه کيږي ))اودادانقلابي مېرمنو يو انقلابي سوچ دى او انقلاب په يوازې ځان نه راځي .
زه وايم ملالۍ جانې ! ته چې دکومو جهادي مشرانو پرضد غږيږې ،دوى جنګ پخواکړى اوس په سوله کې ژوند تېروي ،دپارلمان غړي دي ،دنوي حکومت ملاتړ کوي .نوته ووايه که ددوى دا بڼه دې نه ده خوښه نو ايا ته غواړې چې دوى دې پخوانۍ جامې بيا واغوندي .ملالۍ! زه پوهېږم ته ښه خبره کوې خو بې وخته او بې موقعې يې کوې اوس چې څوک جنګيږي دهغوى پرضد خو دې يوه ورځ هم څه ونه ويل .خوکه هرڅومره جنګيرکه هم واوسې افغانان به دې تل يادساتي ځکه چې تا د زېبا وطن دبلبل استاد اول مير قبر جوړ کړى نو که ددغو تندو نيوکو او ښکنځلو په ځاى خپلو هماغو فلاحي کارونو ته دوام ورکړې نو دزېبا وطن اولس به دې تل يادساتي .
دقلندرصيب يوشعر راياديږي :
داوبه کړې ياران پرې قلندره ډېر
ته چې کومه لار د ژوندانه غواړې