کچه ګړۍ _کچه کورونه _پاخه مهاجر

نجيب عامر

چې خلکو ډېر تنګول راواخيستل نوځان له مې يو داسې موبايل سيټ واخيستلو چې ځوابونکى ماشين هم لري .دې ماشين زما کار يو څه اسانه کړى ځکه چې کله زه مصروف يا ويده يمه نو هم زما په غږ کې وار دمخه ثبت شوى پيغام په اوتوماد ډول خپريږي او وايي (السلام اعليکم ......دادازادۍ راډيو ده ،داوخت ستاسې ټيليفون ته ځواب نه شو ويلى مهرباني وکړئ د ټون له اورېدو وروسته خپل پيغام ثبت کړئ ....... )

هم داسې يو پيغام تېره ورځ دکچه ګړۍ دافغان کډوالويو مشر حاجي دوست محمد حسين خېل هم پرېښى و چې ددغه کيمپ کډوال د  UNHCR اودپاکستان ددولت وروستيو اخطارونو چې ددغه کيمپ د تړلو په اړه ورته کوي ډېر زيات اندېښمن کړي دي او هغوى غواړي چې زه يې غږ دخپلې راډيو په څپو دنيا والو ته ورسوم .

که څه هم د نوموړي سره مې دهم دې کچه ګړۍ دکډوالو پر سر څو وارې (فرينډلي فاير)يا دوستانه جنګونه هم شوي ووخوزړه کې مې تېر شول چې زمونږ مسلک مونږ ته دا اجازه نه راکوي چې دچا سره زړه بداوى وساتو .نوموړي ته مې په زړه زړه کې يوه ټپه پورته شوه چې :

پرون دې څومره دبدبه وه ............. نن دې شليدلې جامې وينم زړه مې چوينه ........

شين سهارواوچاى مې هم لا نه وې څکلې چې په (چارمارو)ورتاو شوم .تابوتونووالا په خپل دوکان کې ناست و،اوڅو ډوله تابوتونه يې هم دمړو هرکلي ته دباندې درولي وو.دلرګيوټالونه هم په خپل حال ول ،دکچه ګړۍ خړى بازار هم په جم او جوش کې وزړه مې يو څه ډاډه شو .

چې دحاجي دوست محمد داوبو د ټيوب ويل ودانۍ ته چې دحجرې کار هم ترې اخيستل کيږي ورننوتم نو ومې ليدل چې نزدې د ټول کيمپ مشران سره ناست دي خو اصلي سړى نشته .چې تپوس مې وکړو نو راته يې وويل چې : (کوم افغان دوکاندار داوړو ټرک راوړى ودکيمپ مسئولينوورته وويل چې له دې وروسته اجازه نه لرئ چې کيمپ ته داوړو ټرکونه راداخل کړئ )

خداى شته زړه مې خفه شو چې داخو نو ښکاره ددې خبرې اعلان دى چې نور مو په دغه خاوره کې روزي ختمه ده ځئ په خپله مخه .

حاجي دوست محمد دافغان کميشنرۍ له خوا دکچه ګړۍ ټاکل شوي مسئول (روغاني ) غوښتلى و چې دکيمپ خلک دې پوى کړي چې داوړو د ټرکونو په ځاى دې خالي ټرکونه راوړي اوکډې دې بارې کړي .

په زړه کې مې تېرشول چې روغاني صيب روغن خو دې له پخوانه په دغو کډوالو بند کړي وواوس دې اوړه هم بند کړل .ما ونه ليدلو ګنې خامخا به مې ورته ويلي وو چې تانه خو هغه شاعر روغانى ښه دى چې وايي :

د روغاني خفه کول څه دومره ګران خو نه دي

ته ترې خفه شه روغانى غريب خفه خفه دى

دکچه ګړۍ په حجره کې ناستو ټولو قومي مشرانو پوخ هوډ راته ښکاره کړو چې په زوره ويستل بيله خبره ده خو خبره که د رضا وي نو هيڅوک به هم دکچه ګړۍ نه ونه اوځي .دپاکستان دولت دکچه ګړۍ کډوالو ته ويلي دروان کال دجون دمياشتې تر دېرشمې نېټې پورې يا هيواد ته ستانه شئ او ياهم دير او چترال ته کډې ولېږدوئ خو دغو مشرانو بيا ويل چې ددير او چترال خلک دغربت له امله مزدورۍ د پاره پېښور ته راځي نو که دوى هلته لاړ شي نو څه به کوي (ماران خو نه دي چې خاورې وخوري ) ماويل خبره خو مو سهي ده خو هغه متل دى چې وايي (کنز خو يې وايي خو چې ملا شاګل يې ومني )دپاکستان دولت چې له تېرو څو کالونو راهيسې يې دکچه ګړۍ کډوالو ته مهلت ورکولو اوس يې پخه اراده کړې ده چې (اين کوي که بين کوي ...... دا پټى به شين کوي )

پاکستان دکچه ګړۍ ترڅنګ دصوبه سرحد دجلوزو اودبلوچستان د گردي ځنګل او ځنګل پيرعلي زۍ کمپونو د بندولو اعلان هم کړى دى .

که ددغو څلورو کمپونو دروازې په افغانانو وتړل شي او زرګونه کډوال د نادارۍ په حال کې هيواد ته ستانه شي نو دا به کابل دسخت ازمون سره مخ کړي ولې چې ها خواته يوبل اسلامي ګاونډي هيوادايران هم  مټې رانغښتي اوپه زرګونه افغانان يې په زوره افغانستان ته واپس کړي دي .

هلته مې په ارګ کې ناست خپل پاچا ته هم پام شو چې که دکډوالو بهير پرې مات شو نو ښايي په وارخطايۍ به ووايي چې ( يه کيا هورهاهى .......بهايي يه کيا هورهاهى ........)

په واپسۍ کې چې دکيمپ له منځه تېرېدم ماشومانو په خپلو منځوکې د (انګولا .....پتنګولا .....)لوبه ګرمه کړې وه او سرخېدل .دا سرخېدل او دا ګردش له تېرو دېرشو کالونو راهيسې دافغانانو په نصيب کې دى .ديوماشوم نه مې وپوښتل :

(وطن ته ځې ..........)

هغه راته وويل :

( ولا که لاړشم که بيلډوزر هم راپسې راولي )

بيا مې په ټوله لاره سوچونه کول چې دا ماشوم خو په ټوقو د بيلډوزرونو دراوستلو خبره کوي خو خداى مه کړه دپاکستان دولت په رښتيا دا کار ونه کړي لکه دوه کاله وړاندې يې چې دکرمې ايجنسۍ د کډوالوسره کړى و .