جونې داپېموپه بدل کې

وږمه سباعامر

دپښتون دنوم دراپېژندلوسره سم دانسان په ذهن کې دټينګښت ، غيرت ،ميلمه پال اوسخت دريځۍ توري راخوريږي . دپښتنو په بيلابيلو قبيلوکې بيلابيل دودونه اورواجونه شته چې دپولې په دواړو غاړوپرتوسيموکې اود افغانستان په ګوټ کې پراته پښتانه تل ترهرڅه دمخه دخپل رسمونواورواجونوپوره پابندي لري اوترڅنګ يې خپلو رواجونوته په درنه سترګه هم ګوري .

خبره به رالنډه کړمه چې په پښتنوکې لوى اومشهوردودپه لورباندې ولوراخيستل دي داهغه نه ماتيدونکى قانون دى چې دهرپښتون په کورکې مراعات کيږي . کله چې جنۍ چاته په نامه کوي نوښې ډېرې پيسې په هلک باندې ږدي .په دې خيال چې سبا ورځ يې لوردخسر په کورنۍ کې بې قدره نه وي . داولورونه هم په هره قبيله کې، په بيله بيله طريقه باندې وي . څوک لږ ،څوک ډېر ،څوک برابر .......... دافغانستان په جنوبي ولايتونوکې دجونکيو دولور خبره په لوړه بيه ده، دومره چې هلک دواده نه پس مجبور دى چې دخپلوقرضونودخلاصولولپاره يا ځمکه خرڅه کړي اويادغريبۍ لپاره دافغانستان نه دباندې لاړشي . دځمکې خرڅول هم پښتنوته دشرم خبره ښکاري  . دوخت په تېريدوسره هرڅه بدل شوي ، رواجونه هم هغه رواجونه دي توپير پکې دومره شوى چې خپل رنګ يې لږڅه بدل کړى .

دې دېرش کلنې جګړې په ځينوخلکو دومره اغيزکړى چې نوي نوي رسمونه اودودنه يې راويستلي دي . داخبره روښانه ده چې تل ددې رواجونودمنفي اغيزې لاندې ښځې ياجونکۍ راغلي دي اوتل قرباني همدې ډلې ورکړې ده .

دافغانستان په جنوب غربي ولايتونوکې ډېرې کورنۍ شته چې خپلې لورانې يې داپېموپه بدل کې ورکړي چې دسخت روزګارسره مخامخ دي . هغه هم اکثر هغه کوچنۍ جونکۍ چې نه ښى لاس پېژني اونه کيڼ لاس ..... دانونوې ټپه ورته ويلى شو چې دافغانستان تاريخ ته راننوځي . په ترکمنواوازبکوښځوکې مې ديورپوټ په اساس ليدلوچې دکاذب قوت دپيداکولولپاره چې په دې وتوانيږي ډېرکاروکړي اوډېرې غالۍ راوباسي داپېمونه ګټه اخيسته اوترڅنګ به يې خپلو وړوماشومانوته هم اپېم ورکول څوارامه ويده وي اومورکارته پريږدي .

هماهغه پخوانۍ داسلام نه مخکې کيسه راولاړه شوې هغه وخت به يې ژوندۍ ترخاورولاندې کولې خواوس  په ورځ کې  څووارې وژل کيږي .

تاسوووايئ : کومه جنۍ چې داپېموپه بدله کې دخاوندکره ځي نو دخاوند دکورنۍ غړي به په کومه سترګه ورته ګوري . دورځې به څووارې پېغورونه اوري ، اودپېغورپه اورېدوبه څووارې مري اوراژوندۍ کيږي ...... .

زماپه اند دښه اوهوسا ژوند تېرولولپاره به ډېرې لارې وي که انسان له لږ څه سوچ نه کارواخلي ددې په ځاى چې پېسې په قرض واخلي اواپېم پرې وکرياو هغه هم لارسېدلي نه وي چې دحکومت په حکم سره ټول پټي ته اور ورواچول شي نوبيا په مفتوکې درنه اولاد لاړشي .

په اسلامي لحاظ سره هم داپېم کرل ناروا کارښودل شوى ولې چې د زرګونو انسانانوژوند له خطر سره مخامخ کيږي .