غزل
وږمه سبا
تورو تورو شپو سره مې وژړل
سپينو اننګو سره مې وژړل
ماته مې د ځان په څېر ښکاره شو دوى
ټولو لېونو سره مې وژړل
شابسې ! پروا هم په ما نه کاندې
مينې په شېبو سره مې وژړل
هلته يو شپونکى په بم الوتى و
دنګو دنګو غرو سره مې وژړل
پل به د(سبا ) په درشل څنګه وي
خپلو اندېښنو سره مې وژړل
16.05.2007
- zarpana
ماتې وږمه سبا
ګرانه !نن راته د ماتو بنګړو بار په شانې ښکارېاو.......دزمري په خوله کې د ښکار په شانې ښکارېله جګړې نه راستون شويماتې خوړلي سالار په شانې ښکارېپوهېږې ؟دا ټول رازونهداپ...
16.05.2007
- zarpana
غزل
وږمه سبا عامر
شمعې په لاس کې ګرځوم لاليه !رڼا به تاله درکوم لاليه !دلونګين مقام ته ورسېدېپاس په سينه دې زنګوم لاليه !راوړى مور يې مينه زه درکوملکه ماشوم دې نازوم لاليه !ستا سپين بشر مې مخ ته ودريږيسترګې چې کله توروم لاليه !هاغه شېبې او هغه شپې مه غواړهنوره له برمه پرېوتم لاليه !...