ايرانى کميس
وږمه سبا عامر
دلويانوڅخه راپاتې دامتل راپه يادشي چې څومره ښه ويل شوي . په چاچې څومره نازيږې هومره به بيا پرې شرميږې .افغانستان تل دايران په ګاونډيتوب نازيدلى اوداچې ددواړوملکونوترمنځ تل ښې اړيکي پاتې شوي دي کله هم ايران دافغانستان په کورنيوچاروکې لاس وهنه نه ده کړې داسې اودې ته ورته نورې وينا ګانې وخت په وخت له اولس مشر کرزي نه نيولې بيا ترلاندې ډېرو چارواکوله خواپه خبري غونډوکې کړي .
دافغانستان دولت له دې نه ځان تل بې خبره ساتلى چې وخت ناوخت همدې ورور اوپه غم شريک لالي څومره په تنګ دستۍ کې افغان کډوال له خپله ملکه راشړلي دي چې دادى په دې تيرو څوورځوکې داسې دورورولۍ ټينګه غاړه يې دافغان دولت ته ورکړه اوپه ډېرې بې رحمۍ سره يې پنځوس زره کډوال له لاسه نيولي له خپلې خاورې نه راوويستل . ددې ترڅنګ نه يوازې داکارددوى دغندلو وړدى ، دې ته ورته نورکارونه چې دايران دننه دافغان کډوالوسره کيږي په څومره بې رحميو په بيلابيلو طريقو باندې استسماريږي په ښارونوکې دپوره اذادۍ واک نه لري ملامت به ايرانى وي خو پرځاى به يې افغانى زندان ته روان وي خوله دې هرڅه نه بياهم سترګې موپټې دي ولې چې چارواکي اواولس مشر وايي چې ايران په کورنيو چاروکې لاس وهنه نه کوي .
خودلته له تېرو دوکالوراپه دې خوادپاکستان دولت همدانارې وهي چې په سرحدکې به دادوه کيمپونه خالي کوويودکچه ګړۍ اوبل دجلوزوکيمپ کله چې دکيمپ دخلکوخولې رابوى کړې نوهرتن يې همداوايي :
((خداى دې پاکستان ابادلري يوکال دې نورهم وخت راکړي ))
اوتر هغه ځايه مو چې ليدلى دى کال په کال يې دوى ته مهلت ورکړى هم دى .
دپېښورحيات آبادته چې راشې ته به وايي چې دکابل په شهر نو کې ګرځې .دکډوالو ځوانان په حيات اباد کې ښه لکس ګرځي .ته به چې سړى فکر کوي دوى به کله هم له ټاټوبي نه لرې نه وي پاتې شوي .که له يوه ځوان نه چې دبورډ په بازارکې پوښتنه وکړې چې دوطن ته دتلوپه اړه دې څه خيال دى؟نوپه موسکا به ځواب درکړي چې وطن ، مطن پريږده کله چې خوښه موشوه بيابه لاړشو خوکه ورته ووايې چې پاکستان پريکړه کړې چې کډوال وباسي نوپه رېشخندۍ سره به درته وګوري اودرزياته به يې کړي څوک يې له لاسه نيولي اوله تورخم نه يې اړولي
پاکستان دومره ظالم نه دى اوکه بياراشو دچارواکوخولوته نوټوله ورځ دژاولې په شان يې په خوله کې اچولى اوپاکستان ژوي .
که افغانستان له پاکستان سره هم دښه روابطو غوښتونکى دى بيادې دې ټکي ته پام وکړي چې ډېر کډوال يې اوس هم په پاکستان کې شپې اوورځې تېروي ،له ترخوبيانيو ورکولوڅخه وروسته خامخا په کډوالوباندې دڅه وخت لپاره بيا سختي راشي کنه نودومره په کرارژوندلري چې په خپل هيوادکې يې هم نه شي ترلاسه کولاى . هرماښام يوه مړۍ وچه يالمده ډوډ ۍ دهرکډوال کورته ورځي نوزماپه اندترڅوچې دافغانستان دولت دکډوالو منلوته په سمه توګه تياريږي نوحکومت له پکارده چې د خپلوښواړيکوتار له پاکستان سره مظبوط وساتي نه چې سبا له دې خبرې ويريږو چې دايران کميس پاکستان وانه غوندي اوهماغسې په ډېرې بې شرمۍ سره يې له تورخمه واړوي .