غزل
وږمه سبا عامر
شمعې په لاس کې ګرځوم لاليه !
رڼا به تاله درکوم لاليه !
دلونګين مقام ته ورسېدې
پاس په سينه دې زنګوم لاليه !
راوړى مور يې مينه زه درکوم
لکه ماشوم دې نازوم لاليه !
ستا سپين بشر مې مخ ته ودريږي
سترګې چې کله توروم لاليه !
هاغه شېبې او هغه شپې مه غواړه
نوره له برمه پرېوتم لاليه !
16.05.2007
- zarpana
غزل
وږمه سبا
تورو تورو شپو سره مې وژړلسپينو اننګو سره مې وژړلماته مې د ځان په څېر ښکاره شو دوىټولو لېونو سره مې وژړلشابسې ! پروا هم په ما نه کاندېمينې په شېبو سره مې وژړلهلته يو شپونکى په بم الوتى ودنګو دنګو غرو سره مې وژړلپل به د(سبا ) په درشل څنګه ويخپلو اندېښنو سره مې وژړل...
16.05.2007
- zarpana
دسيف الرحمان سليم ديوغزل په زمکه وږمه سبادانسان زړه کې مينه ختمه شولهدادقيامت څه علامه خو نه دهزړه چې يې خوښ کړي هغه خپل ولګيمينه په وس کې د بنده خو نه دهکه تکل وکړې مرغلرې ډېرېزړه سمندر دى څه چينه خو نه دهمازيګرى د سين په غاړه او جامولې انکار کړې څه روژه خو نه دهدځان ځانۍ دور راغلى وږمې !چېرته اخره زمانه خو نه ده...