دپولې پورې ماشومان
او دلواړګي پبلک سکولونه
نجيب عامر
په جلال اباد کې دافغانستان د معارف د وزارت چارواکوپه يوه پرېکړه کې ويلي چې له دې ايسته هغو ماشومانو ته اجازه نه ورکوي چې هره ورځ د درس ويلو لپاره دافغانستان او پاکستان په پوله تګ راتګ کوي .چارواکي وايي دشينوارو ، لالپورې او ګوړکو او مومندرې ماشومان چې په لواړګي کې په پاکستاني ښونځيو کې درس وايي نور ددې خبرې اجازه نه لري چې خپلو زدکړو ته په پاکستاني ښونځيو کې ادامه ورکړي .دغه چارواکي که له يوې خوا افغاني ماشومان په پاکستاني ښونځيو کې له زدکړو منع کوي نو له بله پلوه دايادونه هم کوي چې دغو ماشومانو ته به په خپلو سيموکې ښونځي پرانيستل شي څو دوى په اسانۍ سره خپلو زدکړو ته ادامه ورکړى شي .
کله چې مې د جلال اباد دچارواکو دنوې پرېکړې دغه خبرولوستلوخوکاله وړاندې هغه صحنه راياده شوه چې تورخم کې مې په کباړي ماشومانو يو راپور جوړولو چې په وړوځانونو داوسپنو لوى پيټي په قاچاقي ډول دافغانستان نه پاکستان ته اړوي او ددې کار په بدل کې يو څو روپۍ لاس ته راوړي ،
غرمه مهال و او لمر هم يوه نېزه لاندې راغلى و دتورخم دافغانستان غاړه لا هغه وخت دومره ښايسته نه وه جوړه شوې اودسلګونو مسافرو دپښو په منځ کې کباړي ماشومانو هم داوسپنې بوجۍ په شا منډې وهلې خو يو نيم به بختور و چې دولاړو خاصه دارو نه به تېر شوګيني اکثر به يې نيول کېدل اوهغه وهل به يې خوړل چې کله به تاسو هم په وړوکوالي کې دکلي د جومات د ملا نه د بغدادي سيپارې په نه زدکولو نه وي خوړلي .
په هغه ورځ ددغو کباړي ماشومانو دهلو ځلو په ننداره وم چې دتورخم د زنځير دپاکستان غاړې نه ډلې ډلې ماشومان دپبلک سکولونو په مخصوصو زېړرنګو جامو کې دافغانستان لوري ته راروان ول .داخبريالان هم لکه د ښکاريانو مثال لري په هر څيز يې پام وي ما هم زړه کې وويل چې (( ماموته بيادې موته )) په يوه ورځ به دوه راپورونه جوړ کړم .
دلواړګي نه راغلي دغه ماشومان ډېر ستړي او ستومانه معلومېدل دڅو تنو سره چې زه وغږېدم نو راته يې وويل چې په شينوارو ،موندرې ،ګوړکو او لال پورې کې يا ښونځي نشته او که شته هم نو دنيشت په حساب دي ځکه چې استاذان پکې نشته .
ددغو ماشومانو په منځ کې يوه پنځه کلنه وړه ماشومه هم وه چې څه به دروغ وايم خو اوس يې رانه نوم هېردى ،دسکول بيک يې شاته اچولى و اوساسا دافغانستان لوري ته راروانه وه هغې ته مې وويل کلى دې لرې دى که نزدې ؟
هغې په معصومه لهجه ګډوډځواب راکړ :
(( ژندې .....نه لرې ......))
ماپه زړه کې وويل ددومره اوږد مزل نه پس دومره ځواب هم ډېر دى .دا ماشومان چې شمېريې له سلو زيات وهره ورځ سهار مهال د تورخم په ليکه پاکستان ته اوړېدل او په لواړګي کې له درس ويلو وروسته به ستړي ستومانه بيرته په هماغه ورځ افغانستان ته اوړېدل .ښايي بې دشينوارو دماشومانو اوبې د افغانستان او پاکستان دهيوادونو په نړۍ کې به ددې کار سارى نه ليدل کيږي .
خو ددغو ماشومانو ژوند ډېر سخت و ځکه چې دتورخم په ليکه اوړېدل راوړېدل يو عذاب ،دتورخم نه شينوارو او لواړګي ته رسېدل بيا دهغې نه هم غټ عذاب و.داچې دمکتبونو دغه ماشومان دومره پيسې نه لري چې موټرو ته يې ورکړي نو څوک يې په اسانه خپل موټرکې هم نه خېژوي .او ماوليدل چې يوشمېر ماشومان په لاريو پورې سنجاق شوي وواوپه دې ډول يې هره ورځ خپلو درسونو ته ځان رسولو .
هغه مهال دتورخم دبندريوافغاني مسئول (سلطان روغ ليوني ))راته وويل چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ داسرحد په نړۍ کې لومړى سرحددى چې دقانون په ځاى قبايلي رواج پکې چليږي او د هم دې له مخې داماشومان په هرډول حالاتو کې په پوله دزدکړو لپاره تګ راتګ کوي او څوک يې مخه نه شي نيولى .دپاکستان لوري ته د هغه مهال تحصيلدار بختيار خټک وويل : ((په افغانستان کې دسکولونو نظام سهي شوى نه دى نو ځکه دا ماشومان دسبک لپاره زمونږ غاړې ته راځي ))