ليکوال و فرهنګپال زموږ د هېواد هغه هستۍ دي چې ددې هېواد د ټولو ناخوالو پر وړاندې لکه سپر داسې هر وخت درېدلي او د هېواد و هېوادوالو دفاع يې خپل مسووليت منلی...
د نورې نړۍ د هېوادونو دغه مدافعين پخپلو هېوادونو کې له هر پلوه تر ټولو غوره زندهګي لري، هم په سياسي لحاظ، هم په معنوي لحاظ او هم په مادي لحاظ. زموږ د هېواد تر ټولو ستره بدبختي دا ده چې د واک پر ګدۍ او مسند ناست واکمن ددې قشر هېڅ په کيسه کې نه دي.
دوی ته تر ټولو نژدې او غوره خلک يوازې د دوی چاپلوسان غوړه مالان اقا بلی ګان او تش په نامه فرهنګيان دي.
نن به د دریو مستحقو ليکوالو او فرهنګپالو حال در سره شریک کړم.
۱- شهرت ننګيال:
د افغانستان د ادب، ليکلو او خپرولو په نړۍ کې یو ځلاند او وتلی نوم!
خو دا ځلاند سړی چې څومره پخپلو کتابونو، ليکنو او نوښتونو کې ځلېدلی، د سرکار ړندې سترګې يې رڼا و ځلا لا نده ليدلې، کڼو غوږونو يې لا دده رسا ليکنی غږ ندی اورېدلی...
د جرګو او مرکو ددې سړي ځای په دې دومره نظام کې پيدا نشو!
ځینو چارواکیو ته مې څو ځله ور یاده کړه چې دا سړی د سولې په برخه کې ډیر ستر رول لوبولی شي خو چاته وایې؟
هېڅوک يې له ارزښت خبر نشول!
هېچا يې پوښتنه ونکړه!
سرکار ته نژدې پنډهتانو يې د سرکار په کاڼه غوږ کې د ارزښت حال ور ونه څڅاوه...
ننګيال هغه وړ سړی دی چې د سولې، پخلاينې، سمسکي په ټولو برخو کې د سرکار لپاره د سرو زرو مرغۍ ده، خو:
په لکونو په کروړونو دې بها ده
د يوسف غوندې په سهل فروخته شوې
«خان عليين مکان»
۲- محمد طاهر کاڼی:
دا قيمتي لال لکه خپل تخلص داسې کلک او پولادي سړی دی.
تر دې دمه يې تر څلېريشتو زيات کتابونه خپاره او ليکلي دي...
له روسي ژبې يې د افغان تاريخ په برخه کې زښته ډېر تاریخي لاسوندونه را ژباړلي او خپاره کړي دي.
د افغان نومورکي واکمن (ازاد خان افغان) په اړه يې يو څېړنيز اثار خپور کړی دی. هغه افغان واکمن چې پر ايران، آذربايجان او څو نورو هېوادونو يې واکمني کړې ده.
ګڼ تخنيکي- تاریخي، څېړنيز کتابونه يې له روسي ژبې پښتو ته را ژباړلي دي.
له روسي ژبې څخه پښتو ته د کتابونو بهترين او بې جوړې ژباړونکی دی...
د افغان- انګليس دوېمې جګړې په اړه يې يو ستر کتاب را ژباړلی دی چې داسې يوه انګليس ليکوال ليکلی چې پخپله د جګړې په ډګر کې و او تازه په تازه يې د جګړې جريان لیکه او د جګړې له پای ته رسېدلو سره جوخت يې چاپ کړی دی...
زما دا وړه لیکنه د ښاغلي کاڼي له ستاينو عاجزه ګڼم...
دا دومره ستر او وړ ليکوال و ژباړن نن- سبا د ملي راډيو- ټلوېزيون د آرشيف په يوه برخه کې مازې په ۱۱۰۰۰ ؋ اجير دی او وخت يې په ډېره بېرحمۍ ور ضايع کېږي.
چې د مرد د نامرد شناخت ورڅخه نه وي
بد صاحب سره دې هېڅوک نوکر نشي
«خان عليين مکان»
په کار ده زموږ سرکار دغسې سترو سټو ته په يوه ډېر مناسب ځای کې دنده ورکړي د دوی له انرژي باید وړ ګټه واخستل شي.
دې کار سره به هم وطن ته کار شوی وي او هم به يو وړ سړی په وړ دنده ګومارل شوی وي...
۳- مصطفی عمرزی:
دا هغه سړی دی چې تر دې دمه يې د 70 په شاوخوا کې آثار ليکلي، ژباړلي او چاپ کړي دي.
د لیکلو په برخه کې دومره ډېره انرژي لري چې په ساعتونو ساعتونو د کمپيوټر له مخې نه پورته کېږي.
دا ځوان د څېړنې له عصري ميتودونو سره بلد او د ژباړې ژبه يې زښته ډېره آهنګينه، رنګینه او روانه ده...
دا وړ سړی هم لګيا دی خاورې کېږي، له دې وطنه يې زړه تورېږي، ددې وطن له بده حاله ډېر لرې، بېخي يوازې په يوه کوټه کې ځانته اوسېږي...
او په دې وطن کې له خپله ځانه پرته بل هېڅوک نه لري...
ته جوهر د لويۍ نه لرې خوشاله
د کم شناختو په بازار هسې ارزان يې
«خان عليين مکان»
له ښاغلي عمرزي سره ډېرو د دندې، کار او دده له انرژي د ګټنې ژمنې کړې، خو يو هم لا پخپله ژمنه ندی درېدلی... خیر تو او خیر ما کیسه ده.
عمرزی هغه افغان فرهنګپال دی چې ددې وطن، ددې ژبې او ددې ولس پر سر يې د ډېرو دښمني په غاړه اخيستې او د تهمت زنځيرونه په غاړه ګرځوي...
خو نه يې سرکار پوښتنه وکړه او نه له سرکار سره تړليو پنډهتانو!
زما دا يادونه هسې بابېزه مه ګڼئ، دا درې هغه هستۍ دي چې ددې لړزېدونکي نظام د پايښت و جوړښت لپاره کلکې او ځواکمنې ستنې ترې جوړېدای شي...
خو افسوس چې د اورېدو غوږونه او د ليدلو سترګې نشته.
ګوش کر بِفروش، ګوش خر بِخر
ګوش خر بهتر ز ګوشِ کر بود
يوه مشر لیکوال خبره راته کوله چې زموږ د ګاونډي هېواد د نظام د ټينګښت و پايښت لپاره يوازې درې مشهورو ليکوالو جعليات جوړ کړل –يوازې د خپل وطن د نظام د ټينګ او پايښت لپاره يې دا کار وکړ- چې هېچا پرې ملامت نکړل، بلکې اوس يې هم ستايي...
خو دلته هېڅوک پيدا نشول چې د نظام د رښتيني ټينګښت لپاره له دغسې يادو هستيو ګټنه واخلي.
اصلاً ستونزه دا ده چې سرکار ته ور نژدې تش په نامه فرهنګيان، اديبان او فرهنګپال په نظام کې د دوی له شتونه ډارېږي...
دوی فکر کوي چې که دوی مو پخپلو مناسبو ځايونو کې پر دندو وګومارل، موږ به بيا څه خورو..؟!!!
خاورې وخوره! خو د چا وړ انسان حق مه خوره!!
يو بل د ډېرې انرژۍ څښتن، مبتکر او پوه ځوان (ښاغلی مومند محمدي اڅړ) هم ددغو پورته دريو هستیو په کتار کې ګڼم، چې بل وخت به پرې بشپړه ليکنه کوم...
دا ځوان هم د سرکار د چاپلوسانو او درواغجنو پیغمبرانو په ذهن د ویرې زلزله خپره کړې ده، داسې ګڼي چې ګنې په دې نامه څوک نشته نه یې ويني، دا بیچاره هم د پورته یادو کسانو په شان د کابل جان په سرکونو کې دندې پسې ستړی ستومانه ګرځي را ګرځي د ټول علم او وړتیا سره سره تر اوسه په هېڅ مناسب ځای کې دنده ورته پیدا نشوه. وما علينا الاالبلاغ!