څلور لسيزې رهبرانو، خلقيانو، پرچميانو، کمونستانو، طالبانو او داعش په هېواد کې د څوکۍ لپاره جګړه وکړه يوه ډله هم په دې بريالۍ نه شوه، چې په افغانستان کې د بې ځايه وژنو، چاودنو، غلا، دروغو او فحشاء مخه ونيسي، ځکه نور موږ مېرمنې خپل سياست او د افغانستان پرمختګ غواړو. دوي پرته د خپل جب له ډکولو بل څه ونه کړل په کارده، د دروغجنو ملي قهرمانانو او بېسواده مارشالانو دندې افغان مېرمنې نورې مخ په وړاندې بوزي ځکه، چې دغو د سياست ټګانو ونه شو کولای په هېواد کې يوه دايمي سوله راولي.
رهبرانو واک تر لاسه کړ، خو هغه د پاکستان د حکومت پياوړي غلامان او دال خواره ثابت شول، طالبانو هم په خپل اساسي قانون او تګلاره کې د پاکستان له وروسته پاتې مدرسو بل څه په ذهن کې نه درلودل، ټول فوکس يې په مدرسو او دورو وهلو پورې محدود وه، چې په سياست کې يوه پراخه ماتې وخوړله، هغوي خو بېخي سولې ته سوله اوس نه وايي.
نن موږ په دې خبره له سياستوالو ګيله منې او واک غواړو، چې د احمدشاه مسعود زوی هم په فرانسه کې د افغانستان د لانجې د حل په اړه خبرې کوي. په پښتو کې يو متل ده وای د سپيو له خوارۍ ګيدړ بامو ته وختل ده هم د خپل پلار هغه پکول، چې هغه به له ډېرې ناپوهۍ په خپلو اوږدو غوږو راښکته کړی وه، ده هم په سر کړی حال دا چې خلک په ټوله نړۍ کې له هغه کرکه کوي، چې هغه يو جنګسالار او پخواني ولسمشر حامد کرزي له وېرې او خپلې څوکۍ د ساتلو له امله قهرمان کړ او ټول هېوادوال يې د دې رتبې په ورکولو خفه او سترجنرال محمد قسيم فهيم ته يې د مارشالۍ رتبه ورکړه، چې د مارشال شاولي خان کورنۍ هم نارامه او خپله رتبه يې بې ارزښته وګڼله، چې موږ په څومره هلو ځلو او زحمتونو دغه مډال ترلاسه کړی و او دوي ته څومره په اسانۍ او بې سوادۍ په برخه شو.
بل د غني په اداره کې له ټولو مړ مار سرور دانش د هغه په لستوڼي کې هغه شخص دی، چې بايد د جنګسالار علي پور پوښتنه له همدغه بې دانشه وشي ځکه دا ناپوه دی، د دانش کلمه د په ځان پورې نه تړي او بل ښاغلی جمهور رئيس غني خو هغه بې لاسه سياستوال دی، چې د ده په خوله نور په افغانستان او دوحه کې څوک پياز هم نه خوري، دلته يوه ديکتاتوري او ساپېړه وارول پکار دي، چې ښاغلی غني يې واره کړي ترڅو په دې کار سره يې له مخې دوهم قهرمان او غل علي پور او نور خاينين وتښتي.
افسوس په داسې سياستوالو، چې مرګونه وکړل، ناکام سياستونه په لاره واچول، غلا يې وکړه، چې نن د ملت په زړونو کې ځای نه لري، دا فاسد دي، دا ناپوه دي، دوي عزت نه لري، دا غلامان دي، دوي ملي شتمني لوټ کړه، ښځې جنايتونه نه کوي، ښځې رحم لري، ښځې کامياب سياستونه لري، ښځې بې ځايه مرګونه نه کوي، ښځې ځانمرګي نه کوي، دا ټول کارونه په تاريخ او سياست کې بېکاره افغان مشرانو وکړل، نور موږ واک غواړو او خپل ټکري همدغو بې غيرته سياستوالو ته په سره و، چې په کور کېني.
ترکله به دوي مرګونه کوي، ترکله به د دوحې سوله ناکامه وي، ترکله به ناپوه امريکايان بې ډوله ګډېږي، ترکله به په وينو کې لمبېږو، که ظلم دی همدومره بس ده، که غلا ده همدومره بس ده، که په دورو وهل دي همدومره بس ده، چې طالبانو په خپل نظام کې وکړل، که جهاد دی همدومره بس ده، چې ومو کړ، که جهاد خرڅول غواړئ راځئ، چې موږ مېرمنې يې پيسې درکړو، هغه مو د افغانستان لپاره نه ده کړی، چې د خبرې په لومړي سر او اخر کې تاسو غله يې يادوی، دا جهاد به ټول ملت د خدای (ج) رضا لپاره کړی وي يوازې قهرمان او مارشالانو به نه وي کړی لعنت دې وي په غلو او د افغانستان په ورانکاره ډلو.