آیا ښځه رښتیا هم یواځی د کور او ګور لپاره پیدا ده؟ آیا نر پوره انسان دی او ښځه په خلقت کې نیمګړې او په ذهنیت کې له سړي څخه کمه دی؟ آیا قرانکریم نر ته په یوه لهجه او ښځې ته په بل ډول خطاب کوي؟ آیا ښځه د نر په شان، سیاسي شعور او درایت نه لري؟ آیا د حضرت پیغمبر (ص) میرمنې د هغه مشاورې او د اسلامي امت معلمانې نه وې؟ حقیقت خو دا دی چې قرانکریم د دی ټولو پوښتنو ځواب د بقرې په سورت کې ورکړی او جالبه دا ده چې په ځینو صحیحو حدیثونو کې د ښځې مقام او حیثیت، له سړي څخه لوړ او غوره بلل شویدی.
لمړنی نر انسان، آدم (ع) له کړنګیدلې خټې او کودي څخه پیدا شوی مګر اولنۍ ښځه (حواء) د هماغه له پښتۍ څخه پیدا ده. دوئ ته د ستر خالق لمړنۍ بلنه او امر، د برابرۍ په لهجه وو ( اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ - ته او ښځه دی دلته په جنت کې و اوسئ) د نهې کلمه هم دواړو ته په مساوي ډول وه ( وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ الشَّجَرَةَ - تاسو دواړه دی بوټي ته مه نژدې کیږئ) او بیا چې دواړو خبره ونه منله، نو له جنت څخه د وتلو او مځکې ته د کوزیدولو امر یواځې ښځې ته نه وو، بلکې دواړو ته وو ( وَقُلْنَا اهْبِطُواْ- نو موږ ورته وویل چې دواړه ښکته شئ) او په بل ځای کې ورته په یو رنګ اخطار او خبرداری ورکوي (پام کوئ چې ابلیس ستاسو دواړو ګډ دښمن دی) نو دلته څرګنديږي چې ښځه انسان دی، برابر انسان او پوره انسان. هغه له نر سره په عقیدې،‌ عمل، دندې، شعور، ثواب او ګناه کې یو برابره ده.
په قرانکریم کې د الرجال (سړي) په نوم سورت نشته، خو په پنځمې سیپارې کې د النساء (میرمنې) په نوم سورت راغلی دی. د حضرت مریم پاک لمنۍ او مورولۍ ته د درناوي له امله، په قران شریف کې یو سورت د هغې په نوم، نومول شویدي. د النمل په سورت کې د حضرت سلیمان د میرمنې، بلقیس چې د یمن پاچۍ (ملکه) وه،‌ په تفصیل سره د هغې د سیاسي پوهې، واکمنۍ او عسکري قیادت یادونه شوېده. د الله تعالی په سپیڅلي کتاب کې د فرعون د ایماندارې میرمنې (آسیه) د ژورې پوهې او فرعون ته په سیند کې د نیول شوي ماشوم (حضرت موسی) د ژوندي ساتلو او نه وژلو مشوره ذکر شویده چې د هغې د ‌ذکاوت بیلګه ده.
زه (ملکزی) شرعي عالم نه یم، بلکې په یو عربي هیواد کې مې د تاریخ او ژورنالیزم فاکولته لوستي او مازې له عربي ژبې سره اشنا یم. څرنګه چې د شرعي احکامو بیانول او فتوی صادرول د دین د قدرمنو عالمانو او مفتیانو ځانګړتیا ده، نو زه دلته د څو تاریخي پیښو په یادونې بسیا کوم. د پیغمبر صیب، مشره میرمن، حضرت خدیجه تاجره وه، کشره میرمن، حضرت عائشه یوه تکړه معلمه او د دوه زرو صحیحو احادیثو حافظه وه او منځنۍ میرمن، ام سلمة یوه هوښیاره مشاوره وه.
د هجرت په شپږم کال د حدیبیې د صلحې / سولې په مهال د قریشو استازو پیغمبر (ص) ته د مکې د ننوتلو اجازه ورنکړه. د عمرې د اداء کولو په نیت یې له خپلو اصحابو څخه وغوښتل چې همدلته مالونه حلال او د سر ویښتان کم کړي. ګڼ شمیر صحابه په غوسه او حاضر نه شول چې سمدستي د رسول الله خبره ومني، نو حضرت پیغمبر خپه او ستومانه خپلې کیږدۍ ته ننوت. میرمن ېې (أم سلمة) مشوره ورکړه چې یا رسول الله تاسې د خیمې د باندې خپل ویښتان کم او مال قرباني کړه بیا وګوره چه څه کیږي؟ د یوې ښځې د ګټورې مشورې له برکته، ستونزه حل شوه او ټولو اصحابو په بیړې او پښيمانۍ سره د هغه په پل، پل کیښود او د سر ویښتان یې وخرییل.
د ځواکمن عباسي خلیفه، هارون الرشید میرمن او د حضرت پیغمبر د کاکا کړوسۍ، زبیده بنت جعفر د هغې سترې ویالې مهندسه وه چې په خپل شخصي لګښت یې عرفات او مکې ته د روانو اوبو ویاله تیره او د حاجیانو ستونزه حل شوه. په ۱۲۳۴میلادي کال کې د سلطان شهاب الدین غوري د یو باوري قومندان او ملګري (التمش) لور، رضیه سلطانه لمړنۍ مسلمانه او په هډ پښتنه ښځه وه چې په ډهلي او د هندوستان په زیاترو سیمو یې څلور کاله پاچاهي وکړه. په ترکیه کې تانسو چیلر،‌ په پاکستان کې بی نظیر بوټو، په بنګله دیش کې خالده ضیاء او شیخه حسینه واجد او د سنګاپور اوسنۍ ولسمشره، حلیمه یعقوب هغه بیلګې دي چې په اسلامي نړۍ کې د میرمنو سیاسي وړتیا او ظرفیت په ګوته کوي. په هندوستان کې د دیوبند مشهورې اسلامي مدرسې په ټولټاکنو کې د اندرا ګاندي ملاتړ وکړ او په پاکستان کې ځینو سني اسلامي ګوندونو د پوځي دیکتاتور مارشال ایوب خان په خلاف، د فاطمه جناح په څنګ کې ودریدل چې یوه شیعه وه.
د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو شمیر ۱۹۵ ته رسي چې د ۱۹هیوادونو موجوده مشرانې یې ښځې دي. د پیرنګیانو ملکه (الیزابت) چې د کامنولت د هیوادونو مشره هم ده، د نړۍ تر ټولو ځواکمنه میرمن ګڼل کیږي. له امریکا، چین او جاپان وروسته، جرمني څلورم نړیوال اقتصادي ځواک دی چې ۷۲ کلنه ښځه، انګیلا مارکل یې له تیرو شپاړلسو کالو راهیسی مشري په غاړه لري. د هوساینې، خوشحالۍ او ښه ژوند د نړیوالو لسو معیارونو له مخې، فنلنډ د نړۍ نیکمرغه هیواد دی چې صدراعظمه یې یوه پنځه دیرش کلنه ځوانه ده او (سنا مارین) نومیږي. د ټولې نړۍ په کچه، د کورونا د وژونکي وایرس سره تر ټولو بریالۍ مبارزه د نیوزیلنډ ځوانې صدراعظمې (جاسندا آرډرن) وکړه چې هغه هم ۳۹ کلنه ده او لا واده نلري. د یادونې وړ ده چې نوموړې دوه کاله وړاندی، په دوو جوماتونو کې د یو پنځوس تنو شهیدانو قاتل، سپین پوستې ترهګر وبللو او له مسلمانانو سره یې بې دریغه خواخوږي او همکاري وکړه.
د پورتنۍ لنډې تاریخي څیړنې په پایلې کې ویلای شو چې ښځه عورت نه دی کوم چې د شرم ځای ته ویل کیږي،‌ بلکې هغه د کرامت،‌ شخصیت او عزت څښتنه ده. ښځه ښکلا او موسکا ده،‌ خو حوره نه ده چې یواځې د میړه د جنسي خواهشاتو وسیله وګڼل شي. دین او قانون دواړه هغې ته حق ورکوي چې د خپل ګډ ژوند پریکړه پخپله وکړي.‌ پلار او ورور نه شي کولای چې خپله لور او خور د هغې له موافقې پرته چا ته په زور نکاح کړي یا یې په بدو کې ورکړي. جنت د پلار په ځای، د میندو د قدمونو لاندی دې. سړي نه شي کولای چې وریښمین لباس واغوندي او سره زر استعمال کړي، مګر د میرمنو لپاره حلال دي ځکه چې ښځه د عاطفې سرچینه او د سکون او رغون څلی دی.
که څوک غواړي چې د جنډه جنډه بریتونو د یو ډاکټر په ځای، د خپلې ځوانې میرمنې، لور او ننګور درملنه په یوې ښځینه ډاکټرې وکړي، نو خپلو لوڼو او خویندو ته دی اجازه ورکړي چې تعلیم وکړي. ماهرې ښځینه طبیبانې به د انسانانو ژوند او وینې خوندي کړي او تکړه ښځینه ښوونکې به یو با احساسه نسل وروزي چې افغانستان ښیرازه او د سیالانو سیال کړي.