ارواښاد سيد شمس الدين مجروح، د کونړ د شیګل ولسوالۍ په شین کوړک کې د ساداتو د درنې کورنۍ د مشر پاچا صیب ځوئ دی. سید مجروح په ۱۲۸۹هجري لمریز (۱۳۲۹قمري) کال کې زیږیدلی او پلار یې (سید حضرت شاه) د لغمان له ولایت څخه کونړ ته راغلی او د تيرگړو په پاچا صیب باندی مشهور وو. نوموړی د هډې صیب (نجم الدین اخند زاده) د صوفي طریقت پیرو او یو زاهد انسان وو. هغه مهال چې نورستان لا کافرستان بلل کیده، د سید کورنۍ د دغې نارامې سیمې په ارامولو او دیني دعوت او تبلیغ کې عمده رول درلود. له همدی امله، امیر عبد الرحمن خان،‌ امیر حبیب الله خان، غازي امان الله خان او اعلیحضرت ظاهر شاه دغې اغیزمنې کورنۍ ته پاملرنه درلوده او په شاهي دربارونو کې دوئ ته په درنه سترګه کتل کیدل.
وزیر، سفیر او شاعر، سید شمس الدین مجروح لا پنځه کلن وو چې د خپل پلار له سیوري څخه محروم شو،‌ خو پتمنې او تعلیم یافته مور یې د هغه پالنې او تعلیم ته ځان وقف کړ. نوموړی د خپل شخصیت د ودې او فعالیت په اړه داسی لیکي (ما چې د خاورو خاشاکو د لوبو دوره طى کړه او پاڅېدم، نو جامې مې وڅنډلې او له قلم او کتاب څخه پرته بله هیڅ مشغولا می نه درلوده. زموږ د کلي شا او خوا لوړو غرونو، گڼو ځنگلونو، روانو اوبو او نورو قدرتي مظاهرو په ما کې د شعر او شاعرۍ قريحه ژوندۍ کړه). د سید شمس الدین مجروح مشر ورور، سید عبد الرزاق نومیده چۍ د شال په پاچا صیب باندی مشهور وو. شال پاچا په کونړ کې ډیر با رسوخه او منلی سړی وو؛ په هره جرګه مرکه کې به خلک دده خولې ته غوږ وو چې پاچا صیب څه وایي؟ یوه لور یې مستوره شال، د کابل راډیو مشهوره ویانده او لمسی یې، سید فضل اکبر د کونړ والي وو. د سید شمس الدین مجروح کشر ورور، سید جلال الدین نومیده چې دوه ځلې له کونړ څخه د مشرانو جرګې غړی وو.
ارواښاد مجروح په ۱۳۱۳هجري لمریز کال کې د صدراعظم محمد هاشم خان لخوا کابل ته ور وغوښتل شو او د نظربند په توګه د مشرانو جرګې انتصابي غړی شو چې هغه وخت د اعیانو مجلس بلل کیده. دری کاله وروسته د افغان ملي بانک د تفتيش رئيس، بیا د قند جوړولو د فابريکې رئیس، ورپسې د پيټرولو د شرکت مشر او د ۱۳۲۹م په پای کې د قبايلو د مستقل رئيس په توگه مقرر شو. کله چې په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د ډاکټر محمد يوسف لخوا نوی کابينه جوړه شوه، نو مجروح د عدليې وزیر او دوه کاله وروسته د صدارت مرستيال شو. له بله پلوه، ارواښاد مجروح د ډيموکراسۍ په لسيزې کې د افغانستان د اساسي قانون د جوړولو د کمېټې مشر هم وو. بیا مصر ته د افغانستان د سفير په توګه واستول شو او د خپلې ډیپلوماتیکې دندې وروسته په ۱۳۵۸لمریز کې د روسانو له يرغل سره جوخت د هېواد پرېښودو ته اړ او پېښور ته مهاجر شو. څو موده وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو د جورجیا ایالت ته کډه او د ژوند تر وروستۍ ورځې هملته پاتی شو.
که څه هم مرحوم مجروح رسمي زده کړې نه وې کړې، خو ډیر ښه استعداد یې درلوده او په پښتو، دري، عربي، انگليسي او اردو ژبو یې خبرې کولې او د نثر تر اړخه، ډیره روانه شاعرۍ یې هم کوله. دروند استاذ، ګل پاچا الفت د مرحوم مجروح د منتخبو اشعارو د ټولگې په سريزه کې داسې لیکي (د ښاغلي اديب، سيد شمس الدين مجروح له لوړې قريحې او شعري استعداد څخه ځينې داسې اشعار پيدا شوي چی که چیرې د اشعارو پېرل او پلورل رواج واى او یا د راکړې ورکړې په بازار کې د یو تن شعر د بل کېدل شوني وای، نو ما به خپل څو شعرونه، د ده په يو شعر ورکړي وو). همدارنګه، ستر ادیب او څیړونکي، عبدالروف بېنوا د مجروح په اړه داسی ليکي (ښاغلى مجروح د پراخې مطالعې له مخې په اکثرو ادبي، ټولنیزو، فلسفي او سختو مذهبي مسايلو کې د ژورې څیړنې خاوند بلل کیږي. هغه یو با وقاره او د خپلواک طبيعت څښتن دی چې د حق په ويلو کې یې د هیڅ چا پروا نه ساتي).
سید شمس الدین مجروح د افغانستان په حکومت کې، له کونړ څخه لمړنی کس و چې د وزارت مقام ته ورسید. مجروح د لسګونو تحقیقي او علمي مقالو ترڅنګه، د سر ګذشت من، پریشانه خوب، د عمر خیام د رباعیاتو پښتو ژباړه، یاد فریاد او د منتخبو اشعارو مجموعه چې د نوموړي د شعرونو ټولګه ده، لیکلي او چاپ شویدي. د کونړ دغه منلی او غښتلی شخصیت، سيد شمس الدين مجروح د ۱۳۸۱هجري لمريز کال (۲۰۰۲ د جون ۲۴مه) د جورجیا د اټلانټا په ښار کې د ۹۲ کالو په عمر وفات او جنازه یې هیواد ته واستول شوه. د نوموړي جنازه د کابل په هوايي ډګر کې د ولسمشر حامد کرزي او د دولت د عالي رتبه مامورینو لخوا استقبال شوه او بیا د هیلکوپټر له لارې کونړ ته واستول شوه. دغه ملي شخصیت د خپل ځوئ، شهید ډاکټر بهاء الدین مجروح سره د شینکوړک په سیمه کې څنګ په څنګ په خپلې پلرنۍ هدیرې کې خاورو ته وسپارل شوه.
د یادونې ده چې پوهاند ډاکټر سید بهاء الدین مجروح د افغانستان د نومیالیو پوهانو او د فلسفې او تاریخ په ډګر کې د ښه شهرت څخه برخمن وو. شهید استاذ د ۱۹۸۸م کال د فبرورۍ په میاشت کې په پيښور کې د خپل دفتر د دروازې ترڅنګه د ناپيژاندو قاتلینو لخوا ووژل شو او ځای په ځای یې خپله اروا، د ارواو خالق ته وسپارله. غواړم دلته د مرحوم سید شمس الدین مجروح له خپل کتاب (منتخب شعرونه) څخه چې د هغه لمسي او ځما محترم دوست، سید مسعود مجروح ما ته تازه ډالۍ کړیدی، څو بیتونه د بیلګې په ډول تاسې خدمت ته وړاندی کړم.
سپوږمۍ ته خطاب کوي:
دا چې ښکاري ستورو منځ کې
ګوندی دا د وینو جام دی
یا توئ شوې ملغلرې
دغه یو په کې رخام دی
یا فلک دانې شیندلې
پټ یې ایښي چیرته دام دی
بیا وایي:
د هر چا په ځان نظر وي
یو له بله بیزاري ده
پردی غم پری نیم اختر وي
دا منطق دی، هوښیاري ده؟
یو د بل په غوښو پایي
دلته ګیډه دینداري ده

روح یې ښاد، یاد یې تل تازه