په پېغلوکې سرداره (2)
چمتو کونکې : وږمه سبا عامر
دعادت سره سم مې له نازيې نه وپوښتل څوکاله کيږي چې دموسيقۍ دنيا ته راغلې يې ؟
هغې وويل : دولسم کال مې کيږي چې دې فن ته راغلې يمه . دشپږوکالوبه وم چې په سندرو ويلومې پيل وکړ .
عامر چې مې خواته تيارسۍ دعسکر په شان ناست و، نوزما دسترګو په اشاره پوه شو چې ماورته وکړه مانادايي وخت دى خپل کاردې روان که . داسې موقعې کله ،کله وي نوهغه هم له جاويدنه په شوخۍ وپوښتل:
(( بچې خاله دتاڅومره وخت وشو))
داجرت عامر ځکه وکړ کله چې جاويد لادنازيي سره دژوندلاره نه وه يوه کړې او هغه لا دپېښور په تاکال کې دسندر غاړوسره تبله غږوله دعامر ښه ملګرى پاتې شوى و جاويد موسکى شو نوپه ځواب کې يې وويل : زماخوڅومياشتې وشو چې دې فن ته راغلمه نوماته کوروالاوويل چې ګلوکارى ته راشمه نوددې مينې مجبورکړمه ويل يې چې ستا آواز ښه دى ته به هم سندرې ووايي .
نازيي ته چې مې کتل هغه له ژوند نه راځي ښکاريده ولې چې دواړه سترګې يې په جاويدکې خښې کړې وې ته به وايي چې نن يې نوى ليدلى دادډېرې مينې علامه ده نوځکه ترهرڅه نه مخکې داپوښتنه مې خولې ته راغله نازيي !له ژوندنه دې څومره خوشحاله يې صفا صفا راته وايه ؟
نازيه : ډېره خوشحاله يمه ماهمداغوښتل چې زه به دواده نه پس هم خپل فن جاري ساتمه څه مې چې غوښتل هماغسې وشو، خاوندهم خداى پاک هماغسې راکړ چې ماله سندروڅخه نه منعې کوي . عامر غوښتل چې اوريدونکوته خبره پخه کړي نوددواړوڅخه يې وپوښتل : واده موپه مينه کړى ؟
نازيه : اوجي واده موپه مينه کړى .
عامر : دکورنۍ موپکې رضاوه ؟
جاويد : نه دکورنۍ موپکې رضا نه وه په پټه مو واده وکړ خلک وايي چې مينان ړانده وي . نومونږ هم ديوبل سترګوته وکتل اودنياته موشاکړه .
داچې واده هم په پټه شوى و نودهندي فلمونودهلک اوجنۍ په غلا واده مې سترګوته ودريده راته ډېره جالبه وه زرمې له دوى نه وپوښتل : دواده په ورځ مو څه ډول کپړې اچولې وې ؟
نازيه : ماسره جوړه اچولې وه هغه هم شراره ، دافغانانورواج مې نه وکړى خپل رواج مې کړى و .
جاويد: ماتورې کپړې اچولې وې .........
عامر : ولې تورې جامې ؟ تورې جامې خو خلک په ماتم کې اچوي ؟
جاويد : (په موسکه خوله ) والله زه خودوبۍ کې ومه ،داراپسې راغله اوراته يې ويل چې ماسره واده وکړه نو زمونږ پټه نکاح وه او هغه هم ناڅاپي نو ځکه زما جامې تورې وې .بيا چې د نکاح وخت شو زما سخر اقبال علي خپلې سپينې جامې ماته راکړې او زما تورې کپړې هغه واغوستلې .
په زړه کې مې تېرشول چې دنازيې د بخت نه تراوسه هغه سپين و اوس ته سپين باز شوې .
ددې لپاره چې مرکه راډيويي وه نوځکه اوريدونکوته نه وه ښکاره چې دهغوى دواده ثمره شته اوکه نه نوزمونږديوې پوښتنې په ځواب کې دواړووويل :
نازيه : او جي زمايوه لورشته چې پلار يې په ډېره مينه د(مينې )نوم پرې ايښى مينه فضا .
جاويد: بچې خوټول ګران وي خوداډېره راباندې ګرانه ده .
له نازيي نه مې وپوښتل چې له جاويدسره يې دواده نه مخکې ډېره مينه درلوده که اوس اوهمداراز له موسيقۍ سره ډېره مينه لري که دخپل ژوند دملګري سره ؟
نازيې په خنداکې وويل :مخکې لاګران و،چې واده وشونولاګران شو (يوه مستانه خنداسره مل ) داخوموګران سوال وکړو ........ نه دموسيقۍ نه زيات له جان سره مينه لرم . زه ورته له مينې نه جان وايم .
نازيي لانورڅه ويل غوښتل چې جاويد يې خبره ورپرې کړه او وې ويل : زه خوپه دنيا کې دخداى نه پس له نازيي سره ډېره مينه لرم داخوزما زندګي ده چې زه ورته له مينې نه زندګي وايم .
عامر : په مينه کې دنازيې نمبر اول دى که د مينې ؟
جاويد : (په خندا) اول خودمورنمبروي بيادبچي .
نازيه : ماته زماجان ګران دى چې جان وي داسې ډېرې مينې به راشي .
له جاويدنه مووپوښتل چې تراوسه يې څوکسيټونه خپاره شوي ؟
جاويد : ماخوتراوسه يوکسټ خپورکړى ( دمرکې تروخته پورې ) که خلکوخوښ که نوخپل کارته به دوام ورکوم اوکه عواموخوښ نه کړ بيا مجبوريم چې ګانه پريږدم .
عامر : خلک به ستاسوله شخصي ژوندسره هم علاقمندوي ، داچې ته يوافغان يې اونازيي سره دې واده کړى خلکوته همدومره مالومه ده نومخکې ته ووايه ........؟
جاويد : زه خودسرخ روديمه خوډېروخت موکيږي چې پېښورکې پاتې شوي يو زما پيدايش هم په سرخ رودکې شوى .
عامر : هلته ستاسوکورنۍ له موسيقۍ سره څه تړون لرلو؟
جاويد : اوجي زما ترونه ميناګل ،کمين ګل ،چمن ګل اوصنم ګل په ننګرهارکې دموسيقۍ په دنياکې نامتوخلک دي .
نوربيا ..............