غل څوک دى ؟

وږمه سبا عامر

له تېرو دوه کالوراپه دې خوا مې په کابل کې دخپلې کورنۍ سره په ټيلفون اويا ګرځنده تيلفون باندې په خبرو ارمان نه دى ختلى . کورنۍ تل رانه ګيله کوي چې ولې تيلفون نه کوم اودکنجوسې يا سختې نوم يې راباندې ايښى .

داخترشپواوورځوته خوشاله يمه چې که له نږدې ورسره ليدلى نشم ځه په ټيليفون خوبه خبرې اواخترى به وکړم . هغه داسې ټکه په ټيلفون اوګرځنده ټيلفون راولويږي چې دزنګ له تېريدوسره شل ،شل کلدارې خوړل کيږي په دريو زنګونوکې بيا نوپاکستانۍ خورراباندې غږ وکړي ((بخښنه غواړم دتاسوپيسې ددې ټيليفون لپاره پوره نه دې نوى کارت واچوئ )) په همدې تمه چې دخپلې کورنۍ سره ډېرې خبرې وکړم  دپېنځوسووکارتونه  مې اخيستي وي خو کارت خلاص شي خبرې ونه شي .

 له غوصې نه ګرځنده ټيلفون په لاسونوکې ټينګ کړم ، زړه مې غواړې چې ښه خوله پرې ولګوم خوکه خوله لګوم هم زما په تاوان دى هم ټيليفون خرابيږي اوهم زما غاښونه . ......

زه حيرانه يم  چې داغل څوک دى چې په ټيلفون کې ناست دى . پاکستانۍ دى که افغانى ؟؟ هغه دقلندر صيب شعر رانه نيم هېر دى خو نيم يې داسې دى چې (( لوټ شومه تالا شومه غل چرته دى ؟ ))

خير په هرصورت چې هرڅوک دى خودومره به ورته وايمه چې وروره ته هم آخرت لرې اوکه نه ؟ چې په دومره تنګه لاره کې ناست يي نه امير ګورې اونه غريب له دواړو شوکه کوې .

يوه ورځ مې دزړه خواله له يوې ملګرې سره وکړ هغې راته وويل :  چې دا(وريد ) سيم کارت واخله کا بل ته پرې ښې خبرې کيږي په هغه ورځ مازيګر مې پاسپورت له ځانه سر کړ او( وريد )سيم کارت مې واخيسته په بېړه مې په ګرځنده ټيليفون کې  ځاى په ځاى کړ کابل مې ډايل  کړ له دوه ترنګوسره مې له خورسره خبرې وشوې . له ملګرې نه مې زړه خداشته چې ډېر خوشاله شو خوداخوشحالي يوازې دکمپنۍ ترکارت پورې محدوده پاتې شوه . کيسه بيا هماغسې زړه په زړه پاتې شوه . به بل ځل وريد هم دخپلو نورو همځولو غوندې ناځوانه راووت .

خودالانجه اوجنجال يوازې ترماپورې نه دى په دې اورکې هرسړى چې پوښتې سوځي کال مخکې دافغان کډوالولپاره يوې پاکستانۍ کمپنۍ د((افغان کال ميټ ))په نوم کارتونه راوويستل چې دسلو کلدارود کارت په بدل کې به تاسو لس منټه خبرې کولى شئ يعنې شېبه په لسو کالدارو اوښه په کش پش سره يې په تلويزوني چينلوکې چې داختر شپې راروانې وې اعلانونه يې وکړل چې په پاکستان کې پرتوکډوالو هم په دې هيله چې ځه په دې لين کې به غل نه وي ناست څوڅوکارتونه واخيستل چې په هغو ډلوکې زه هم شامله وم خبره نه وم چې ترټولو لوى غل دلته پټ شوى و .شېبه په شېبه به يې لس ،لس کلدارې خوړلې چې خبره به شلوته راغله نولاره به يې خوشې کړه اوداختر مبارکې ته به يې که چرت صاف و پرېښودې کنه قسم يې کړى و چې دسلو روپو نه به تاته يوه دقيقه خبرې هم در نه کړي او اختر به يوازې دپاکستانيانو سره کوې .  .

اوس خو خبره يوازې دخوشحالۍ نه ده دژوند سره ډېرې خبرې تړلي دي په بل وخت کې خداى مکړه په يوه مشکل کې به څه کوو له يوې خوا مجبوريت اوله بلې خوا ټيليفوني ستونزې . خېر تراوسه خومې دپاکستانۍ توړۍ نه ګيله وه خوله کابل نه هم داسې ستونزې شته خودومره نه هغه غل چې دکابليانونه غلا کوي داسې موړ سترګى ښکاري ولې چې کله ،کله يې غلا ته واړه برابره شي خوفرياد،فرياد له دې غله ماما نه چې زمونږ په لاره کې شين شوى دى .

بله ورځ مې دازادۍ راډيو اوريدله چې په ٍثبت شوي پيغامونوکې څوپيغامه داووچې له اعمارتونه مساپرو وروڼوګيله کوله چې خپلوکورنيوته ټيليفون کوي نوپيسې يې بې ځايه خوړل کيږي اودوى خبرې نشي کولى . خنداراغله ماويل غل ما ماخواوس خپل ورور  دسعودي په لاره کېنولى په کلدارويې چاره ونه شوه اوس په ريالو پسې يې پښې لوڅې کړي دي .

که غل ماما ونه شرميده نو خبره به بېرته پخواني وختونه راتازه کړي اوخلک به افغانستان اودهغه ګاونډى ورورملک پاکستان کې  به خپلوخپلوانوته  خطونه ليږي ، دځمکې په سر به دالومړي ملکونه وي چې دغلودلاسه څوک په ټيليفون چې خداى پاک دانسان په لاس جوړ کړى لوى حکمت دى خبرې نشي کولى اودپښتودوتلې سندرې دوران به بيا راشي چې وايي  (( خط مې راغلى دجانان دى .............. څه يې درته ليکلي دي ......خورې شرمېږم درته نه وايم حالونه دې کې چل دى .... ))

خودارمان به زما په شان دټولوپه زړونوکې پاتې شي چې غل څوک دى افغانى دى که پاکستانى ؟؟؟؟؟؟؟؟