جادوګردښمن
وږمه سباعامر
خاموشه خاموشي وي دهرانسان په شونډوخامخايوه وړه موسکا خوره وي هرڅه عادي ښکاري هرڅوک ديوې مړۍروزي دګټلوکه هغه حلال وي اوياحرام له خپله کوره راوتلى وي ژوند هماغسې په منډه روان دى اوانسانانوهم خپلې پښې ورسره ګړندۍ کړي دي .
خودارمان ځاى دى چې لاسترګې نه وي رپېدلې چې ديوه درزسره په سلګونوبې ګناه انسانان ووژل شي . ددې ډول ځان وژونکوحملولړۍ په دې وروستيوکې په صوبه سرحدکې ورځ په ورځ زياتيږي خودصوبايي حکومت چارواکي بياهم دعوه لري چې په صوبه کې امنيت ټينګ دى .که دامنيت دټينګښت خبره راواخلوچې په اونۍ کې يوه ځان وژونکې چادونه کې ترشلوزيات کسان مړشي نوپه مياشت کې به خبره څووته ورسيږي . که داسلسله اوږده شوه نولرې به نه وي چې ددوه زره اوم کال ترختمېدومخکې به صوبه له خلکونه تشه اودجادوګرودښمنانوته پاتې وي .
په دې نامعلومې جګړې کې چې نه يې لورى معلوم دى اونه تګ لاره نه سپاهي په کې ښکاري اونه سالار. داپوښتنه راولاړيږي چې څوک څوک وژني ؟ دڅه لپاره يې وژني ؟ ولې ئې وژني ؟ ددې پښتنوځواب ورکونکى هم هماغه بي ايمانه دى چې دځواب له لپاره يې خوله هم نه جوړيږي .
دچارصدې له پېښې لا شپې نه وې اوښتي چې په خيبربازارکې دافغانانوپه نامتو هوټل مرحبا چې په ښه قابلي پلوورکولوکې په صوبه کې وتلى و، يوه زوروره چاودنه وه شوه چې پکې ترپېنځويشتوزيات کسان مړه اوګن شمېر پکې ژوبل شول چې دپېښې نه لاڅوشېبې تېرې نه وې چې په ټولو تلويزوني چينلونوکې راغلل ((چې وژل شوکسانوخپلوانو سره به د
يويولک کلدارو اودټپيانوسره به پنځوس پنځوس زره مرسته وشي ))داسې ښکاري چې حکومت هم ښه هوښياردى .
په دې ډول خواراولس خوشحاله کول غواړي .داوعده ورکول خونشته چې اولس مطمين شي چې راتلونکي کې به داسې واقعه نه تکراريږي په پوره کوښښ سره به دداسې پېښو مخه نيسو .
په دې هوټل کې دافغانانوترڅنګ پاکستانيانوهم کله چې به دقابلي پلاوهوس په زړه کې ورپيداشونودې هوټل ته به ورغلل اوخپل ارمان به يې پوره کړ خواوس هغه دپېښوريانو دهوس اوارمان ځاى هم جادوګر دښمن په جادوګرۍ سره له منځه يووړ.
پېښه چې غرمې مهال چې دمېلمنوګڼه ګوڼه زياته ليدل کيږي ترسره شوه وروسته دصوبې ناظم غلام علي دداسې پېښورامنځته کيدل په صوبه کې دپوليسو دکموالي وجه وښوده . ښه که پوليس ډېرشي نوڅه به وشي ايا دپوليسوپه زياتيدو دداسې جادوګرو مخه نيول کيداى شي هغه دومره پټ وي که پوليس خواره کى يې ترڅنګ ولاړهم وي ګمان نشي چې ژوندى يې ونيسي بيا دصوبې وزير اعلى اکرم دراني دخيبر تلويزوني چينل سره رازياته کړه (( که اوس امنيت لږڅه داسې شوى نوداتېر څلورکاله مخکې خوښه وو)) نوښه وزير اعلى صيب نواولس به په دې تمه په دې لمبوکې شپې او ورځې تېروي چې داڅلورکاله خوامنيت ښه و، که اوس خراب دى .
دڅارونکو په اند دداسې حمله کونکو مخه نيول اسانه کارنه برېښي ولې چې نه ددې ډلې دروزنې مرکزونه مالوم دي اونه ځان وژونکى پېژندل کيږي ولې چې هغوى دعاموخلکوپه څېروکې پټ دي اونه داډله څوک تعقيبولى شي ولې چې ځان وژونکى پخپله والوزي چې دبدن نښې يې هم دچاوديدونکي موادسره ترۍ تم شي .
خو دا ځان وژونکې پېښه داسې نه وه دوه پرې شوې پښې دپېښې په ځاى کې موندل شوي چې پرې ليکل شوي ووڅوک چې دامريکايانو لپاره جاسوسي کوي دا به يې انجام وي ،ترکومه ځايه چې خلکواواولس ته معلومه ده ددې هوټل مالک عين الدين هم لکه نورو مهاجرو غوندې يو عام مهاجرو.نوموړي خو د جاسوسۍ په ځاى خلکو ته ډوډۍپخوله او دلارې يو څوکسه وږي لاروي ددې هوټل نه په استفادې سره مړېدل .ددې ترڅنګ له څه مهاله په قبايلي سيمه کې هم وخت ناوخت دبېګنا افغان مهاجرينو سر پرې شوي جسدونه موندل کيږي چې تر څنګ يې په يو کاغذ کې هم دا جملې ليکل شوي وي چې دا يو جاسوس و او ووژل شو .
دورځ په تېريدوسره داډول پېښې په ټول پاکستان اوپه خاص ډول سره په صوبه سرحدکې زر،زر رامخته کيږي .چې سيمه اوسيموال يې له اندېښنې سره مخامخ کړي . که دالړۍ اوږده شي نولرې به نه وي چې پاکستان به په سيمه کې دلوى دهشت مرکز اودځان وژونکوډلو لوى ټاټوبى ونومول شي