بهرنی شغالان او سورنچیان تل پر دې اصرار کوی په تېره بیا ینس ش. بېرګ دوم هیتلرچې دافغانستان لانجه د ترورېزم تر نوم لاندې غوړه اوګرمه وساتی په سیمه او نړی کې دموتلفینو سلاء او مشورې روانی دی په تیره بیا د کورنیو او بهرنیو ازمایلو چې بیا آزمایل کیږی چې نورهم افغانان ولس سره لرې کړی سره ددې چې اوس د دیموکراسی لاره هم کرونا ډېره پڅه کړې ده! زموږ هېواد دبهرنی اوکورنی کړکېچ په څو بعدی اړخونو کې څو لسیزې راګیر پاتې دی دواک لېږد په زور وی او که رضا ء دغه تصمیم هم بل څوک نیسی ځکه په:
سیاسی ٬نظامی٬اقتصادی٬دینی او فرهنګی٬اوهمدارنګه په ټولنیزه توګه لوبه نورماهر لوبغاړی لری.
اما د سولې د فرهنګ په برخه کې زموږ ولس په خواږه خوب ویده دی موږ یوازې سوله غواړو خوپه وچ سیاست کې بیاحتی دتویتر ،فسبوک یوتیوب په سویه یواوبل تحمل کولی نشو کله چې ملت مری چا سره یې دمړینې غم نشته هر څوک دمقام او څوکۍ په سوچ کې دی همدا واک دی چې بهرنی مو را میلمانه کړی او د ملت په زعامت مودرولی دی سلاوې،مهمات، پیسې ،باروت او منفجر مواد راکوی او خپل افغانان ور باندې وژنو . دکومو اصلاحاتو او پرمختګونو به خاطر.کومې پوهې اوکمال څخه خبرې کوو دلته خو بې شمیره ستونزې د بین الافغانی تر عنوان لاندې لیست کې پرتې دی . هوایی او هوسی دبیان دآزادی په نوم شعارونه په بل لوری درومی او اخلاقی مطبوعات دسرچوک له اوازو هم بدتر دی .دملی ثبات او درایت خړپړتیا دافغانانو په هویت کې له فرهنګه د وتلو په حال کې دی اوملی مسایلو ته هېڅ ګډ احترام نه شته نه پوهیږم موږ بهرنی سیاست لرو کورنی خو یک کشمش و چهل قلندرنارې وهی او که هسې د لومړیتوب ګواښ دی؟موږ ته په کار دی چې یو موټی شو یووالی او اخوت وساتو نه مجرد واک! داکار په هره برخه کې زموږ په ګته دی کله چې سیاستولی کوو دسیاست په ابعادو یواوبل ته غوږ نیول اړین دی سره ددې چې په نظر کې سره مخالفت شتون ولری. یو چا وویل چې دایتالیا مشهور منجم ګالیله د وحدت لپاره څو مره له اسلام وروسته ۱۶۴۵م په لکونو پیسې مصرف کړې او یو رصدګاه یې جوړه کړه اوڅلوېښت کاله یې پخوانی نظریات مطالعه کړل بیا یې اعلان وکړ چې ځمکه حرکت کوی حال داچې د ځمکې وضعی حرکت او د نظام شمس په برخه کې موږروښانه معلومات قرآن کریم کې به کلونو وړاندې واضح او څرګند درلود چې حتی ګالیله هم له هغو ګټه ور څخه اخیستې ده لکه ډنګردېپلومات مهاتما ګاندی چې د خان غفار خان له عدم تشدد او اسلامی اصولو څخه دهند په وچه کې د خپلواکی ګټه په دېپلوماتیکه توګه تر لاسه کړله او انګرېزان یې هم ستایی فلم یې هم ور باندې جوړکړی . خو وایی ګالیله هسې برناحقه دومره زحمت پر ځان تیرکړدشرابو دوه جامه به یې څکلی ول ټول کاينات به یې په نظر کې په حرکت راغلی ول . موږ ته دیوې مضبوطې متحدې دېپلو ماتیکې په رڼا کې د سیاست غښتلی بهیر په کار دی که دوحې ته ځو او که مسکو ته . استانبول ته ځو او که کوم بل ځای ته. ولې ریشخند ،کاپی شوې بر نامی او ډرنامې دطلوع تلوېژن په آماتوری خپرونو کې صنعی لوبې دی چې زمونږ فرهنګ وژنې ته یی ملا راتړلی ده . زما هدف په لیکنه کې په اټکل نه دی دسمت،وچ سیاست اوژبنې توپیر،سیاسی اختلاف، ډلې اوټپلې خبره نه ده او نه کومه کمزورې شخصی انګېزه او کرکه ده چې نیمه ورځ ځان ته اونیمه ورځ دارګ په کنج کې ټول افغانستان ته په ګواښ کې یم. کوم خبر چې له یوه منبع رابرسیره کیږی یاراوځی نو بیا دغه خبرد یوه ولس ملکیت ګرځی هر څوک حق لری چې دخپل ملکیت په هویت ،فرهنګ او خاوری څخه کلکه په نره دفاع وکړی که په دقیقه توګه موږ او تاسې وګورو په افغانستان کې کوم کارونه لومړیتوب یا اولویت لری چې دپیمان ناتو پرېکړو ته راشو ،دافغان حکومت دوژنو احصایی ته راشو که په څلور ویشت ساعته کې ۱۸۳ کسان حساب کړو او بیایې په۲۰ کلونو کې محاسبه کړودافغانستان نفوس له ترهګروسره پای ته رسیږی نوبیانه ددفاع وزارت نه دغو لافو ته اړه شته او نه دناتو مزدورانو ضرورت پیداکیږی او نه منتو ته چې وځو نه وځو خو دتاریخ جبر مو په نېغه باسی !! راځی چې ټول په انصاف بې له شخصی او فردی اړیکو ،دعدالت او مساوات به رناکې بې له ریاء او واسطی، بې له فساد او مافیایې بلکې دپوهې دمعیار په کچه ، دپاکی او اخلاص او عاری له هرډول په وینو ککړو لاسونوڅخه، دفی سبیل الله په لاره کې ودرېږو کورنی او بهرنی مزدوری او غلامی پرېږدو. موږ لا یو کثیرالملیته مظلوم ملت اودفقر له کچې ټيټ ژوند کې یو ، دازمزمې له موږ سره ښې نه برېښی لکه آبرستارء افغان یوه کاپی شوی پروګرام دی دبل چاپېښې هغه هم «رپ» دی کوم عمرانی بنسټ نه لری که څه هم ځوان فهیم فنا په قوالی غږ کې دتصوف معتبر اشعار په افغانی سبک دموسیقی په هنرکې ډیر ښه منعکس کاوه خو دلته داړیکو،زوړفرهنګ مربی داری مربار بخور ! کثافت شته او دغې کثافتې دسفیرې لقب هم ګټلی دښځو د حقوقو په نوم دلته او هلته چیغې هم وهی ایا د یوه کثافت چاره کول په کار دی او که نورهم پړسول؟ دا یوه بیلګه ده بل د طلوع کانال عمدا داملت بې فرهنګه کوی دبېلګې په ډول د مینانو د فوقانو یا د بهرنی فرهنګ پېښې! تاسې د ابر ستاره قاضی یعنی آریا نا سعید دسلیکان بوجۍ شخصیت ،پوهه او ذکاوت،مسلکیتوب او اخلاقوته منصفانه پاملرنه وکړۍ ، چې رښتیا! آریاناسعید دهنر او فرهنګی سیالی په ما نا او مفهوم پوهیږی او ددې شخصیت دومره وړ تیالری چې د بدماشانو شرابیانو لپاره دتول ملت په وړاندې دهنر قاضی شی؟وایی چې «هنرزګوهربهتر آمد پدید!»
غټ نوم، واړه خلک نه غټوی بلکې په خپله وړوکی کیږی
دلیوه تر ټولو غټه هیله داده چې دمېږو شپون شی
موږ پو هېږو چې دآتولې نیمګړتیاوې دیوې دوه لسیزو کار نه دی ډېرې قربانۍ او سرښندنې غواړی.ټول افغانان ماهر سیاستوال دی او په هره برخه کې بپشبړدریځ لری زه فکر کوم چې سوله اواتحاد ،عفوه او بښل لوی صفت او انسانی کمال دی.تیره په هېر داوس غم وخوړل شی. که موږ متحد نه شو بهرنی موږنشی یوځای کولی او نه مو خپل کیدای شی .