يارمې هندو زه مسلمان يم
نجيب عامر
دپاکستان اولس مشرجنرال پروېزمشرف يو مسلمان قاضي القضات چودري محمد افتخار له خپل دولتي منصب نه لرې کړ او پر ځاى يې يو هندورانا بګوان داس وټاکلو.درانا بګوان داس په اړه ويل کيږي چې دهندوانو په منځ کې داسلام په اړه تر ټولو بافهمه هندو مذهبى دى .دقضايي علومو ترڅنګ په اسلامياتو کې يې.M. A (ماستري ) کړې او نه يوازې دا چې دشعر او ادب سره مينه لري بلکه پخپله هم ښه شاعر دى اويوه ځانګړتيا يې دا هم ده چې زمونږ د خوږ پيغمبر په شان کې يې نعتونه هم ويلي دي .درانا بګوان داس نه خو د يوبل هندو شاعرشعر دى چې :
عشق هو جائى کسي سى کوئي چاره تو نهي
صرف مسلم کا محمد په اجاره تو نهي
رښتيا هم دا زمونږ د خوږ پيغمبر شان دى چې د مسلمانانو ترڅنګ د نورو مذهبونومنونکي يې هم مني .ځکه خو هغه ته د ټول عالم رحمت ويل شوي دي .نو د هغه دغيرمسلمه مينانو په مينځ کې يو هم رانا بګوان داس دى چې اوس دپاکستان دموقتي قاضي القضات چوکۍ يې سنباله کړې ده .
پاکستان او هندوستان د مذهبي توپير له امله په ١٩٤٧ کال کې دګډهندوستان نه جلاشول اوله هغې تر دې ددواړو هيوادونو ترمنځ اوبه تل خړې پاتې شوي دي .خو داهم يو حقيقت دى چې په هندکې داوسيدونکو مسلمانانو شمېره دموجوده پاکستان د ابادۍ نه لوړه ده بويه د هندوستان دننه يوبل پاکستان اباددى .هندوان دلته په پاکستان کې هم دلږکيو په توګه ژوند کوي .
درانا بګوان داس له ټاکل کېدو وروسته دپاکستان يو شمېر مذهبي ډلو چې مولانا سميع الحق يې په سر کې راځي ددولت دا کار وغندلو او وې ويل چې دمسلمانانو فيصلې يوازې يو مسلمان قاضي کولى شي .خودپاکستان يوبل پېژندل شوى عالم ډاکټر محمد فاروق خان وايي داسلام په پخواني تاريخ کې ددې خبرې سارى ځکه نه ليدل کيږي چې هغه مهال قاضي به اجتهادکولو خو اوس قوانين بشپړ شوي اوکه يو هندو يا د کوم بل مذهب سړى دمسلمانانو قاضي وټاکل شو نو څه بده خبره نه ده .
دا لومړى ځل نه دى چې يو غير مسلمه سړى د پاکستان دمشر قاضي په توګه ټاکل کيږي په نولس سوه شپيتمو کالونو کې يو عيسوي مذهبه قاضي A . R. Cordanious دپاکستان قاضي القضات ټاکل شوى و او دپېښور د ايالتي محکمې دقانون پوه رحيم شا افريدي په وينا داسې د ياد وړ فيصلې يې کړي چې نن هم د قانون زدکونکو ته د لارې د مشال مثال لري .
ډاکټر فاروق خان وايي داداسلام د لوړ ظرفيت ښکارندويي کوي چې که دکار سړى دبل مذهب سره هم تړاولري خو بيا هم په لوى منصب ټاکل کېدى شي .خوداخبره هم دلته د پام لرنې وړ ده چې دپاکستان د صدراعظم او اولس مشر د ټاکلو لپاره داخبره ضروري ګڼل شوې چې هغه دې بايد مسلمان وي .نو کومې خبرې يا وجوهات و چې له امله يې يو هندو دپاکستان دمشر قاضي په توګه وټاکل شو ددې پوښتنې په ځواب کې داسلام اباد دسترې محکمې قاضي محمد انور وايي : يو خو دپاکستان اساسي قانون اجازه ورکړې چې د نورو مذهبونو کسان هم دپاکستان د قاضي القضات په توګه ټاکل کېدى شي اوبله داچې د چودري افتخارنه پس دقاضيانو په منځ کې تر ټولو مشر قاضي رانا بګوان داس ونو ځکه په دې منصب و ټاکل شو .
دصوبه سرحد دايالتي پارلمان هندو وکيل (ګل سرن لعل ) وايي په پاکستان کې اوسيدونکي لږکي دهيواد داولس مشر په دې وروستي اقدام خوشاله شوي دي اودادپاکستان د روښان فکرۍ ښکارندويي کوي .خوبل لوري ته مولانا سميع الحق وايي ولې ددې روښان فکرۍ مظاهره د غير اسلامي هيوادونو چارواکي نه کوي او په خپلو هيوادونو کې مسلمانان پر دغه منصب نه کېنوي .
په هر صورت اوس خو رانا بګوان داس ته دامنصب سپارل شوى اوکه داولس مشر مشرف او دچودري افتخار تر منځ جنګ ددولت په ګټه تمام شو نو بګوان داس به دپاکستان موقتي نه اصلي قاضي القضات وي .
درانا بګوان داس په اړه مې چې څومره مرکې دسياست والو ، قانون پوهانو،اسلام پالو اوتر دې چې دهغه د مخالفينو سره هم وکړې داسې څوک مې پيدا نه کړل چې دهغه خلاف به يې منفي نظر درلودلويوازې مولانا سميع الحق دومره ويل چې داداسلامي هيواددشان سره نه ښايي چې يو هندو دې ددوى مشر قاضي وي .خوداخبره هغه هم منله چې رانا بګوان داس شخصا ښه سړى دى او په اسلامي علومو کې د ډېرو مسلمانانو قاضيانونه هم ښه مطالعه لري .
دبګوان داس په اړه دمثبتو نظرونو داورېدلو نه پس مې زړه کې تېرشول سړى که د هر مذهب سره تړاو لري خو پکارده چې په نېغه لاره دې روان وسي څو دنورو مذهبونو خلک هم دهغه په ستايلو مجبوره شي او خوشال بابا خولا تردې وايي چې :
چې ديار سره جوړه دانګي انګارته
دخوشال خټک خوښيږي دغه رسم د هندوانو