په کچه ګړۍ بل قيامت

وږمه سبا عامر

په دې وروستيوکې بيا دافغانستان اوپاکستان ددولتونوترمنځ دلوړپوروچارواکوناندرۍ زياتې شوې دي . دپاکستان دداخلې وزير آفتاب احمد خان شيرپاو دعوه لري چې په دې وروستيوکې په پوله باندې دترهګرو تګ راتګ کم شوى اواصلي علت يې دادى چې دوى په پوله باندې په ځينو ځايونوکې ازغن تارلګولى دى . دڅارونکوپه ګومان دادوى دتارلګوله امله وچې نوموړى وزير دځان مرګي بريد سره مخامخ شو اووروسته نورې پېښې هم ورپسې تکرار شوې،اوپه وزيرستان کې دترهګرۍ دپېښو زياتوالى هم دهمدې تارلګولوله امله دى چې په پوله باندې ولګول شو خو دوزير صيب په وينا دترهګرو تګ راتګ کم شوى . خبره به نه اوږدو ددې ناندرىو اوببولالو ترڅنګ دادى اوس  دپاکستان څو سوه کسيز پوځ دکچه ګړۍ کيمپ چارچاپېره محاصره کړى . اودلمبر چارکيمپ په ګن شمېر دوکانونو اوکورونوباندې يې بلدوزرې وګرځولې چې دپاکستان دولت دې  ناڅاپي اقدام افغان کډوال  خفه کړل  .

 اوس مهال ددې کيمپ کډوال ډېر انديښمن دي ولې چې بې خبره بلدوزرې ګرځول اوددوى دغريبې مېنې ورانول دبشري حقونوڅخه تېرى ګڼل کيږي . دکچه ګړۍ دکيمپ اوسيدونکي له نړيوالې ټولنې  اودبشري حقونوسازمان څخه غوښتنه کوي چې ددوى بشري حقونه دې نه ترپښو لاندې کوي  ،خودپاکستان پاکستان تل نړيوالوته وايي چې ستنيدنه په خپله خوښه باندې ده . خو ترڅنګ يې خپلې لويې لويې بلډوزرې دغريبوخلکوپه کورونواوشتمنيو باندې ګرځوي اوکډوال په زوره وباسي . .دګاونډي هيواد ايران دحکومت دناددو اوښکې لا دافغانانو په سترګوکې وې چې پاکستان هم خپلې نادودې راواخيستې . هغه دچاخپره چې وايي (( غم له غمه نه شرميږي )) په دې تنګ وخت کې دافغانستان دولت به ددومره کډوالو لپاره اسانتياوې له کومه برابره وي . دلويانو متل  دى چې دغريب سړي تندى دتيږي لپاره جوړدى . اوس به کاڼي راځي اودکرزي په تندي به خوري . خداى پوهيږي چې کرزى صيب به خپل تندى څومره ورته ټنيک کړي . پرته له دې چې دوعا ورته وکړو چې الله دې لويه حوصله ورته ورکړي چې داخپل زوريدلي ، په لمرونوسوځيدلي ، په خواريوځپلي کډوال چې دپسرلي دزاڼو په شان له ايران اوافغانستان نه ورباندې رامات دي . لږ څه ونازوي . اودژوند لومړني اسانتياوې ورته برابرې کړي . ولې چې ددې کډوالو هم هسې زړونه په پاکستان اوايران باندې ډک دى ويره ده چې خداى مکړه په کرزي صيب باندې يې تش نه کړي اودپاکستان دظلمونواودايران دظلمونوتاو دافغانستان له دولت نه ونه باسي .

نن چې دمې دمياشتې ٢٦مه ده  داماښام به دکچه ګړۍ په ډېروکورونواوپاتې جوماتونوکې  دپاکستاني بلډوزرو دکارروايۍ کيسې دخلکودژبوپه سروي . اوماشومان چې ترمشرانويوڅه زړوردي په خپلومنځوکې به دنړول شوو کورونو ، دوکانونو دوژلوشويو چرګانو ، اوژوبلو شويو خوسکيو، سېرليو ، اودماتو کټونو، دچرګانودورانومرغانچو اوله ځنځيرونونه دډارونکوسپيو کيسې اوپه کچه ګړۍ باندې دتېرشوي بل قيامت کيسې کوي چې ښځوڅومره نارې وهلې اوپه لوڅوپښو  يې منډې وهلې اوموټروته،  لاريوته به وارخطا وارخطا  ختلې چې لاريو ته دغواګانوختل ،ماشومانوته نن څومره خوند ورکړى واودپاکستاني مليشو کوتک په لاس په دوى پسې څومره منډې وهلې وې .