ګلزارعالم هم تبليغي شو
چمتو کوونکې :: وږمه سبا عامر
څو ورځې مخکې په دفترکې يوخبريال همکار راته وويل : وريندارې خلک وايي چې ګلزارعالم تبليغي شوى . که دې خپرونې ته دې ورسره مرکه وکې پېښورته هم راغلى . کال مخکې مې ورته ټيليفون کړى وهغه وخت په کوټه کې و، راته ويلي يې ووچې کله په پېښورمې پېښه وشوه نوتاسره به خامخاګورمه .
ماښام مې په ټيليفون باندې ورته زنګ وواهه . ګرځنده ټيليفون يې هروارې بند راته . شېبه وروسته مې پښتون هنرمند خيال محمد صيب ته ټيليفون وکړ، له هغه نه مې وپوښتل : استادريښتياګلزارتبليغي شوى ؟
- خيال محمد : والله نه پوهېږم بس دا هسې خبرې دي نومونږ چې تبليغيان نه يو ولې مسلمانان نه يو څه ،ولې مونږ مونځ اودس نه کوو . .....
- ښه استاد ماسره يې پخوانى نمبردى، هغه هم بندراځي نوى نمبريې که تاسوسره وي .
خيال صيب وعده وکړه چې که شېبه وروسته يې نمبر پيداکړ نوخامخا به يې راته راکړي . شپه تېره شوه خيال محمد هم نمبر رانه کړ. دورځې لس بجې وې ....دمئ مياشت راشروع شوې وه ، هوا ښه توده وه، زړه مې طاقت ونه کړ په زاړه نمبرمې بيا ګلزارته زنګ وواهه . زنګ لاړ زړه مې خوشحاله شو ددريوزنګونونه وروسته ګلزار هلوکړ .
-ګلزارصيب سلام .
- وعليکم سلام وږمه جانې ! څنګه يې ټيک ټاک ...... والله همدااوس مې غوښتل چې ټيليفون درته وکړم خوته رانه مخکې شوې ......
- نه بابا هسې وايې څنګه اوس خومې راګيرکړې رانه خلاصيدى کله شي .
- ولې نه هروخت چې راځې زه دې په خدمت کې يمه نن پېښورکې يمه سباته بېرته کوټې ته ځمه اوس به مې ونه پېژنې ؟
- هوپه دې خبرې باندې خبره شوې يمه درځمه چې ريښتياده اوکنه ؟
هغه په لوړاوازباندې دزړه له تل نه خنداوکړه. دکورپوره ادرس يې راکړ ،داچې هواډېره ګرمه وه نودکوچنۍ پاڼې لپاره مې دماښام شپږ بجې وعده ورسره وکړه چې دمرکې لپاره به يې خواله ورځمه . لنډه داچې دمازيګر په پېنځوبجومې پاڼه اوعامر ځان سره کړل اودګلزارپه لوري ورغلو. دکورمخې ته له موټر نه کوزشو. دکورمخې ته يې ځوان ځلمى هلک چې عمر يې له شلو ښکته معلومېده ولاړ و له هغه نه مو دګلزارپوښتنه وکړه . هغه ښه ستړې مشي راسره وکړه . زه يې دکورپه دروازه حجرې ته وروبللم اوعامر يې دحجرې په دروازه حجرې ته راننويست . په حجره کې يې سره افغانۍ لويه غالۍ اواره وه ،چارچاپېريې توشکې غوړولې اوپالنګي بالښتونه يې پرې ايښي وو. دحجرې پردې يې هم دتوشکوله تان نه جورې شوې وې خوپه حجره کې دسيګرټ دانۍ ترڅنګ توفدانۍهم ليدل کېده . ورسره ورسره څلورپېنځه جاى نماځونه هم په يوه بالښت باندې اېښودل شوي وو. دحجرې په وړې المارۍ کې يوڅوکتابونه وو، پويه نشوم چې ديني وو که دنياوي .
يولس دقيقې موانتظاروکړ، وروسته دټوخي غږ موترغوږه شو اودګلزاراوازچې دحجرې له دروازې نه بهريې کوم ماشوم سره وغږيده واورېده . شېبه لا نه وه تېره چې ګلزارصيب حجرې ته راننوت اومونږسره يې سټرې مشې وکړه ، له واره يې عامر وپېژانده چې لا په ازادۍ کې نه واودبېروزګارۍ په عالم کې زمانه مخکې له کوم زوړ انګريزسره مرکې ته ورغلى و، خواوس يې زما سره نژدې وپېژانده مادګلزارترراتګ مخکې هرڅه دمرکې لپاره اماده کړي وو. دکېناستوسره مې ورنه هيله وکړه چې مرکه به پيل کړمه عامر زماتخنيکي چارې مخ ته وړلې اومرکه يې دغوږۍ نه کنترولوله .
قدرمنو لوستونکو ګلزار راته مخامخ ناست دى او ستاسې تلوسه به هم دا وي چې زه دده نه دده دتبليغي کېدو په اړه وپوښتم خوراځئ لږ به دشوخۍ نه کار واخلم او تاسو به تږي وساتم څو مرکه ترپايه راسره بدرګه کړئ لومړى به دده نه دده دهنري ژوند په اړه پوښتنه وکړو .
- ګلزارصيب له کومه نه مو موسيقۍ ته مخه وکړه که راته کيسه وکې ؟
- کله چې دپاکستان اوهندوستان جنګ و،نوپلارمې يوه راډيوکورته دخبرونوداوريدولپاره راوړې وه . دادښارچاپېرچل داسې وي چې دلته بم بارۍ ډېرې کيږي نومونږ خپل کلي ته چې مټه مغول خيل ورته وايي اوله شبقدرنه شپږکيلومتره لاندې دى تللي وو. نودخبرونومنځ کې به سندرې هم راتلې چې مابه په شوق سره اورېدې . بيا به چې زه پټوته تلم نوسندرې به مې ځان سره ويلې ، ماله وړکوالې نه دسندروسره شوق و، خوزمونږ دکورماحول دې ته نه وجوړ چې زه دې مخامخ ووايم چې زه به سندرې وايم . وروسته چې کالج ته لاړمه نوملګري به چې راټول شو، هرچابه يوه ټوکه ويله ، مابه پکې سندرې ويلې .بيانوملګروراته ويل چې ستاخوښه غږ دى داجاري وساته . په اول سرکې خومشکلات ډېروو، ددې خبرې په اساس راته يوه خاطره راپه زړه شوه هغه داچې زمايواستادوخداى دې وبخښي (عنايت علي سلطاني صيب ) هغه راته ويل چې هلکه ته دلته راځې اوپه بېړه بېرته ځې نوځانته يوه آرمونيه واخله بياپه کورکې پرې تمرين کوه . نوماپه ډېرمشکلاتوسره پيسې جمع کړې وې ، هغه مې استادته ورکړې ، هغه راته يوه زړه غوندې ارمونيه اخيستې وه . نوهغه مې په کپړه کې بنده ساتلې وه ، زه چې کالج ته تللى وم نومورمې هغه ليدلى وه، هغه يې ماته ماته کړې وه چې راغلمه ګورمه چې ټوټې ټوټې په کپړه کې پرته وه .
- که داراته ووايي کله چې دې لومړۍ سندره واوريده که څه هم دکورنۍ وېره هم درسره مله وه څه درباندې تېرشو ؟
- زه به درته داخبره وکمه چې تلويزيون هغه وخت کې زمونږ په کورکې نه وو نوروخلکوبه کتلي وي کله چې يونيورسټۍ ته لاړمه نوانډيولانوراته وويل هغوى هم خوشحاله و. زه هم ډېر خوشحاله شوم . خووي کنه دهر هنرمند يوارمان وي . اوس اوس چې کله سوچ کوم که څه هم په هغه وخت کې نسبت اوس ته به خاميانې په کارکې ډېرې ليدل کيدې خوهغه وخت هماغه هم راته لوى کارښکارېده .
- دموسيقۍ په دنيا کې دکوم هنرمند له آوازنه متآثرشوى يي اودچاغږ دې ډېر خوښيږي ځکه اکثر هنرمندان په هم دې اساس دموسيقۍ دنياته راځي ؟
- زه چې وړوکى وم نوداوردوژبې دسندرغاړى ( مهدي حسن ) سندرې به مې اوريدې اودکال ١٩٧١خبره درته کوم چې داوردوژبې مشهوره سندره بۀ يې راډيوکې راتله چې داسې وه ( هم سې بدل ګياوه نګاهې توکيا هوا......زنده هې کتنې لوګ محبت کيى بغير ) داسندره به مې تل ځان سره زمزمه کوله اوبل پېښورکې سندرغاړى تېرشوى عبدالله جان هغه مې ډېر اورېدو اودخيال محمد صيب آوازمې ډېر خوښ دى .