په کابل کې د حفیظ الله امین خونړۍ واکمني وه او په ایران کې د آیت الله روح الله خمیني په مشرۍ د (لا شرقیة لا غربیة، جمهوریة اسلامیة) شعارونو د تهران په ګډون، د ایران د سترو ښارونو لارې او کوڅې په سر اخیستې وې. اسلامي نړۍ د پنځلسمې هجري قمري پیړۍ د هرکلي لپاره د جشنونو په تیاریو بوخته وه چې ناببره د مکې څخه د مهدي منتظر او کعبې د اشغال زاره چاودو خبرونو، هر کلمه ګو اریان دریان کړ. د سعودي عربستان د یو متقاعد ضابط، جهیمان العتیبي په مشرۍ دوه سوو تنو چې په تابوتونو کې یې وسلې راوړې وې،‌ د سهار له لمانځه وروسته د المسجد الحرام امام ګوښه او ټولې دروازې یې بندې کړې. په لوډسپیکرو کې د محمد القحطاني سره د مهدي په توګه، د بیعت غوښتنه وشوه او نژدې پنځوس زره حاجیان او لمونځ کونکي را حصار شول. د بیت الله کلا بندۍ او خونړۍ جګړې چې د ۱۹۷۹م کال د نومبر په شلمه پیل شوې وه، دوه اونۍ وخت ونیو او د ډسمبر په څلورمه د فرانسوي مشاورینو په مرسته پای ته ورسیده. د عربستان رسمي بیانیه د مړو شمیره درې سوه په ګوته کوي،‌ خو د الجزیرې د (ما خفی اعظم) پروګرام له مخې د قربانیانو تعداد له پنځو زرو څخه هم زیات دی چې په دوی کې یرغلګر، امنیتي ځواکونه او له دولسو هیوادونو څخه راغلي حاجیان شامل دي.
مګر له دی پيښې زر کاله وړاندی، هغه څه چې قرمطیانو د ابراهیم خلیل الله په لاس د توحید په خاطر په دی جوړې شوې کعبې کې تر سره کړيدي، جهیمان یې پارسنګی هم نه دی. کله چې امام حسین رضي الله عنه په کربلاء کې شهید شو، نو د امويانو او بیا د عباسيانو پر ضد د علوي غورځنګ په نوم یو پټ مذهبي تحریک را منځ ته شو. مازی یو شعار یې درلود؛ خلافت د امام علي او د هغه د اولادې حق او میراث دی او له دوئ سره ظلم شوېدی. دغه پټ خوځښت د ځان لپاره د (آل البیت) ناره غوره کړه او د فعالیت ساحه یې ورو ورو له بغداد څخه شام، بحرین، سلطنة عمان او یمن ته خوره شوه. د آل بیت پلویان او مدعیان په ډیره لږه موده کې په څو ډلو تقسیم شول چې غټه ډله یې د اثناعشري یا دوازده امام فرقه ده.
د دوئ له نظره، دولس امامان عبارت دي له حضرت علي، حسن او حسین رضي الله عنهم بیا په ترتیب سره امام سجاد، امام باقر، امام جعفر صادق، امام موسی کاظم، امام رضا، امام جواد، امام هادي، امام حسن عسکري او امام مهدي. اهل تشیع عقیده لري چې حضرت مهدي همدا اوس ژوندی دی او د عراق د سامراء په کوم سرداب (سمڅه) کې اوسیږي. یوه ورځ به له دغه غار څخه راووځي او په ټوله دنیا کې به د عدل او مساوات یو نړیوال حکومت جوړ کړي. د اسماعیلیه ډلې پیروان له دوازده امام فرقې سره یو ژور اختلاف لري او داسی انګیري چې د شپږم امام (جعفر صادق) ځوي، موسي کاظم اووم امام نه دی بلکې د هغه ورور (اسماعیل بن جعفر) اووم امام دی. د فاطمي دولت مشران چې نژدی دری پیړۍ یې په مصر کې واکمنی وکړه او بیا د صلیبیانو سره د همکارۍ په تور د صلاح الدین ایوبي لخوا له منځه یووړل شو، د همدې فرقې پیروان وو.
حمدان قرمطي (په عربي کې لنډي سړي ته قرمط ویل کیږي) چې اصلا د ایران د خوزستان څخه په ۲۵۸هجري قمري کې کوفې ته تللی وو، له اسماعیلي فرقې څخه خپله لاره بیله او د عباسي خلافت په ضد یې ډیر پټ او پیچلی وسله وال بغاوت پیل کړ. په فارس کې یې طرفدارانو دا پارونکی شعار پورته کړ چې امام حسین خو عربانو وژلی، باید غچ یې واخیستل شي. په بغداد کې عباسي خلیفه او وزیران یې دغه مهال د فیل په غوږ کې ویده وو. پوره پنځلس کاله وروسته پوهه شول چې قرمطيان داعیان ندي،‌ بلکې باغیان دي او ټکول یې واجب دي. اګر که اوبه یو څه له ورخه تیرې وې، خو بیا هم د حمدان ګڼ شمیر پلویان ونیول شول، مګر پخپله بحرین ته په تيښته بریالی شو. له اسماعیلیه فرقې سره د قرمطیانو توپير دا دی چې قرمطیان خپل امامان، د پیغمبرانو هم پله او یو برابر ګڼي. مشهور مورخ الطبري لیکي سره د دی چې قرمطیان حتی د علویانو او اسماعلیانو لپاره یو غټ سرخوږې وو، خو د عباسي خلافت پر ضد دوی دری واړه په یو مورچل او یوه لیکه کې ولاړ وو.
قرمطیانو په ۲۸۶هجري کې د بحرین ټوله جزیره پخپله ولکه کې راوسته او په لږه موده کې یې د نن ورځې د سعودي عربستان د القطيف‎ بیا د الأحساء سیمې ونیولې او لښکرې یې حجاز ته ورسیدې. مکې ته په لاره د بې وسلې حاجیانو هغه کاروان چې شمیر یې دوه زره اوسوه نفرو ته رسیده او نژدی پنځه سوه تنه یې میرمنې وې، ټول له تیغه تیر کړل او د عباسي خلافت بیرغ ته یې اور ولګولو. د مکې مکرمې لپاره د اسلامي‌ تاریخ تر ټولو خونړی او ویرجن موسم ۳۱۷ هجري قمري کال وو چې ابو طاهر القرمطي د زرګونو ناترسه جګړه مارو سره مکې ته داخل شو. د اسلامي نړۍ په لر او بر کې مفتیانو، فتوی صادره کړه چې هیڅ څوک به سږ کال حج ته نه ځي او را روان کال ته دی منتظر پاتې شي. د مکې خلک په عذرونو او ننواتو سره دغه وحشي قومندان ته ورغلل چې په حرم باندی له تیري څخه تیر شي او د ابرهه تاریخ تکرار نه کړي. خو قرمطي دغه جرګه ماران ووژل او د خپل سړي خور لښکر سره مسجد حرام ته ننوت.د زرګونو حاجیانو سپین احرامونه یې په وینو سره کړل او د زمزم په چینه کې یې متیازې وکړې.
کله چې د حرم دننه یو ژوندی کس هم پاتې نه شو، نو ابو طاهر القرمطي خپل ایله جاري ته امر وکړ چې د مړو انبارونه د زمزم په کوهي کې وغورځوي. د کعبې له بام څخه یې د سرو زرو میزاب (ناوه) راکوزه کړه او د کعبې پوښ یې څیرې څیرې کړي. د څو ورځو خونړي تاړاک په پای کې نوموړي حجر اسود له کعبې څخه جلا او له ځان سره بحرین ته یووړ. عباسي خلافت له خپل پیل څخه تر پایه، هیڅکله هم د دومره ذلت سره نه دی مخ شوې څومره چې د قرمطیانو په لاس سپک سپاند شو. په بغداد کې خلیفه د دوو لسیزو لپاره هر کال ۱۲۰ زره طلایي دیناره بحرین ته باج (جزیه) ولیږله او په همدې ټولې مودې کې حاجیان او عمره کونکي د حجر اسود له لیدلو او مسح کولو څخه محروم وو. البته د پنځمې هجري قمري صدۍ په ترڅ کې سلجوقیانو، قرمطیانو ته ماتې ورکړه او اسلامي نړۍ یې له شره خلاصه شوه.
دلته دوو ټکو ته اشاره بی ګټې نه ده؛ لومړی دا چې د نړۍ د یو اعشاریه اته ملیاردو مسلمانانو د ټول نفوس یواځی ۱۲ فیصده شیعه ګان او پاتی ۸۸ سلنه یې سنیان دي. دویم دا چې تاریخ ګواه دی هره بلوسه، نښته او جنګ غالب او مغلوب لري،‌ خو د مذهبي جګړو دواړه خواوې د تل لپاره مغلوبې وي او هیڅ چا تری سود نه دی وړی. د سوریې یو بلاګ ګر، نزار سعید الحلبي لیکلي ( سوریې ته له نورو ځایونو څخه راغلو مذهبي ملیشو په حلب کې هغه څه وکړل، که القرمطي ژوندی او دا کنډوالې یې لیدلې وای، نو حتما به یې له ډیره غروره ویلي وو چې افرین شه، زما غورځنګ خو اوس رنګ راوړ).
--------------------------------------
یادونه: د الجزیرې نړيوال ټلويزيوني چینل د استاذ احمد ابراهیم څیړنیزه مقاله د ( القرامطة.. يوم سرقوا الحجر الأسود واحتلوا الكعبة المشرفة) ترعنوان لاندې خپره کړېده. ما په مننې سره له دغې څیړنې څخه د الهام تر څنګه د نورو تاریخي سرچینو څخه هم اقتباس کړی او پاسنۍ مقاله مې لیکلې ده.