غزل
وږمه سبا
دانسان زړه کې مينه ختمه شوله
دادقيامت څه علامه خو نه ده
زړه چې يې خوښ کړي هغه خپل ولګي
مينه په وس کې د بنده خو نه ده
که تکل وکړې مرغلرې ډېرې
زړه سمندر دى څه چينه خو نه ده
مازيګرى د سين په غاړه او جام
ولې انکار کړې څه روژه خو نه ده
دځان ځانۍ دور راغلى وږمې !
چېرته اخره زمانه خو نه ده