پېزوان مې خړواوبووېوړو
په غم شريک لاليه نيسه ګودرونه
وږمه سباعامر
ايله په بيله چې اوس مې ماټکې لاړې ترحلقه تېرې شوې له کله نه چې مې په دواړو غوږو واوريده چې په پارلمان کې داسې فيصلې وشوې چې دافغانستان دمظلوم اولس په ګټه به که خداى کول تمامې شي .
که تاسوهم دې خبرې ته پام وکړئ دارېښتياده چې دمظلوم ناره وخت نه يووخت يې الله پاک اوري دايران له مهاجرونه خولرې يم البته په واټن خوپه درداورنځ کې بيادومره ورسره نږدې يم لکه بنوک او ورۍ اوراغلو دپاکستان مهاجروته چې لنډه ورسره اوسيږمه ، ددوى ژوند ،درد،کړاو،اوداسې نورهرڅه هره ورځ له نژدې نه ګورمه چې په دې کيمپونوکې دوى له څومره ستونزوسره مخامخ دي هغه لوپټې چې څنډه به يې چاپه سترګونه ليده اوس دکچه ګړۍ اونوروکيمپونوکې ديوې بوشکې اوبوپه سر لوپټې څه چې ګريوانونه هم څيريږي .
ياددې يې په خيروي زمونږوزيرصيب به البته دمهاجرينووزير ښا يمه کله چې دکومې مذاکرې لپاره به پاکستان ته راغى نوډايرکټ به اسلام ابادته لاړ اودچارواکوسره به يې وکتل دپنجابيانوچکن پيسونه ،برياني ،دودپتۍ به يې نوش جان کړل . څه به چې هغوويل هغه به يې منل اوبېرته به ښه نازسره کابل جان ته ستون شو داسلام ابادفيصله به يې کرزي ته وړاندې کړه همغه خبره وه چې ((مړه ګېډه پارسي وايي ))نوده به هم خپله پارسي وويله قران يې کړى وچې خړسترګى ،لمروهلى اوژوندپه منډه کړى مهاجرخوبه په سترګوونه ويني .
همدافيصله وه چې کيمپونه دې خالي شي ،ښه وزيرصيب ! ته چې مهاجر درغواړي هغوى داوسېدواودسرپنا اونوروستونزودهوارۍ سوچ دې کړى ؟ دلته ماته دکچه ګړۍ دکيمپ ديوقومي مشر خبره راپه زړه شي چې په يوې راډيويي مرکې کې يې کړې وه ((مهاجرخوڅه رمې اوپسونه نه دي چې غره اودشتې ته ورپرېږه پکې څريږي به ))
زمونږخلکو اوځيني چارواکو حيرانه يمه چې ولې يې ځانونه دومره ساده ګان کړي اوغوږونه يې کاڼه اچولي ، که يوتعمير ابادوې نومجبوريې چې په يوه ياه دوه کالوکې يې ترسره کړې اوکه ورانوې يې نودپينځوشېبوخبره ده . بياپاتې داوطن چې نږدې دېرش کاله پرې جګړه تېره شوې ده داخوددې خبرې جواب نشي کېداى چې کابل دې نيم جوړوليده ته به وايې ټول افغانستان دې ابادکړى .
زماپه اندکومه فيصله چې نني پارلمان دنوموړي وزيرپه اړه کړې ، ښه فيصله ورته ويلى شواوددويم وزيرپه اړه دې هم له غورنه کاواخيستل شي له څه مودې راپه دې خوا دپولې په سر دازغن تاردغزولومامله راگرمه شوې ده خواوس اوريدل کيږي چې يوڅه کارپکې پرمختگ هم پکې شوى خوخبره دافغانستان اوپاکستان ترمنځه په ناندريوکې روانه ده که داناندرۍ همداسې دوام ولري نولرې نه ده چې په پولې باندې به ازغن تاروليږدول شي بياهغه وخت دمهاجرودمسئلې پشان به په اوبو وړي پېزوان پسې څوک ګودرونه نيسي .