په پېغلوکې سرداره(3)

چمتو کونکې : وږمه سبا عامر

عامر: دواده نه پس نازيي ! دجاويد دکورنۍ دخسرخيلودې تعلق تاسره څه ډول دى ؟

نازيه : (په خنداخنداکې ) تراوسه خومايوکس هم نه دى ليدلى چې راغلى دې وي . لکه دجان چې ماسره واده کړى نوصفاخبره به کوم زماپه وجه دوى دجان سره پرېښې ده ، نه ددوى خاندان  مونږ سره تګ راتګ کوي اونه زما خاندان  بس مونږ يوازې يواومينه ده .

دنازيي په دې ځواب باندې مې خداي شته زړه ودرديده هغه اوس زمونږدټولو افغانانووريندارده ، زمونږ په نوم اوس نومولې شوې ده ، په دې سوچ چې نازيه اوس يوازې نه ده افغانستان دهغې کوردى اوافغانان ورسره دي نوپه ډاډه مې ورڅخه وپوښتل : نازيي اوس خودې له يوه افغان سره واده کړى نوزمونږ ورينداره شولې  نوافغانستان ته

ځې اوکنه ؟

نازيه : ولې نه ولې نه ، زه خويوپېره تللې يمه . هلته افغانانوماته ډېرعزت راکړى و، زمايې ډېر قدرکړى و. چې بياهم ماته دعوت راکړي زه به ځمه ، ښه په مينه به ځمه ، داسې لکه چې خپل کورته ځمه . انشاالله سره دجان به  ځمه هغه هم  زماکوردى .

څرنګه چې نازيه دسوات ده اوسوات دښکلې سيمې په نوم مشهوردى سوچ مې کاوه نه چې سوات به په سرخ رود ورنه کړي نوومې پوښتله چې سوات درباندې ګران دى که دجاويد وطن ؟

نازيه : سوات مې خپل وطن دى ، سرخ رودځکه راته ګران دى چې زماجان دهغه ځاى دى اوزه  لکه هلته  تللې يمه .

بيايې يوه سترګه نيم کښه اوخوله يې لږه کږه کړه دجاويدنه يې وپوښتل هغه سرخود و. (يوه مستانه خندا دجاويدسره ملګرې )زياته يې کړه :  اوله لرې نه يې راښودلى کله چې جلال آبادته تللې وم .

عامر: جاويد که دتانه پوښتنه وکړوچې په تاباندې سرخ رود ګران دى  اوکه ددوى سيمه سوات ؟

جاويد : هغه متل دى چې هرچاته خپل وطن کشمير دى ، زماپيدايش هم هلته شوى خوکه داهرڅه راته ووايي زه ترې انکارنشم کولى .

عامر : نوچېرته به پاتې کيږې ؟

جاويد : چرته چې زمونږ لپاره سهولت وي که هغه کابل وي اويا پېښور زه خو ددې له خبرې نه انکارنه شم کولاى چېرته چې نازيه خوشحاله وي .

عامر : مينه قرباني غواړي ستاسوله سندرونه ښکاري نو واقعامينه قرباني غواړي   ؟

جاويد: او خامخا چې قرباني ورنه کړى نوبيا مينه سرته نه رسيږي ؟

ماددوى نه وپوښتل چې له خپلواوخپلوانونه لرې ژوند ستونزمن نه دى  ؟

نازيه : نه نه ! ..... لکه ماته جان دومره مينه راکړې چې ما هيڅ کله هم دخپلوانوکمى نه دى محسوس کړى .الله دې نورهم زمونږ ژوند په مينه تېر کړي .

جاويد : والله ! دتنهايۍ ژوند خو ډېره په ګرانه تيريږي .په دې چې ملګري درسره نه وي ، خپلوان درسره نه وي نو ګزران په مشکله کيږي .

عامر : نوته خفه يې په دې ژوند ؟

جاويد : نه دې سره خو زه ډېر زيات خوشاله يمه . لکه دې ماته تر اوسه دا احساس نه دى راکړى چې زما څوک شته او که نشته .زه دې سره خپل ژوند کې ډېر زيات خوشاله يمه .اوکله نا کله پلار پسې ډېر خفه کېږمه لکه دپلار مينه ما نه ده کتلې . پلار راته ډېر زيات ياديږي .

نازيه : لکه دپلار تصوير مې ورته دومره غټ کړى لکه دا غټه المارۍ نه وي .....اې دادى کنه تاسو يې هم وګورئ دى خو شپه ورځ ورته ګوري .

عامر : نازيه اقبال په دې وروستيو کې تا ډېرې ښې فارسي سندرې وويلې ،دافارسي سندرې دې د افغانستان سره په مينه وويلې که د جاويد مينې دې کارته مجبوره کړې ؟

نازيه : فارسي خو .....زما ده سره مينه وه نن نه پنځه کاله مخکې ،لکه زمونږ دوه کاله مينه وه بيا په دريم کال زمونږه واده وشو .هغه ماته پته وه چې زما يو افغانى خوښ دى نو ما به افغاني شعرونه .....لکه فارسي ما ډېر په مينه ويل .اول به مې ډېر په شوق سره نه ويل خو چې کله مې له دوى سره مينه پيدا شوه نوکه کوم افغانى به مې کتو نو د هغه به مې هم ډېر زيات عزت کولو .ځکه چې دى مې خوښ و او شعرونه به مې هم ډېر په مينه ويل .

نازيې ته چې خداى پاک طلايي خنجره يا سندري غاړه او هنر پال خاوند ورکړى نو په راتلونکي ژوند کې به ايا دوى خپلې لورکۍ مينې ته هم اجازه ورکړي چې سندرې ووايي ؟

نازيه :نه زما بيخي داشوق نشته لکه کنه ....چې زه په يو بچي باندې هم ، زما دا خواهش ....لکه بيخي ذهن کې مې هم نه راځي چې زه به دۍ باندې دافن کوم ...بس دافن زه او خاوند مې کوو ،بس دا ډېره ده کنه ،زه ويم چې بل څه ترې جوړ کړم .

نور بيا ....................