د سویس کانال ته ایرانیان کانال سوئز، په عربي کې ورته قناة السویس او په انګلیسي SuezCanal وایی . دا کانال د آسیا او افریقا ترمنځ د اوبو هغه لار ده چې د مصر په عربي جمهوریت کې د سینا صحرا په غرب او د دې هیواد په شمال ختیز کې احداث شوی او د مدیترانې بحیره یا سمندرګی له بحیره احمر یا سره سمندرګي سره وصل کوي .
د دې کانال اوږدوالی 193،30 کیلومترو ته رسیږي چې د جوړولو کار یې په 1856 کې پیل او لس کاله وخت ونیو او په 1869 کال کې سرته ورسېد. دا کانال د مصر سمندري بندر پورت سعید چې د مدیترانې سنمدرګي کې پروت دی د مصر له توفیق بندر سره چې سویز ښار پورې اړه لري او د سره سمندرګي په غاړه پروت دی ، نښلوي .
د اوبو دا لاره د هغو کښتیویا بېړیو لپاره جوړه شوېده چې د اروپا اوامریکا له لویووچو نه د آسیا جنوب شرق ، د افریقا ختیز او اوقیانوسې هېوادونو بندرونو ته تګ راتګ کوي . دوی اوس مجبور ندی چې د افریقا د لویې وچې په شاوخوا راتاوشي او یا هم د مځکې له لارې خپل مالونه انتقال کړي . په بل عبارت د سویس کانال د اروپا او آسیا ترمنځ د بېړیو د تګ راتګ تر ټولو لنډه لار ده . د نړیوال تجارت 12 سلنه له همدې لارې تر سره کیږي ، چې د ټولو ارزښت درې ميلیارده دالرو ته رسیږي . د دغه کانال تر جوړېدو مخکې سوداګریزې بېړۍ مجبوره وي چې د افریقا له لویې وچې را تاو شي او یا د مصر پورت سعید بندر کې مالونه تخلیه او د وچې له لارې ولیږدوي او بیا د نورو بېړو په وسیله په بحیره احمر کې بار کړل شي .
د مصر د کانال جوړلومفکوره له فرغون نخو سره چې د 595 او 610 مخکې له میلاد نه پدې هېواد واکمني کړې وه پیدا شوه . لکه څنګه چې د دې لارې جوړول له یوې وچې درې نه تېریدله د اوبو د نشتوالي له امله د 120 زرو کارګرانو د مرګ سبب شوه او همدارنګه د هغوی په مخکې ډبریزو او سختو غرونو موجودیت ، د کانال جوړول په هغه وخت کې ناممکن کړ. همدا راز ویل کیږي چې دهخامنشیانو پاچا داریوش هم دا لار غوښتل جوړه کړي . په یوه روایت سره چې د لسو کلونو سخت کار نه وروسته له میلاد نه 497 کاله مخکې کله چې داریوش 53 کلن وو یو کانال جوړ کړاو اروپایان یې د هند له خلکو سره معرفي کړل . نورې منابع د ایران دا ادعا نه تائیدوي . په پای کې موند فردیناند د لیسپس په 1869 کې دا خوبونه رښتیا کړل .
فردیناند دلسپس Ferdinand de Lesseps یو فرانسوی انجنیر و چې د کانال د جوړولو مفکوره اوپلان یې د مصر د هغه وخت والي سعید پاشا سره مطرح کړ او د کانال د جوړولو لپاره یې د سویس کانال شرکت جوړ کړچې د شرکت ډېره برخه په فرانسویانو او لږ برخه په مصریانوپورې اړه درلوده . مصري کارګرانو او بزګرانو په اجباري او شاقه کار سره دا کانال په 1869 کې پای ته ورساوو . د کانال له جوړولو سره سم هغه د 99 کلونو لپاره د فرانسویانو په اختیار کې ورکړل شو . د مصر دولت د بېړیو په تګ راتګ کنترول نه درلود. د کانال د پرانیستلو مراسمو ته د اتریش امپراتور فرانسوا جوزف د پروس ولیعهد او نور ډېرمېلمانه راغلي وو چې د هغه وخت په مقیاس 152 کاله مخکې یومیلیون انګلیسي پونده مصرف درلود چې دا ټول مصارف د مصر د دولت په غاړه واچول شول .
له لږ مودې وروسته د انګلستان صدراعظم دیزرائیلي په کانال کې د مصر برخه 44 سلنه سهم واخیست او نور یې له فرانسویانو سره پاته شول . مصر په حقیقت کې د دې کانال له ټولو حقوقو او امتیازاتو محروم شو. دیزرائیلي په ډېر افتخار سره ملکې ویکتوریا ته په دې کانال کې دمصر برخې اسهامو د پېرلو په هکله ګزارش ورکړ او د دې هېواد په کورنیو چارو کې مخامخ لاسوهنه شروع اوهغه يې په تدریج سره خپله مستعمره وګرځوله . په 1882 کې د مصر د جنګ وزیر عرابي پاشا د انګلیس په مقابل کې قیام وکړ خو ناکامه شو. د جنګ په پای کې انګلیسانو ټول مصر او سودان اشغال کړل چې اویا کاله یې دوام وکړ. بالاخره مصریانو یو ځل بیا قیام وکړ او د کودتا په بریالیتوب سره د مصر او انګلیسیانو ترمنځ د سویس د کانال په سر نوی قرارداد لاسلیک شو.
د جمال عبدالناصر په مشرۍ مصریانو په 1956 کال کې دا کانال ملي اعلان کړ او د انګلیستان ، فرانسې او متحدینو قواوې د تل لپاره له مصر نه ووتلې .
پورته ذکر شویو هېوادونو په 1967 او 1973 کلونو کې د اسرائیلو د حملو ملاتړ وکړ ترڅو یوځل بیا د اوبو پدې لارې خپل حاکمیت ټینګ کړي ، خو مصریانو په شهامت سره له خپل هېواد نه دفاع وکړه .
د سویز کانال بحران
کله چې د مصرواکمنانو د سویز کانال ملي اعلان کړ، د انګلستان او فرانسې هېوادونو د مصر ټول ملکیت او دارایی په خپلوهېوادونو کې بلاک کړې . سیاسي فعالیتونه کومې نتیجې ته ونه رسېدل. یادو هېوادونو خبل اتباع د 1956 کال د جنوري په پای کې له دغه هیواده خارج کړل . په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا غونډې کومې پایلې ته ونه رسیدې. د هغه وخت د شوروي مشر خروشچف د امنیت شورا ټولې پرېکړې د مصر په هکله ویتو کړې .
د 1956 کال د اکتوبر په 29 اسرائیلو د غربي هېوادونو په ملاتړ د مصر د سینا په صحرا برید پیل کړ چې د کانال تر ختیز ساحل پورې ورسیدل . په سبا یې یعنې 30 د اکتوبر انګلیستان او فرانسې د کانال د ساتنې په پلمه اعلان وکړ چې په مصر نظامي حمله کوي . د نوامبر په اوله ورځ دواړو هېوادونو په مصر هوایي حملې وکړي او سمندري قواوې یې د مصر په سواحلو کې پیاده شوې . مصریان دې پېښې ته عدوان ثلاثه یعنې د دریو هېوادونو اسرائیل ، انګلستان او فرانسې یرغل وایی . د 1956 کال د نوامبر په 4 انګلیسي قواوو ته ډېرتلفات ورسېدل .
په دې ماجرا کې د امریکا د لوري سیاسي بدلون او د خرشچف اولتیماتوم انګلستان او فرانسې ته د دې سبب شو چې د جګړې مسیر تغییر وکړي . د امریکا دولت اعلان وکړ چې که انګلستان او فرانسې جګړه بس نه کړه ، امریکا به له دې هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې تجدید نظر وکړي . د شوروي مشر خروشچف انګلستان او فرانسي ته د اتومی جګړې تهدید وکړ . د شوروي اتحاد په ابتکار د امنیت شورا قطعنامه صادره کړه چې د اسرائیلو، فرانسې او انګلستان قوا د مصر له خاورې ووځي .
پدې ورځو کې د مصر کانال د نړیوالو کشتیو پرمخ تړلی وو.
دوهم ځل د عربانواو اسرائیلوترمنځ د 1967 کال د شپږ ورځنۍ جګړې په جریان کې د جنګي وسایلو د غرقېدو له امله نوموړی کانال د یو اوږد وخت لپاره وتړل شو. مصریانو د کانال په سر یو لوی پل جوړ کړ تر څو د سینا صحرا ته خپله نظامي قوا واستوي . پدې موده کې له کانال نه ټولې خټې او غرق شوي نظامي وسایل پاک شول . د لویو هېوادونو په غوښتنه او د انور سادات په ابتکار دا کانال یو ځل بیا پرانیستل شو. تر اوسه کانال د کښتیو پرمخ خلاص وو.
دریم ځل د ایورګرین مارین Evergreen Marine په نوم یوه سوداګریزه بېړۍ چې 400 متره اوږد والی لري او مالک یې شولي کیشن کایشا یو جاپانی دی ، کشتۍ په پانامه کې ثبت شوېده ، له چین نه سوداګریز مالونه د هالند هېواد روتردام بندر ته انتقالوي د مارچ په 23 د سهار په وخت د شدید باد له امله هغه وخت چې د سره سمندرګي نه کانال ته داخله شوه ، خپل مسیر ته تغییر ورکړ او په خټو کې بنده پاته شوه . دا حادثه په تېرو 150 کلونو کې بې سابقې ده ، په بېړۍ کې 250 زره ټنه سوداګریز توکي بار دي . د کانال دواړو غاړو ته سلګونه بېړۍ د دې پېښې له امله په انتظار کې پاته دي . د یادونې وړ ده چې له دې مسیره هره ورځ 52 بېړۍ د مصرعربي جمهوریت ته د حق العبور له ورکولو وروسته تېریږي او راتېریږي . دا کانال د مصرهېواد لپاره له توریزم نه وروسته دوهمه مهمه عایداتي منبع ده ، د مثال په ډول په 2012 کال کې د 17255 کښتیو په تېرېدو سره 5 میلیارده او یو سلو نه ویشت میلیونه دالره عواید ترلاسه کړيدي .
د دې کانال اساسي اهمیت له منځني ختیز نه اروپا او امریکا ته د نورو سوداګریزو توکو تر څنګ د تېلو په انتقالولو کې دی .
د سویس دوهم کانال : د مصرعربي جمهوریت په نظر کې لري د لومړي کانال ترڅنګ دوهم کانال هم جوړ کړي . د دې هېواد ولسمشر عبدالفتاح سیسي د 2014 کال په آګست کې د کانال د جوړولو کار پرانیست چې په دې ترتیب سره به کښتۍ له دواړو خواوو تګ راتګ شروع کړي . که شرایط ورته مساعد وي په 2023 کال کې به د کانال بله برخه ګټې اخیستنې ته برابره شی . د بېړیو د تېرېدو او انتظار وخت به رالنډ شي . د دوهم کانال په جوړېدو سره به د اوبو ظرفیت دوه برابره شي. د مصر دولت په پام کې لري چې د کانال د دوهمې برخې په پیل سره به د هېواد عاید په لسو کلونو کې درې برابره شی .