ستا په ژوند هغه، زما دا قبوله
ستا دې وي ستا؛ زما، زما قبوله
ستا خپله خوښه ده که ژاړې، خاندې
ما ته خندا، خپله ژړا قبوله
زه یې نسیا نه غواړم، نقد يې غواړم
که ته نسیا خوښی، نسیا قبوله
که ته جنت غواړي په بله دنیا
ستا خپله خوښه اقتضا قبوله
زما په دې دنیا جنت خوښیږي
دا دې زما وي، هغه ستا قبوله
چې هره ورځ جنت پر خلکو خرڅ شي
هیچا ته نه ده، دا سودا قبوله
زما لپاره د جنت خواست مکړه
ما ته همدا ښکلې دنیا قبوله
ته پوه شه، حورې او غلمان دې پوه شه
ما ته د خپل وطن لیلا قبوله
د جنت ټول شراب دې خپله وچښه
ما ته قطره، دلته په غلا قبوله
جنت شېدو ویالې دې ټولې ستا وي
ما ته شېدې د خپلې غوا قبوله
هلته د شاتو منګوټي تشوه
ما ته د ګوړې مربا قبوله
تین او زیتون، خرما دې ستا خوراک وي (۱)
تا ته د ټولو اشتها قبوله
وريښمین بالښت د جنت ستا تکیه شه
دلته پر کټ زما تکیا قبوله
د جنتي ونو سوړ سیوری ستا شه
زما تودوخه د دنیا قبوله
ته د خیالي جنت باغونه ستایه
زما د ملک د بڼ ښکلا قبوله
ته په جنت کې عربي غږیږه
دلته پښتو ژبه زما قبوله
ته د ثواب په نوم انسان وژی شي
ما ته ده مینه د هر چا قبوله
تا ته د بل عقیده سپکه ښکاري
ما ته د هر مذهب تقوی قبوله
که ستا د خلکو تنویر بدې راځي
زما په ټول عالم رڼا قبوله
که ستا زوړ دود، زړه دنیا خوښیږي
زما نووښت نوې دنیا قبوله
زما په کار کې به غرض نه لرې
په خپل مسلک کې دې بوختیا قبوله
ژوند به په ګډه کړو، جګړه به نکړو
زما اوستا پر دې سلا قبوله
ته پخپل لار ځه، زه په خپله لار ځم
ستا دې هغه وي، زما دا قبوله
یادونه:
(۱ ) اینځر ته، په عربې ژبه کې تین وايې.