نجيب عامر
تلويزيون د بريښنايي مطبوعاتو په منځ کې تر ټولو معتبر نوم ګڼل کيږي .داد جادو هغه کړکۍ ده چې که ته کورکې هم ناست يې دنړۍ د حالاتو نه دې خبروي اودڅلور کونجه دنيا سيل در باندې کوي .راډيو، ورځ پاڼه او مجله په خپل ځاى خپل اهميت لري خو زما د زمانې خلک دنورو نه زيات تلويزيون ته توجه ورکوي .
نن سبا تلويزيونونودومره اهميت موندلى چې اولسونه يوازې د خپلو هيوادونو په چينلونو بسنه نه کوي بلکه غواړي چې دنورو هيوادونو او په ځانګړي ډول د ګاونډيو هيوادونو چينلونه هم په لومړي قدم کې وکتلى شي .
دافغانستان او پاکستان اوسيدونکي هم څنګه چې د يو بل د حالاتو نه ځان خبرول غواړي نو دايې هم زړه غواړي چې که په عادي ډول نه وي نو چې د کيبل دلارې خو د يوبل تلويزيوني چينلونه خامخا وګوري .
دا کار څه مودې مخکې پورې کېدو هم ،په پاکستان کې اوسيدونکو افغانانوبه دافغانستان تلويزيوني چينلونه ملي تلويزيون ، اريانا،شمشاد،آئينه ،لمر او طلوع او هم دا راز د اشنا تلويزيون خپرونې هم دخلکو تنده ماتوله .ددې کار ګټه داوه چې افغان کډوالو به په مستقيم ډول د هيواد دحالاتونه خبرېدل اودوطن تنده به يې پرې ماتوله .
هم داراز يوشمېر پاکستاني تلويزيوني چينلونه چې خيبر،جيو اوپي ټي وي يې په سر کې دي په افغانستان کې هم خورا زيات مينه وال لرل .نه يوازې دا چې په کابل او نورو ښارونو کې پخپله افغانانو پاکستاني چينلونه کتل بلکه دافغانستان په بيلابيلو ښارونو کې موظفو پاکستاني اتباعو هم دخپل هيواد چينلونه کتل او دحالاتو نه به يې ځان خبرولو .
خو اوس داهرڅه ممکن نه دي ځکه چې لومړى دلته پاکستان کې د برېښنايي مطبوعاتو د څارنې ادارې (پيمرا)دکيبل دليک لړ نه افغاني چينلونه لرې کړل او په پاکستان کې د اوسيدونکو افغانانو زړونه يې مات کړل .
له دې اقدامه وروسته ډېرو افغانانو ويل اوس د تلويزيون لګول خو لرې خبره ده دومره يې هم زړه نه غواړي چې ريموټ دې په لاس کې واخلي .
داهرڅه د تېرو څو مياشتو خبره ده ،ډېرو افغانانو خو ځان له د صبر تعويذونه وکړل خو يو شمېر نورو بيا ځان له ډش انټنونه يا سټلايټ واخيستل او ښه په مزو کې لاهم د ( تلسي ) او ( مندرا ) نندارې کوي .دادواړه ديوهندي سيريال (کله خواښې هم ناوې وه ........)دوه لوبغاړي دي چې اوس په افغانستان کې اولسي شهرت لري .
يو ورځ په کابل کې د اطلاعاتو او کولتور وزارت ته مخامخ په (پل باغ عمومي) کې روان وم چې يو سړي په لاس کې مارکيټ ته نوي راوتلي صابونونه اوچت کړي وواو په لوړ غږ يې نعرې وهلې :
( کمونيکا صابون ........کمونيکا صابون ............ )
کمونيکا هم ديوبل هندي سيريال ديوې لوبغاړې په ډرامه کې فرضي نوم دى چې خلک يې ډېر خوښوي
دلته په پاکستان کې اوسيدونکي افغانان چې دافغاني چينلونو د بندېز له امله ددغو هندي ډرامو دکتلونه منع شول نو حالت يې داسې و لکه ماشوم ته چې مټايي ( خواږه) وښايې او بيا يې له مخه لرې کړې .
اوس چې افغانستان هم د ځوابي اقدام په توګه په کابل او نورو ښارونو کې پاکستاني تلويزونونه بند کړل نو ظاهره ده په افغانستان کې اوسيدونکي پاکستانيان به هم د هماغه درد نه تيريږي دکوم نه چې افغانان واردمخه تېرشوي دي .
دلته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تسنيم اسلم هم په يوه خبري غونډه کې په هم دې اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې تېره ورځ وويل :
( داد افغانستان کورنۍ معامله ده ، خو دې کار سره دافغانستان دولت دډېرو هغو افغانانو مخه ونيوله څوک چې په شوق سره پاکستاني چينلونه کتل غواړي )نه پوهېږم چا به ترې پوښتنه کړې وي کنه چې (تاسو نو ولې دا کار کولو؟)
افغانستان او پاکستان دوه همسايه هيوادونه دي .لازمه خو داده چې د ښو ګاونډيانو په توګه دوى د يو بل په چينلونو لګول شوى بنديز پورته کړي او دخپلو اولسونو دخواهشونواحترام کول دې زده کړي .
ځکه په دې باندې هېڅ هم نه کيږي که دا بندېز ددې لپاره لګول شوى وي چې دمقابل لوري دتبليغاتو مخه دې ونيول شي نو دا کار په دې طريقه نه کيږي ځکه چې نن سبا دانټرنيټ او راډيو ګانو دلارې هم خبرونه د سترګو په رپ کې خپريږي .