ګلونه په ډېران کې ........ . دورځ په تېريدوسره څومره چې افغان کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستنيږي هومره دحيات آبادپه کوڅواوسرکونوباندې دسوالګرواوکبارټولونکوماشومانوشمېرزياتيږي .داګلالي ماشومان چې اکثرعمرونه يې له لسوکالوراکښته اوددريونه بره ښکاري دسهاردلمردڅرک سره سم دشپې ترناوخته پورې چې شلېدلې خيرنې جامې ي په تن اوزړې بوجۍ يې په اوږواچولي وي په کوچني اونازک اواز سره همدايوه چيغه وهي (( کباړي کباړ )) ....... نه په سهارپوهيږي ، نه دغرمې دلوږې اوګرمۍ پرواورسره وي اودارام کولوغم ورسره نه په اوړي وي نه په ژمي . نه په باد نه په باران بندوازدي . ددوى په ليدوسره تل ماته داباسين صيب مشهورنظم چې ((بې نومه ))نوميږي راپه زړه کيږي چې کله هم دانظم لولم نوقسم خورم چې ترډېره وخته پورې مې سلګۍ نه دريږي . اباسين وايي : چې د تمبو بچي په خړه ډېرانونو ته ځي ددې ګلاليو ماشومانوپه ليدولوسره مې درد دومره زړه کې راټول شي چې خپله ماشومه لور((پاڼه ))سينې ته ټينګه کړمه، په دواړوخواوويې ښکل کړمه اوزرالله ته په سجده شمه اوشکرپه ځاى کړمه . او چې دشپې له خوا کله هم په ژړاپيل وکړي نوکه زه هرڅومره دکوراودفتري کارونونه ستړې يمه اوله ډېرې ستومانۍ نه مې سر دنشيانوپه شان راته زانګي خوبياهم خپلې بچۍ ته شوګيره کومه ماته په هماغو نيموشپوکې هم همداماشومان راياديږي چې سباسهارته دلمر څرک سره به ددوى ډلې ،ډلې ددروازوترشاراځي ، دوى خوهم ميندې لري ، زماپه شان دهغوپه زړونوبه څه تېريږي الله توبه ......... داپوښتنې تل راته بې ځوابه پاتې وې آيا داټول ماشومان دومره اړدي چې دوى له خوارۍ پرته ژوند نه شي تېرولى نوآيا ددوى دلاس خواري به څه وي؟ پرته له څوزړزوټيمانواوڅوټوټوکاغذوچې دورځې لس کلدارې هم نه ترې جوړيږي . له نيکه مرغه له مشر سره مې مشوره وکړه چې په دې ماشومانوباندې به راپورجوړوم دحيات ابادله کوڅومې څوکباړي ماشومان راترمخه په دې پلمه چې مرسته به ورسره کوم دکورونوپه لوري يې روانه شومه کله چې په کيمپونوکې مې ددوى ميندې وغږولې اوددوى ظاهري ژوندمې له نږدې نه وليده دومره اړتياورته نه ليدل کيده چې ماشوم دې سهاروختي بوجۍ په شا په کباړاوکاغذونوپسې راووځي کله چې ميندې مې راوغږولې نوهره يوه به يې شنه له خندالاړه اوراغبرګه به يې کړه : ))وخورې تاغوندې خوپه بنګلوکې نه يوناست ارکنډيشنوته چې يخه هواولي، بلاوهلي مکتب ته نه ځي نوټوله ورځ راته دسر ماغزه وخوري له دې شوخۍ نه خوښه داده چې دورځې خولس کلدارې راوړي په هغې خوواوره اخلو)) نوپه دې نه پوهيږى چې دلس کلدارو لپاره دخپل ګلالي ماشوم راتلونکى څومره په بې غورۍ سره خرابه وى په دې نه پوهيږى چې دانن ورځ همدې ګرمۍ اوسختۍ ته چې ناسته يې سباورځ به دې له دې بدتره وي ولې چې دناپويه انسان راتلونکى به هغه ته کومه هوسايي ورکړي داچې لاته به يې سباورځ سيوري ته ناسته يې ......او ددې ترڅنګ داسوچ هم تاسوميندو سره نه نشته که نن هغه ستاماغزه خوري نوسبا به داولس اودټولنې دخلکو ماغزه خوري اوس ستا ماغزه خوړل ښه دي که سباته ددزروکسانوماغزه په دردول …….. که داسوچ له مونږ سره مل وي چې کله نيالګى کېنوو نوهغه ته داوبوترڅنګ دپالنې اړتيا هم ليدل کيږي که نه نودچينجيودخوړلودلاسه به زر، وراسته شي اوداکورنۍ له دې نه هم بې خبرې دي چې داناپويه ماشومان دډېرانونوپه سر دکاغذونوترڅنګ په ډېرو خطرناکواوپريکيدونکوڅيزونوباندې هم لوبي کوي لاسونه پکې وهي چې داددوى دمرګ سبب هم ګرځيدى شي لکه تورزيړى اوداسې نور ....... ددې لپاره چې نه اولس او نه مونږ سبا ورځ دتورتم ، جهالت او درپه درۍ نه خلاص اوسولازمه ده چې په ځان باندې لږ څه محنت وګالوڅودا نوى نسل ښه وروزوچې راتلونکى افغانستان د همدې نسل قوي مټو ته سترګې په لاره دى .
دبنګله وال بچي پجيرو کې سکولونو ته ځي
چې د خېموبچي ډېران کې کاغذونه ګوري
نودمحل بچي لګياوي کتابونه ګوري
چې دشته من بچي عيشونه عشرتونه کوي
نود خېمو بچي ډوډۍ پسې ويرونه کوي