په پيغلو کې سرداره
چمتو کونکې :: وږمه سبا عامر
له کله نه چې نازيې دافغانستان ترانې اوسندرې په فارسي ژبې وويلې اوديوافغان ځوان جاويد فضاسره يې خپل ژوندشريک کړ نودپاکستان تر څنګ يې په افغا نستان کې هم ډېر مينه وال پيداکړل دنازيې دهنر دمينه والو دډېرې علاقه مندۍ په اساس مې دالازمه وګڼله چې ددې ځوانې اوخوږه ژبې سندرغاړې سره دهغې دژوند اوفن په اړه مرکه وکړمه . په ډېرې اسانۍ سره مې دنازې نمبر له يوشاعر ملګري څخه چې نازيې دهغه ډېرې شاعرۍ ته په خپل جادويي اواز ساورکړې ده واخيست . په ټيليفوني خبرو کې نازيه راسره مخامخ نه شوه البته دهغې خاوند جاويد فضا راسره خبرې وکړې .په ډېره مينه يې داومنله چې سبا ماښام ته به يې په کورکې ورسره ګورم اودخپل کورادرس يې هم داسې ګونګ غوندې راکړ چې دلته دفارسي ژبې هغه متل راپه زړه شو چې وايي (( پشت نخود سياه روان کده ))
سبا ماښام مې دوعدې سره سم خپله دخبريالۍ کڅوړه په اوږه کړه داوعامر مې هم له ځانه سره سنجاق کړ . روانيدونه مخکې په کورکې زما وړې خورکۍ مريم زما په ليدو موسکۍ شوه او وې ويل : يوزنګ خوورته ووهه ولې په ياددې نه دي چې په هريوه پسې يې لس لس وارې ټيليفونونه کوې .
څه به موسر درخوږوم ، له هغه مهاله چې دانګرېز مشر جان بټ سره په پولې پورې پروګرام کې د هنر او موسيقۍ د څانګې مسئوله شوې يم نو هره ورځ سرګرداني راپه غاړه شوې ده .دمريم مشوره مې ومنله ،دڅوزنګونوپه تلوپسې دجاويد غږ له ټوخي سره سم راترغوږشو راته يې وويل :
(( نازيه څه کوې خورې ! نژدې نن زه مړشوى وم .هغه پرون کس چې تاسره خبرې کړې وې هغه زما ورور و،زه خونن له هسپتال نه راغلم ټوخ .ټوخ .........
ماورته وويل په پروني اونني اوازکې خو زه کوم فرق نه وينم خوخير سبا به درشم
سبا ته دتېر ماښام وېره مې په زړه کې وه دتګ نه مې مخکې ورته ټيليفون وکړ خوقسم شوى وو چې چاورته ځواب نه ويلې . زنګونه تلل اودهلو په ځواب پسې مې سترګې نږدې وتلې وې نورمې زړه تنګ شو خپله کڅوړه مې واخيسته اوپه ((نخودسياه پسې لاړمه )) صرف دومره يې راته ويلي ووچې دګلبهارپه نمبرچارکې زمونږ کوردى دګلبهار نمبرچارخوهم دکچه ګړۍ دنمبرچارغوندې دخداى نمبرچاردى خوطالع منه په دې وم چې راسره ډريور ډېر چالاک سړى واو عامر هم دچا خبره پوره ((پيرى دى)) په ګبهارکې ديودوکاندارنه دپوښتلو وروسته ډرايور شېبه وروسته موټر يوې تنګې کوڅې ته ورتاوکړ . داوسپنې نه جوړه شوې نژدې زړې شوې سرې رنګې دروازې ته يې ودرلوم . په دروازه اودروازې ترڅنګ په ديوالونوباندې دڅووکيلانوګن شمېر پوسټرې دټاکنې لپاره لګول شوي وو. ماويل چې داوکيلان هم ښه هوښيارخلک دي دخپلو پوسټرولپاره يې ښه ځاى غوره کړى ځکه چې په دې دروازې باندې دډېروخلکواو لارويانوسترګې لګيږي
ټالۍ ته مې فشارورکړ دلته په ټالۍ هم دموبايل سيورى پريوتى و. په کوڅه کې ګڼ شمېر خلک راټول وو خلکوله څېرې اوکڅوړې پېژندلوچې څوک يو. اوس نازيه رانه نه شوه پټيدلى ځکه چې له بدمرغه دهغې دکوردروازه له شا نه بنديده اودروازې يې راته اشارتونه کول چې نازيه شته خداى خبر چې دنازيې په زړه کې له کومې درحم اوبه توې شوې دروازې شاته راغله په غوسه ناک غږ يې وويل :
نازيه : څوک ؟
زما دځواب په اوريدو ورکه شوه .
شېبه لا تېره نه چې جاويد په داسې خطرناک حالت سره چې تابه ويل دبدرغزا ته روان دى دروازه زما په مخ راخلاصه کړه خوزما اوپه کوڅه کې دراټولوشو خلکوپه ليدويې غوسه لاړه موسکى عامر ته ور تر غاړې وت اوخپل کوچني کورته يې وروبللو.
له ډېرې مينې نه يې خپلې دخوب په کوټې کې دپالنګ خواکې يې کښېنولو. کمره يې ګډه وډه وه اويوه دڅومياشتوماشومه چې دنازيې دماشومتوب تصوير يې دانسان په ذهن کې راژوندى کاوه په پالنګ ناسته وه اودشېدوبوتل يې په لاس ، کله به يې خوړل اوکله به يې پرې لوبې کولې ، ددوى خوب کمره دنازيې اوجاويد فضا دواده په لويولويو تصويرونو لګولوباندې سمه دعکاسۍ ديوه دوکان انځور وړاندې کاوه. لامې پوره ګيله له جاويد سره نه وه خلاصه شوې چې نازيه موسکۍ کمرې ته راننوته اوستړې مشې يې راکړه دخپل خاوند جاويد ترڅنګ نږدې کيناسته
نور بيا ..............