ښکاري هم اخرښکارشو

وږمه سباعامر

دافغان ژورنالست شهيد( اجمل نقشبندي) زما په اندلاڅلويښتي به  هم نه وي پوره شوي هغه چې دطالبانوله خواتر نيول کېدو وروسته دملا دادالله په قوماندې ووژل شو .

داجمل نه پاتې ناوې چې ښايي دلاسونواودپښودنوکانوڅخه به يې لاتراوسه دنکريزورنګ  هم لانه و تللى چې دسرټيکرى يې دتوروخاوروميلمه شو نوايا دهغې له دردمندزړه څخه  به ښيرانه وي وتلې ؟ ايا د افغانو خويندو مياندو ښېراوې  به دومره بې اثره وي چې هېڅ به قبليږي نه .

اجمل په دې لاره کې يوازې نه و په هغه لاره چې دى تللى تر ده مخکې ګڼ شمېر افغانان نو ر هم تللي دي .

داجمل سره يوايټالوى خبريال هم نيول شوى و خوهغه خوشى شو ځکه چې ايټالوى و، په دې نږدې ورځوکې يوه فرانسوۍ کارکونکې له يوه فرانسوي او  څوتنه افغان کارکونکوسره چې دماشومانوسره دمرستې په کومه بهرنۍ موسسې کې يې کارکاوه دطالبانوله خوا برمته شول . فرانسوۍ مېرمن اوفرانسوى سړى خوشې شول . خبرنه شوچې په کوم دليل ، خوشې شو خوافغانان  چې محمدي کلمه وايي نونه پوهېږم دکوم شريعت او د کوم قانون له مخې واجب القتل ګرځول کيږي .دوى ته ولې د خپلوۍ سزا ورکول کيږي .  .

ملادادالله چې دملاعمر له نږدې کسانوڅخه شمېرل کيده نواورېدل کيږي چې په دې وروستيو کې اکثر جنګي قوماندې اومشورې طالبانوته دده له خواورکول کېدې .اود څارونکو په نظر په دغو مشورو کې يوه هم داجمل د مرګ مشوره وه ، هغه اجمل چې  ژورنالست واو په يوې مړۍ حلالې روزۍ پسې له کوره راوتلى و.

  دملا اخترمحمدعثماني دوژل کيدو وروسته دادويم لوى قوماندان دى چې په وژل کېدو يې طالبانو ته لويه صدمه رسيدلى ده  .

داجمل نقشبندي مړى دهغه کورنۍ ته سپارل شوى و او دهغه ملګرو ژورنالستانو ډېر په درناوي سره هغه خاورو ته وسپارلو خوپه قندهارکې ژورنالستانو ته چې کوم جسد وښودل شو هغه که د ملا دادالله وي نو نه پوهېږم کورنۍ به يې چېرې وي چې په ماتم يې وژاړي اوپه دې هم نه پوهېږم چې دولت به دملادادالله جسد دهغه ملګرو او خپلوانو ته سپاري او کنه ؟

دطالبانو وياندويان  قاري  يوسف احمدي  او زبيح الله مجاهددملا دادالله د وژل کېدو خبر نه تائيدوي خو بل لوري ته دولتي چارواکي په خپله خبره ټينګ ولاړ دي چې وژل شوى کس ملا دادالله دى .

زما په اند د طالبانو په ليکه کې ملادادالله دهغه باز مثال لرلو چې تل ښکار کوي او د ښکار په غو ښو نه يوازې ځان بلکه ملګري هم مړوي خودتقدير سره د چا زور نه رسيږي هم هغه ښکاري نن په لومه کې ګېراو ښکار شو .

اجمل نقشبندي او ملا دادالله اوس دواړه په دې دنيا کې نشته . په دغو دواړو کې وژل شوى يو تن قلم وال او بل يې ټوپک وال وخو بيا هم ددواړو ترمنځ کومه رشته موجوده وه په دې له هر چا نه زيات ګرانو لوستونکو تاسو پو هېږئ .

وژل شوى که اجمل نقشبندي وي او که ملا دادالله خو د خپل مرګ نه وروسته نه يوازې دخپلې کورنۍ غړي بلکه دوستان ، خپلوان او بېشميره مينه وال دغم پر ټغر کېنوي اوددوى څخه پاتې وارثين دژوند يوې ورکې او سرګردانې لارې ته وربرابروي .