مرحبا هوټل - دلربا رسټورانټ
نجيب عامر
دکوچي بازار ديوې تنګې محلې نه دپنځو شهيدو افغانانو جنازې تېر ماښام ووتلې .څومره خفه کونکى منظر و.دغه ازبک کورنۍ خو بيخي دخاورو سره خاورې شوه .ددوى خو يوازې مېرمنې پاتې شوې چې په جنازه يې وژاړي .ددوى جنازو ته داوږې ورکولو لپاره ددوى د کورنۍ يو غړى هم سلامت نه و پاتې .دغه ازبک افغانان په پېښور کې د تېرو شلو کلونو راهيسې مېشته ول او ټوله هستي يې هم دومره وه چې ليډي ريډنګ روغتون ته مخامخ دناز سينما او مابت خان جومات په ګاونډ کې يې مرحبا هوټل او دلربا رستورانت جوړ کړى و .سپين ږيرى صدرالدين ،ورور يې قيام الدين ،دوه زامن يې عين الدين او ضيا الدين اولمسى يې نظام الدين .......له يوې مخې دين داره کورنۍ او هر يو يې داسلام ددين نوم اخيستونکى ،خويوځل بيا د باروتو دپوقاڼو دچاودېدو له امله دمرګ خوراک شول .
الله ! څنګه زړه بوګنونکى منظر و،انساني بصيرت دکتلو تاب نه لرلو ،انسانيت وينې وينې او په ژړا و او ښايي په دې هرڅه به شيطاني قوتونه د خوشالۍ نه په نڅا وو.دا ازبک مهاجر داچې څوک يې نه ونو دايې مناسبه وګڼله چې خپل مړي په هماغه ماښام خاورو ته وسپاري ځکه چې اوس دخلکو جذبات تاوده دي او هر سړى کومک کوي خو کېدى شي سبا ددوى د پوښتنې څوک نه وي .
دسه شنبې په ورځ سرتېره بريدکونکي په مرحبا هوټل کې ځان والوزولواودعين الدين په شان يې دېرش نور له منځه وېوړل او هم دومره نور يې ويني ويني کړل .
پوليس وايي دوه پښې اويوسر موندل شوى چې پرې ليکل شوي ((دامريکا)) دجاسوسانو به هم دا انجام وي .چاچې دچاودنې نه مخکې منظر کتلى هغوى وايي چې يوسپين ږيرى چې کړه وړه يې مشکوک معلومېدل هوټل ته ننوت اوغوښتل يې چې دننه لاړشي .دهوټل مالک ورته وويل چې هم دلته په دروازه کې کېنه ډوډۍ به درکړو خو نابللي مېلمه بله تحفه له ځانه سره راوړې وه .په هم دې وخت کې يې ځان والوزولو اودغه لويه فاجعه يې رامنځ ته کړه .
په پاکستان کې په روان کال کې دا لسم ځان مرګى بريد دى چې په ترڅ کې يې بېګنا اولسي خلک وژل کيږي .په دې پېښه کې دوه نوې خبرې مخې ته راغلي يوه داچې سړى سپين ږيرى دى چې دا يوه نوې خبره ده پخوانيو ځان مرګو بريدونو کې به د اولسو او پنځه ويشتو کلونو په عمر کې ځوانان خو ورته نه شم ويلى ناځوانو برخه اخيسته خو اوس يوسپين ږيري خپله اخره خاتمه خرابه کړله .که دى فکر کوي چې دا يې لويه توره وکړه او جنت ته به لاړشي نو اول خو جنت داسې داملوکو په تول کې چاته نه ملاويږي اوکه بيا ملاو هم شي نو څه به هغه جنت وي چې د يو دوزخي فعل په ترسره کولو يې يو څوک لاس ته راوړي .که دغه بريد کونکى جنت ته ځي نو په دغه پېښه کې بې ګنا وژل شوي کسان به چېرته ځي ؟او دويمه خپره داچې دپاکستان په قپايلي سيمو کې دوژل شو افغانانو په څېر دلته دځان مرګي بريدکونکي په بدن پورې تړلى کاغذ موندل شوى دى .
عين الدين خو ماپخپله پېژندلوڅومره ګلالى زلمى و،مرحبا هوټل کې يې څومره مېلمستياوې مونږ ته راکړي څومره ښه ډوډۍ وه ددې هوټل ؟ ښايي د پېښور خلک به ټول عمر ددې هوټل دخوندورو خوراکونو ذايقه په ياد ولري .عين الدين دافغان کډوالو په منځ کې يو پېژندل شوى ځوان و ځکه چې دکډوالو د مشرانو په ډله کې يې د ازبکو افغانانو مشري هم په غاړه لرله .
خو اوس لاړ بې چاره د تورو خاورو مسافر شو اوس به دهغه هوټل بند وي او دافغان کډوالو د مشرانو په منځ کې به د هغه چوکۍ تشه وي .
چې لوند دخپلو اوښکو په شبنم و يو سړى
والله چې د ګلابه سره سم و يوسړى
زيات شوى و يو ستورى په لمن کې داسمان
په کومه شپه چې زمکه باندې کم و يو سړى