دبا با ګانو سپکاوى
نجيب عامر
ديکشنبې په ورځ مې په يوه اردو ژبې ورځپاڼه ((ايکسپريس )) کې دزاهده حنا په نوم ديوې پاکستانۍ کالم ليکونکي کالم لوستلواو په لومړي پيراګراف کې يې دافغانستان مشاهيرو ته ښکنځلې ليکلې وې .دغه مېرمن ليکلي وو : (نن سبا دسياست دبازار جم اوجوش او دجنرال پروېز مشرف دګرموخبروبازار ښه تود شوى دى .دهغه دکتاب په حواله پخوا به هغه دکراچۍ په کوڅوکې پتنګان الوزول اواوس په اسلام اباد کې د اقتدار مزي يې په لاس کې دي .پخوانيو شهسوارانو هم يوازې داقتدار مزې نه اخيستلې بلکه په دې لاره کې به چې هرڅه مخې ته ورغلل نو درېغ به يې پرې نه کولو .لرې به ولې ځو ډيلي کله د امير تيمور ،کله د نادرشا او کله د احمدشا ابدالي دلاسه لوټ شوى دى .خو دخفګان خبره داده چې ددغو کسانو نومونه په تاريخ کې په زرينو کرښوکې ليکل شوي .))
ددې مېرمنې کالم ليکونکې نه مخکې دپاکستان دهندي مهاجرو د ملي غورځنګ مشر الطاف حسين هم په لنډو تېرو شپو کې دافغانستان ددغو درنومشرانو په اړه هم داسې سپکه ژبه خوځولې وه .خو هغه چې په لندن کې د جلاوطنۍ ژوند تېروي نو ددې ځاى نه به يې څوک څه لنډ کړي .دهم دغه کنځل مارمشر په امر دروانې مياشتې په دولسمه نېټه دپاکستان په کراچۍ ښار کې ديوې سوله ايزه مظاهرې پر مهال دبې ګنا پښتنو جنازې وويستل شوې خو چاورته هېڅ هم ونه ويل ځکه چې پښتانه خو دباچا خان په عدم تشدد باندې عمل کوي .
کله چې په افغانستان کې د خپل اقتدار پرمهال طالبانو د بودا مجسمې نړولې ماته هغه مهال د يو بودايي عالم خبره اوس هم راياديږي چې (( که څه هم دوىزمونږ معبود ته سپک کتلي خو زمونږ مذهب بيا هم مونږ ته اجازه نه راکوي چې دوى ته بد رد ووايو )) تاريخ پوهان وايي بودايي مذهب ځکه هم په نړۍ کې د زوال سره مخ شو چې دوى د عدم تشدد لاره خپل کړې وه او زوروروته دغه لاره ديرغل کولو بلنه ورکول دي .باچا خان هم ټول عمر په هم دغه فلسفه ولاړپاتې شوى چې پښتانه بايد عدم تشدد په لاره روان واوسي .خو په دې زورواکه نړۍ کې په دې لاره روان خلک دسترو ازمېښتونو سره مخ کيږي .
هغه وخت زه په پاکستان کې دکالج محصل وم چې د پاکستان په ملي ټلويزون داحمدشا بابا په اړه يو مستند فلم ښودل شوى و چې په هغې کې هم دهغه په اړه هم داسې سپکه ژبه کارول شوې وه .خو وروسته چې په ټول پاکستان کې پښتانه ددې پر ضد پاڅېدل نوملي ټلويزون بخښنه وغوښتله خو دا لانجه لا اوس هم نه ده ختمه او وخت په وخت په پاکستان کې دپښتنو او افغانانومشاهيرو ته سپک کتل کيږي .
خو جالبه خبره داده چې په پاکستان کې که له يوې خوا دافغانستان پخوانو مشاهيرو ته سپک کتل کيږي نو له بله پلوه ددوى داکثرو لرې واټن ويشتونکوتوغنديو نومونه هم ددغو افغاني مشاهيرو په نامه ياد کړى شوي دي .غزنوي ،ابدالي اوداسې نور .او په هم دې باندې د افغانستان د اطلاعاتو او کولتورپخواني وزير مخدوم رهين دافغانستان دحکومت له طرفه په رسمي ډول دپاکستان نه غوښتنه هم کړې وه چې دوى دې دانساني تباهۍ په توکيو باندې دافغانستان د مشاهيرو نومنه نه ږدي .خو هغه مهال دپاکستان ددولت ځواب دا و چې يو خو دغه مشران دوى هم خپل مشران ګڼي او بله داچې د هغوى دزړورو کارنامو په درناوي دوى خپلې وسلې په دغو نومونو ياد کړي دي .
نو زما په خيال سړى بايد ددوه مخي توب نه کار وانخلي داخو نه شي کېدى چې ته هم زما مشر ته سپک ګورې او هم بيا وايي چې ته هم ورسره مينه لرې .تنقيد کول اوليکل په خپل ځاى خو ديو ملت پخوانيو مشاهيرو ته چې تاريخ يې په ښو نومونو يادوي ولې سپک وکتل شي .ښکنځلې کول هرچاته ورځي خو په دې کار دسړي خوله بده ښکاري . زه نه پوهېږم چې زما دا څو ټکي د څومره کسانو لاس ته رسيږي خو دپاکستاني ليکوالو او سياست والو له خوادافغانستان د مشاهيرو په سپکاوي زه ډېر زيات خفه شوى يم نو دا مې خپل مسئوليت وګڼلو چې په دې موضوع خپل غږ پورته کړم .