پ : خوډېرې سندرې هم شته چې دچرسيانو صفت پکې شوى دى ؟

ځ : دچرسيانو لپاره مې سندرې ويلي دي مګر ما دهغوى داصلاح لپاره ويلى دى ما نه هغوى تشويق کړي دي په دې سندروکې اونه ما دچرسو اوشرابو تعريف کړى دى ماته خوشاعر شعر راکوي دهغه شاعر سره خو به دغه احساس شتهچې دغه بد شى ده نوهغه څنګه کولاى شي چې ددې شي تعريف وکړي ماپه ژوند ډېرې سندرې دچرسيانولپاره کړي دي  ولې چې دوى دخداى ملنګان دى داچرسيانو خوهم بس يوه دنيا لري زما زيات مينه وال هم دي  خو خبره داده چې ما تراوسه دوى په دې لاره کې نه دي تشويق کړي داښه کارنه دى نوردې پښتانه خداى له دې کارنه وساتي دچرسو پرځاى دې خداى دوى ته ښايسته ښايسته قلمونه ورپه برخه کړي  ښه تعليمونه اوښه سوچونه ورپه برخه کړي  داهرڅه له بيکارى اوبې روزګارۍ نهکيږي نن سبا که زمونږ پښتانه اقتصاد ولري  تعليم ولري څرنګه چې دغه نوره دنياته ګورو دغسې شرايط چې زمونږ پښتنو ته مساعدوي زه فکر نه چې پښتانه لاس په داسې چيزونو پورې کړي 

پ: ستاسو په نظر ددې وطن نه لرېوالۍ افغانانو خصو صا هنرمندانوته دتاوان ترڅنګ گتې رسولي دي اوکه نه ؟

ځ : والله افغانان له خپل وطن نه لاړل بهر دنيا يې وليدله سترګې يې خلاصې شوې دنورو خلکوله کلچر سره اشنا شول اوس وګورى دلته داپنجاب مونږ ګورونه څومره ښکلى ځاى دى  داپنجابيان داسې خپل وطن جوړي اوډېر نرم خلک دي دپاکستان عام خلک ډېر نرم خلک  دي زما خو ډېر خوښ دي  اودخپل وطن په جوړولوکې دوى څومره مينه ښايي دادےره ددلچسپي خبره ده که زمونږ دوطن خلک دوى ته وګوري اوپند ځينې واخلي دازمونږ خلک چې مهاجر شول دنيا يې وکتله کيدائي شې چې دغه هجرتونه ددوى په مغزو کې يو ښه چينج راولي اواکثره زمونږ افغانان وګورې اوس چينج شوي دي پردۍ ژبې يې ايزده کړې اودپردو دکلچر تر اغيزې راغلل هوپه دې برخه کې زه بيا ورسره موافقه نه يمه که مينه سره وکړي او په خپل منځوکې ورولي وکړي نوډېر به ښه وي

پ : په موسيقۍ باندې دغه هجرتونوتاثير غورځولى دى اوکه نه ؟

ځ : نو طبع يې تاثير اچولى دى اوس زما دانوي کسټان چې ما په پاکستان کې کړي دي خلک بلکل پوهيږي چې داافغاني سازنه دى دپېښور ساز دى ځکه يوه بېله کوالټي لري ددوى ساز هم مزه داردى پښتو خالص ساز دى  

مونږ يې خوښوو خوبعضې افغانان له دې ساز سره بلد نه دي اکثره راته وايي نغمې ساز ډېر تيز دى دلته خلک ژوندي خلک دي دغه مهاجر زمونم نه شوق اوذوق اخيستى دى اوس مونږ ددې خلکو په اختيارکې يو ډېرې ګيلې موپه زړه کې دي زه خو فکر کوم تراټکه پورې ټول يو افغان يو

پ : په دا دموره ښه اواز چې ته يې لرې اوماشا الله خداى حسن هم  درکړى کله کله خو به په دې باندې غره کېږې نه ؟

ځ : نه خداى دې نه کوي غرور خو يوازې دالله تعال دشان سره زيب کوي انسان يا بنده هيڅ هم نه دى نوماته چې خداى هنر راکړى يا په استعلاع ځواني يې راکړې زه دخداى شکر هميشه اداکومه زه بلکل يوه ملنګه اوفقيره ښځه يمه

پ : نغمه جانې داسې نشي کېداى چې دموزيک يو اکاډيمي دافغان مېرمنودپاره جوړه کرى چې ته يې مشره اوسې اونورومېرمنوته مرسته وکړې ؟

ځ : ما په مشر توب کې مه راوله بس ټولوښځو به دکورکارونه پرېشي يي

اوسندرې به وايي اومېړونه به يې لښته په لاس په ماپسې به ګرځي چې نغمې دازمونږپه  ښځو دې څه وکړل که زه چېرې په افغانستان کې يوه څه په لومړۍ چوکۍ مقرره شومه نوقسم په خداى چې هرمازيګرى دخلکو په لاس کې ډولونه ورکومه چې په دې چمنو کې دې ووهي بس چې افغانستان دجنګ دومره بدې خاطرې لري اودومره دراکټو اوټوپونو دسلاح اوازونه يې وارېدل چې په هغه اوازونو کې داموسيقي يورقم ورک سونه ماته دې خداى قدرت راکړي اول په يوه سمندر کې داڅوک چې جنګ کوي داخلک له سلاح سره واچومه بس بيايي په ځاى باندې ددې سمندر نه داسازونه دا تبلې دا ارمونيې ، ډولونه راووځي زه ټول ملت ته وايم چې موسيقي يګانه شى ده چې دروح غذاده خلک سمې لارې ته بيايي نپوهيږم خداى دې دې ملايانوته توفيق ورکړي ملا خوهميشه وايي دوزخ ده اوداسې ده اوداسې ده

...... خودجنت يوه ورځ هم خبره ونه کړه خوزه وايم چې داموسيقي به انشا الله په جنت کې هم واورى 

پ : په دې وروستيو کې په مارکيټ کې ستاسې داسې ويډويويي سندرې خورې شوې چې تاسې سندره وايي اويو شمېر نجونې تاسوته نڅيږي که څه هم نڅا بده خبره نه ده خودوى ډېره سپکه نڅا کوي تاسوولې داسې کسټونه خپروى ؟

ځ : ډېره مهرباني  داخوتاسوډېره ښه پوښتنه وکړه داکار کسټ والا کوي اوکه تاسو فکر کړى دى هغه مالوميږ ي چې هغه په کمپيوټر کې جوړوي

زه هلته ژوندۍ موجوده نه يمه چې جونکۍ دې ماته ونڅيږي دغه کار کسټ والا دخپل بزنس په خاطر اودخپل څوروپۍ په خاطرچې داپېسې څنګه لاس ته راوړي نه زمونږ عزت ته ګوري اونه دهغه نجنو عزت ته ګوري هغوى ته ډېرې معمولي پېسې ورکوي بېچارګان ترسهاره پورې په دې کسټوکې ګدوي ماکله هم داکارنه دى کړى ځکه زما سندرې په خپله ښکلي دي  زه يوهنر لرمه زما دې ګداګانوته هيڅ ضرورت نشته په دغه نڅا ګانوکې زما هنر ډېر بدرنګه کېږي  اوهغه هم پښتنې نه يې هغه يې دلاهور اونورو ځايونو څخه راوستي وي داخصوصا جاويد ورته وايي اوهغه په خپله هم يو افغان دى نه خپل عزت ته ګوري اونه دهنرمندانو عزت ته دخپل دوپېسو لپاره داسې ناوړه کارکوي ماغوښتل چې پرې کيس وچلوم خو دلته پاکستان دى دکيس چلول هم ګران کاردى داسې ناوړه خلک هم مونږ لرو بله داچې زه ورته وزګاره نه يمه چې داسې کم ظرفوخلکوته سزاوکړم له لوړومقاماتونه هيله لرم چې دداسې خلکو چې نه په خپل عزت دي اونه دخپل يوې هنرمندې مخه ونيسي.