په پېغلوکې سرداره  (4)

  چمتو کونکې :: وږمه سبا عامر

کله چې دنازيې سي ډي کسيټونه ګورونوهغه نن سبا بازاري شعرونه ډېر انتخابوي اوترڅنګ يې دسندرې ويلوپه وخت دالکه پېغلوکې سردارې پشان ولاړه وي اوچارچارپېريې پېغلې جونکۍ نڅاکوي .دنازيه اقبال   ښکلي اوازدخلکو امانت دى ، زماپه اندددې جادويي غږ نه بايد په ښه طريقه ګټه واخيستل شي نازيې ته مې وويل : نازيې ! ته ولې بازاري شعرونه ډېر وايي اوجونکۍ درته گډوې فکر نه کوې چې دابه ستاښه نوم ته څه تاوان ونه رسوي ؟

نازيه : مابه پخوالکه هرډول شعرونه ځکه ويل چې وړه وم او نه پوهېدم خو چې چا به يو شعر راکړ ما به هم ريکارډ کړ  اودومره شهرت ته نه وم رسېدلې نوماوې زماشهرت وشي  .نواوس الله پاک ماته ښه نوم راکړى اوس ترڅوموسيقارزماپه خوښه نوي اودشاعر شعر زما په خوښه نه وي نوزه کيسټه نه کوم . دازماهم نه خوښيږي چې جونکۍ دې راته وګډيږي يوښه سينګر سره داکارنه ښايي  نوزه ځان ته ښه نه وايم عوام زمااوازخوښوي نوځکه داکيسټووالاداجونکۍ راولي اوس زه کوشش کوم چې له هغه نه راووځم نوځکه مې دخاوندسره ګانه شروع کړه اوبل داچې زه مې دخاوندسره جونکۍ نشم برداشت کولى اونه يې پرېږدم نوپه دې بانه زه له خاوندسره يوځاى راځم .

عامر : نازيه چې دابرداشت نه لري ته څنګه ؟

جاويد : دازماهم نه خوښيږي چې ډانسونه دې پکې وي په دې چې ډېرخلک نازيه ديوښه ګلوکارپه نامه پېژني . ځينې خلک ډانسونه خوښوي اوځينې ګلوکاره ...... مادې ته ويلي چې زه اوته به يوځاى راځوکه چا خوښ کړونوګانه به کوو که نه نوبيابه نه کو.

عامر : جاويد ستادنازيې کوم عادت ډېر خوښ دى اونازيي ته به هم راته وايي چې دجاويدکوم عادت دې خوښ دى ؟

جاويد : ددې ضد مې ډېرخوښ دى ، ډېره ضدي ده چې يوارضدوکي نوخپل ضدبه ترسره کوي ،  اوخندايې  هم زما خوښيږي ،چې زه څومره غوصه يمه داراته وخاندي نوزما غوصه ورکه شي .

نازيه : زمادجان غوصه ډېره بدي شي چې کله خوشحاله وي اوښې خبرې کوي نوبيا مې خوښيږي .

له دې نه راته مالومه شوه چې جاويد نازيي ته سره له دومره مينې هم غوصه کيږي . نوراټينګه مې کړه : جاويد لکه چې درته ډېرغوصه کيږي ؟

نازيه : نه نه ماته کله هم نه دى غوصه شوى .

-- ښه چې نه دى غوصه شوى نوتايې غوصه څنګه ليدلې ؟

نازيه : داخواکثر کيسټووالاوته لاړشونودى ماته وايي چې يوازې به ماته خاندې بل چاته به نه خاندې .

له نازيې مې وپوښتل جاويد جنوته نه خاندي ؟

نازيه : نه واده نه مخکې به يې خندل خو واده پس نه خاندي .

عامرته تلوسه پيداشوې وه چې نازيې ته دکورکارڅوک کوي هغه دکورکاراوفن دواړه کولى شي ولې چې زه تل ورته وايم ماته نوکره ونيسه داټول کارونه يوازې نشم کولاى خوهغه يې په خنداتېره وي که خامه وي يا اومه که په مالګه وي اويا سوځيدلې نوپه خندا خندا يې خوري .

عامر : نازيې تاسوخودواړه هنرمندان يئ دادکورکارڅوک کوي جاويد  به يونيم کارپه تاهم کوي ؟

نازيه : نوکره موشته خاله اودهغې زوى  ....... زمانه خوښيږي چې دکورکاروکړمه ؟

دلته عامرراته دملامت په شانې غلې سترګې راواړولې اوزريې خبره بلې خواته واړوله .

عامر : ددې سيمې خلک څومره چې زه معلومات لرم يويې دشنوچايوقهوه ډېره خوښيږي اوبل قابلي پلاو نازيه کله کله ددې څيزونوفرمايش تانه کوي ؟

جاويد : زه نرۍ غوښه ښه پخوم کله چې مې طبعه برابره وي ورته پخوم نوخبره به وکم يوه ورځ دې ماته ويل چې زه به دې په توروچايوراولم اوماورته ويل چې زه به دې په قهوې راولم نوآخر سړي خوهميشه ګټلي وي  دامې په قهوه راوسته .

په اخر کې نازيي داپيغام ټولوميرمنوته پرېښودچې تل دې دخپلو خاوندانوخيال ساتي اوعزت دې کوي ځکه چې خداى پاک خپل نوم ورته ورکړى . کله چې ورڅخه راروانيدمه نونازيي په يوې ښکلي پاکټ کې ډېره قيمتي وريښمينه جوره چې دطوطي دبڼکوپشان يې ښکلى رنګ درلوداوديونيم دوه زروکلدارو ته يې بيه رسيدله  راته دسوغات په ډول راکړه   نوپه موسکايې وويل وخت راسره نه وکه نه نوپاڼې ته مې هم يوڅه اخيستل  ماغيږه ورکړه اوورغبرګه مې کړه که ژوندونوستا حق په ماپور .

په لاره کې کله چې دکورپه لوري زه اوعامر په موټرکې راروان وترکوره پورې مودهغودواړو خوږو ژبو طوطياخوږې خوږې خبرې يادولې هغه ځکه راته ډېره ګرانه شوه چې زمونږ په شانې دمينې په ځاله کې يوه بچوڼکې مينه درلوده اومونږ وړه پاڼه .....

     پاى