له دی وطنه له دغه ښاره که سړی تښتی چیرې به تښتی؟
که پاتی کېږې نو بیا هم چیرې؟ په کومه هیله، د چا له پاره؟
نه په ثواب کي نه په ګناه کی نه په ژړا کي نه په خندا کي
نه په نفرت کی نه محبت کی، نه په مسجد کی نه په خپل کور
امن موندی شی، ارام کوي شی نه چېرته تلای شی نه تم کیداي شی
نو دا جنت کور، دا ښکلی مینه، دا د مستیو دا د ځوانیو د ګل باغچه مو
ولی سور اور کړه؟ ولی دوزخ کړه؟ چي تاسې ورشې او جنت یان شۍ
په حورو سر شی، خپله غیلمان شی، ښه شرابيان شی بېرته ځوانان شی
دا غیلمان وژني، دا حورې وژني چي نور پیدا کړي
چه زور پیدا کړی چه شور پیدا کړی
د بل ژړا کی د بل غوغا کی د بل په مرګ کي
ستاسې سکون دی ستاسې ژوندون دی
ستاسې بقا ده او ابدیت ځوانی خندا ده او عافیت دی
خو ګوره یاره موږ انسانان یو د انس معنا ده الفت او مینه
چی بل ځورېږي او بل ژړېږي او ته خندان یی بیا هم انسان یی؟
نو دغه لاره او دغه فکر دا عقیده ده او که عقده ده
دا سړی بیایی و ترکستان ته و جهنم ته د اور میدان ته
لکه بل کړی دی دلته اور دی دا اور به رسی و هغه اور ته
څه بد سیزل کړی چي اور او اور شی
او پښیماني هم هلته پېغور شی.
نو فکر وکړه اوس لا فرصت دی همدا جنت دی
همدا خواني همدا هستي ده دا زنده ګی ده
پیمان