گونګي وزيران - بې ژبې سفيران
نجيب عامر
په اسلام اباد کې داسلامي هيوادونو څلور دېرشمه غونډه شروع وه او زمونږ دافغانستان چارواکو هم پکې ګډون کړى و.نو لازمه مو وګڼله چې راغلى ښاغلى پيدا کړو او که مخامخ نه وي نو لږ تر لږه دټيليفون پرکرښه خو راسره مرکه وکړي .خودا راغلى لکه چې يوازې راغلى و ښاغلى نه و، ددرې ورځو په بهير کې هغه خپلې شونډې ګنډلې وساتلې او قران يې کړى و چې هېڅ به هم راته ونه وايي .
څومره کسان مې ورته واسطه کړل پېښور کې قونصل صيب ، بابري صيب ،په اسلام اباد کې شانزدافير ځاځى صيب او ډېر صيبان نور خو ټولو هم دا راته ويل چې هغه ډېر محافظه کاره دى او چا سره خبرې نه کوي .ما ويل عجبه ده دومره لويې چوکۍ ته ورسېدو خو دمطبوعاتو په اهميت پوى نه شو .
ځه ! وزير صيب ......مه کوه مرکه ،ستا د مرکې په نه کولو به مونږ دخپلو مشرانو نه يو څو خبرې واورو کنه ...څه د وظيفې نه خو به مو ونه شړي .
او نوش جان دې وي ،وزير صيب ! چيکن پيسونه ،برګرې او پلاوونه خو دې وخوړل په اسلام اباد کې چې مونږ سره دې خبرې ونه کړې نو نورو سره به دې څه کړي وي .
زړه خو مې درته ډېر ډک دى خو ډېر څه به ځکه نه وايم چې په پېښور کې ستا يو ډېر نزدې خپلوان چې تخلص يې هم ستاد تخلص په شان دى او زما ډېر نزدې ملګرى دى نو ځکه به دې نوم هم نه اخلم .خو دومره درته وايم چې تانه ستا خپلوان ډېر زړور دى .خلک هسې دروغ وايي چې خربوزه د خربوزې نه رنګ اخلي که داسې واى ته به هم په مرکو کولو کې هماغومره زړور وې لکه ستا خپلوان او زما يار .
په پاکستان کې اوسيدل او دافغانستان دپاره خبرنګاري کول خورا ستونزمن کاردى ځکه ځايي چارواکي هم په مرکو کولو کې نخرې کوي خو هومره نه لکه دافغانستان نه راغلي وزيران چې په اسلام اباد کې کوي .کله چې ما د خبرنګارۍ کار په پاکستان کې پيلولو عين په هماغو ورځو کې ډاکټر ننګيالى طرزى په اسلام اباد کې دافغانستان سفير ټاکل شوى و .په پاکستان کې څلور کاله زما دخبرنګارۍ او دده د سفارت ووتل خو دې ښاغلي ځان داسې مونږ سره د مرکو نه ساتلو لکه پېغلې جونې چې خپل پېغلتوب ساتي .نه به يې خپله مرکې کولې او نه يې په پاکستان کې نور افغان چارواکي مرکو ته پرېښول او ټولو ته به يې ويلې (( دا کار ډېر تاوان لري ....د خبرنګارانو نه ځان ساتئ دوى ډېر خطرناک خلک وي ))
وئ وئ سفير صيب نو ته خو چې سفير له سره نه واى زما يو شعر دى چې غواړم طرزي صيب ته يې ډالۍ کړم :
وخته دومره دې ټګي راسره کړې
دعامر غوندې جانان نه هم وېرېږم
خو ځه ښه شوه هغه که څه هم داسلام اباد نه هم لکس ځاى ته په ښې چوکۍ پسې لاړ خو زمونږ اوږې هم ترې سپکې شوې هغه دچا خبره (( بربودې ورکه شي د بربو بوى دې ورک شي ))خو کاش چې مې په يوه پاکستانۍ ورځپاڼه کې دده او دده دمېرمنې هغه عکس خو نه واى ليدلى چې په يوه پارټۍ کې اخيستل شوى او دواړه د مدهوشۍ په عالم کې دنورو سره غېږ په غېږ نڅا کوي .
خو داسې هم نه ده چې په پاکستان کې به هر افغان ډيپلومات او دلته راغلى افغان وزير مونږ سره خبرې نه کوي .په پېښور کې دافغانستان جنرال قونصل عبدالخالق فراهي دې خداى لري په مرکه ،دوستۍ ،مېلمستيا اوانډيوالۍ کې دومره تکړه دى چې مثال يې نه ليدل کيږي .په پاکستان کې د اوسيدونکو افغان کډوالو او خبريالانو ټولو ستونزې په ده باندې هوارې دي دهرچا سره دخپل وس نه زياته منډه وهي او دافغانانو په درد درديږي .او په مرکو کې کله کله هغه څه هم وايي چې که څه هم ده ته پکې تاوان وي خو وطن ته پکې ګټه وي .
په هم دې قونصلګرۍ کې سعيدي صيب هم و دهغه ياددې هم په خير وي په ټولنيزو روابطواودخبرنګارانو سره په اړيکو ټينګولو کې بې جوړې سړى و .ظاهر جان بابري هم ښه جانانه سړى دى چې کله هم څه نوې خبره ورسره وي ټيليفون وکړي چې (( راشه کنه ! مزدوري مې درته کتلې ده ))که په اسلام اباد سفارت کې دموقتي سفير او شانزدافير ګلاب مجنون ځاځي يادونه ونه کړم نو دا به هم زياتى وي .دى هم د مطبوعاتو سره کومک کوي او خبره نه پټوي او دادده هوښيارتيا ده ځکه چې خبره خو هسې هم نه پټيږي نو بيا ولې دې سړى د مطبوعاتو سره ((الرجک))واوسي .
هم دا راز دافغانستان د ماليې وزير انوارالحق احدي او د پارليماني چارو د وزيرډاکټر فاروق وردک نه هم ممنون يم چې کله هم اسلام اباد ته راځي نه يوازې مونږ سره بلکه دهرې رسنۍ سره په زغرده مرکې کوي .
زه اولس مشر حامد کرزي ته دا مشوره ورکوم چې کله هم د خپلې کابينې وزيران ټاکي نو دې ته دې هم پام کوي چې په خوله کې يې ژبه شته که نه .هم داراز کله چې نورو هيوادونو ته ډيپلو ماټان ليږي نو هم لازمه ده چې يو ځل دې يې خوله بوى کړي چې خبرې کولى شي که نه ؟ځکه زمونږ ګونګي وزيران او بې ژبې سفيران نه دي پکار د ځان سره دې سنبال وساتي .