سورجومات اوسپين جومات
وږمه سباعامر
په پاکستان کې دوه جوماتونه دي چې په مختلفورنګونو نومول شوي يوې (سور يالعل ) اوبل يې (سپين ) جومات دى . داجوماتونه په ټول پاکستان کې پېژندل شوي، لوى ،لوى جوماتونه دي په دې هريوه جومات کې دورځې که مې خداى غاړه نه بندوي له زرونه زيات کسان پکې جمع کوي سپين جومات په پېښورکې آباددى اوسورجومات په اسلام آبادکې آباد دى .توپېرپه دې جوماتونوکې دادى چې دپېښوردسپين جومات مخامخ روډ نه پورې په ورکوټې چمن ځاى کې هره ورځ ګڼ شمېر مزدوران اوکسب ګر راټول وي ،دحلالې روزۍ دګټلولپاره انتظارکوي . کله چې کوم ضرورتمند يې خواله ورشي نودوى دمزداودخپل حق په اړه ورته سپينې سپينې خبرې کوي .که يې خوښه وي نو ښه ترښه ،هغه دچاخبره چې ( سوداپه رضا دوستي په خوښي ) خودسورجومات خبرې هم دهغه دنوم پشان تل سرې اوتودې وي . په سورجومات کې ددوه زرونه زياتې جونکۍ په ديني مدرسې کې سبق وايي . ددې جومات مهتمم غازي عبدالرشيد دى .خداى خبرچې په کومه غزاکې غازي شوى، اوکه غازي نه دى نوبيا ولې دخپل نوم سره يې غازي کليمه زياته کړې ،خوخير مونږ يې په غازي توب کوم اعتراض نه لرو هغه دخلکوخبره چې زمونږ په وطن کې يوشاعر دى چې شهيد تخلص کوي نو ټول همداوايي چې دى خولاژوندى ګرځي نو شهيد په څه شوى ؟
له خبرې نه به لرې نه ځمه داجونکۍ چې مايادې کړې ، دوى يوازې طالب علمانې نه دي ، دوى ډنډه مارې جونکۍ دي چې غټې غټې ډندې په لاس داسلام آباد په ښارکې ګرځي . هيره دې نه وي چې په صورت هم ښې غټې غټې، لوړې ،هغه دفارسيبانو خبره چارشانه ،چارشانه هم دي .مخونه يې دومره پټ دي چې دسترګوکڅي يې نه ښکاري ،تورې تورې دستکشې يې په لاس کړي ته به وايي چې کوم سړي ځان دومره پېچلى دى .خوداډنډه مارې جونکۍ دومره ورانې دي چې دپاکستان ترټولولوى ډنډه مار مشرف يې هم وېرولى دى . دسره جومات دجونکيو دنده داده چې ټوله ورځ په ښارکې وګرځي اوداسلام آباد دښارکنټرول په لاس کې واخلي اوپه دې بريالۍ شي چې په ټول ملک کې شريعت راولي . دشريعت نفاظ سره خوهيڅ څوک مخالف نه دي ټول ديوې کليمې خويندې اووروڼه يوخو دومره سخت دريځي چې دې خويندو جاري کړې ده ،دومره داسلام دين سخت دريځ نه دى خوځيني کارونه يې هم دستايلو دي لکه هغه مېرمنې چې دناوړوکارونو له لارې ډوډۍ لاس ته راوړي په هغوى توبه ويستل اوبيا دهغوى په خوښه دسره جومات له يوه طالب سره دنکاح تړل اويا په ښارونوکې دنامشروع سي ډي فلمونودخرڅ مخه نيول . ددې خبرو په اساس يوه مېرمن چې خاله شميم له لورانو اونږورسره يې دفحاشۍ په تور ونيوله له توبې ويستلو نه وروسته يې خوشې کړه خونوموړې مېرمن وروسته وويل چې نه هغه اونه نږور اولورانې يې په دې نارواکارونوباندې اخته دي اودوى بې موجبه په زوره پرې توبه ويستلې ده . که زمونږ دااسلام پالې خوندې داسې کارنامې وکړي نودخلکوبه اسلام سره مينه زياته شي که .......
که ددې په ځاى چې ډنډې ګرځوي اوخلک ويروي ، دادوه زره کسيز ډنډه مار فوځ ښه به نه وي چې دهرکوردروازه وروټکوي اودکورمېرمنې په فرصت وخت کې په ځان راټولې کړي څوشېبې اسلامي بحثونه ورسره وکړي اوداسلامي فرايضونه مېرمنې باخبرې کړي ، ولې چې ښځه نيمه ټولنه ده که نيمه ټولنه په اسلامي رڼا سمباله شوه . نونيمه ټولنه نوره به په خپله سمباله شي ولې چې دکورنۍ دغړيو واګي دهمدومېرمنوپه لاس کې دى غني خان وايي :
نه دتورو پړق لري اونه د زغرو شرنګ لري
جنګ له دى منصور روان توپ او نه تفنګ لري
خودې نابللې جګړې ته دا جونکۍ که بې توپه ، بې تفنګه دي نو بې ډنډې نه دي،خو په مقابل کې يې پروېز مشرف دى چې په دې وروستيو کې يې په يوه بيانيه کې وويل زه د ډنډو نه نه ډارېږم خبره که د ډنډو وي زه تر ټولو غټ ډنډه مار يم نو اوس به ګورو چې د ډنده مارو نجونو او ډنډه مار اولس مشر ترمنځ دا ډمامه دچا په ګټه پاى ته رسيږي او خبره څومره ډنډوره کيږي .