دوهمه برخه .........
پ : داسې هم اورېدل کيږي چې تاسونه په کابل کې البته ددې وروستي سفرپه دوران کې غوښتنه وشوه چې دافغانستان ملي سرودووايي تاسوولې دې کارته غاړه کښې نه ښوده ؟
ځ : زمانه يې خواهش وکۍ چې سرود ملي ووايم ما بکل ورڅخه انکاروکړاوس چې ورته ګورې شپارس ژبې يې په سرودملي کې ځاى کړي دافغانستان ټول مليتونه يې په دې ملي سرودکې ځاى په ځاى کړي چې داپه خپله دبې اتفاقي نښه ده په سرودملي کې دې دوطن دعظمت نښه وي دمحبت نښه وي دوحدت نښه وي دهغه وطن کوم تاريخ چې دى هغه دې پکې بيان شي لکه ( اې زما وطنه دلالونوخزانې زما ) پدې شعرکې دومره لوى عظمت پروت دى اوکه يې مطالعه کړى دافغانستان ستر تاريخ پکې پروت دى مګر اوس وګورى چې ازبک داسې دى ، تاجک داسې دى و پنجشيرداسې دى داټول اوټول دبې اتفاقى نشې دي ټول افغانان دې ديوه بېرغ لاندې دې ژوند وکړي په يوه نوم دې يادشي مګر صحيح حق دې حقدار ته وسپارل شي داوطن جوړيږي داوطن بل رنګه نه جوړيږي نوداوطن په بدمعاشي نه جوړيږي داوطن محبت ته ضرورت لري دپښتنوترلمن لاندې داتول قومونه راټولېدى شي مګر نن سبا چې ګورو دېره بې انصافي روانه ده
پ : دکابل دسفرپرمهال تاسو څومره کنسرتونه ورکړل ايا دخپل اولس اومينه والودمخکيدو ارمان موترسره شو ؟
ځ : زه چې اوس لاړمه داسې خاص کنسرت مې ورنه کړ يوکوچنک کنسرت چې ټکټ پکې نه وو هغه داريانا تلويزيون چې ترتيب کړى وو خپل دوستان يې پکې غوښتي وو لکه هغه رسمي خلکوته يوپرګرام ووچې تقريبا درى يا څلورسوونفر پکې يې گدون درلوده منتها ما عام کنسرت نشو ورکولى فکرم کوم زمالپاره دامنيت نيولو خپره به دوى ته مشکله وه نوغټ کنسرت مې نه دى ورکړى زما ارزو وه چې لوى کنسرت ورکړم اولين حق چې وودهمدې غريبو خلکو وو ماغوښتل چې خپل هغه ملت ته چې کلونه کلونه په جنګ کې ځپل شوي دي واقعا درديدلي دي کنسرت ورکړم ابلته دوى سره دازمينه نه وه مساعده نوزه عاجزه پاتې شوم زه ارزو لرم چې لاړه شمه داسې يورايګان کنسرت داسې باربار خپل ولس ته ونيسم له مونږ سره پرته له سندرو ويلو بل څه نشته دهمدې سندروله لارې دوى سره خپل دردونه شريک کړو
پ : کله موداسې نه ده انګېړلې چې دغربي نړۍ په څېر کنسرتونه ورکړى اوله دغه لارې لاسته راوړې پېسې په خيريه کارونومصرفې کړى ؟
ځ : زمونږ وطن افغانستان خوتاسې ته معلومه ده چې له بنياده يو غريب وطن دى نودهغه هنرمند به څه اقتصاد ولري په افغانستان کې غريب ترين کس چې دى هغه هنرمند دى اوبهترينه ډوډۍ اوپاکه ډوډۍ چې پيداکوي زه فکرکوم چې هنرمند دى ځکه چې په ډېره پاکه لاره داپېسې پيداکوو نوهغه خداى او اوس چې کومې پېسې چې ماپيداکړي هغه مې کړي نوددنيا له هنرمندانوسره مونږ ځکه ځان نه مقايسه کوو دهغوى وطن اقتصادلري هغوى ته مليونوخلک راضي دهغوى يوټکټ په زرهاوو دالړو وي نوهغوى هرڅه کولى شي مونږ هنرمندان چې په کوم محفل کې کومې پيسي چې اخلو هغه ، هغه پيسي وي چې دبل چا له سره يې تاووي اودبل چا له سره يې صدقه کوي اودخيرات پشان يې مونږ ته اچوي مونږ خپله دخيرات پيسي خلکوته خيرات کوو زه پخلپه تسل کيږمه چې داسې يودخير کاروکړمه کله چې يولک دوه لکه څه زياتې بيداکومه نيمې يې دخپل دژوند دمصرف لپاره پريږدمه اونيمې خپل وږى اوتږي خوارولس ته يې مصرفه ووم تاسو بارو وګرى چې ماته په کورکې مورمې اونوره کورنۍ راته وايي چې نغمې حج ته لاړه سه حج وکه ماته خنداراځي زه وايم چې زه حج ته ځمه په افغانستان کې داسې خلک شته چې له لوږې مري هغه پېسي چې زه پرې حج کوم هغه هغوى ته ورکړمه لکه ماچې لس وارې حج کړى وي نوهغه ورونه چې توان لري هغوى داپيسي چې په حج کې مصرفوي هفه دافغانستان کوندو يتيمانواوبېوزلي تورسروته ورکړي زه وايم چې خداى به دوى زرځله وبخښي
پ : تاسې خو ډېر کلونه په پاکستان کې هم تېرکړي دي کله هم دافغان مهاجرو کمپونوته ورغلې ياست اودهغوى دابده ورځ مو په خپلو سترګوليدلې ده ؟
ځ : هو اکثره داسې شوي دي چې زه ورځمه خونه مې پېژني ولې چې زه په بوغره کې ورځمه ځکه چې بيا ماته ډېر مزاحمت کيږي اکثرا زه په بوغره کې ورغلې يمه دازما ملګري راسره وي ځان پرې خبرومه زه خويوه هنرمنده يمه ماته يخې اوبه اويوه مړى ډوډۍ خوراسيږي ددوى حالت چې ګورمه ډېره خپه کيږمه زه دااحساس کوم چې زما وجود په همدې کمپونوکې دى نوکه څوک افغان وي هغه بايد کله هم دخپل وطن والونه ځان جلاونه ګني ددوى له حال نه دې خبرشي اومرسته دې ورسره وکړي
پ:پدې کليوالوسيموکې خاص کړ دتاکنوپه ورځوکې له ډېرو خلکونه مووارېدل چې که نغمه دهيواديوې لوې چوکۍ ته ځان کانديدکړي نوخلک به ورته رايه ورکړي تاسې کله پدې هکله سوچ کړى دى اوکه نه چې دسياست ميدان ته داخل شى ؟
ځ :والله داسې خبره ده چې هغه خدمت چې زه يې دهنر له لارې خلکوته کومهاوکړى مې دى زه فکرنه کوم چې هغه دې درياست جمهورۍپه چوکۍ ورکړمه ځکه چې داچوکۍ دملي بس چوکيانې دي تاسوګورى چې زمونږ په وطن کې څومره رئيس جمهوران کشته اوپورته شول نه دې وطن ته يې هم خيانت وکى هم کار په هرشکل چې ووهغه ددوى خپل کاروو منتها هغه کار چې مونږ يې کوواوهغه چوکۍ چې خداى ماته راکړې چې دخلکوزړونه زه راخپله ومه اودخلکوپه زړونوپاچاهي کومه نوفکر نه کوم چې داچوکۍ دې زه ورکړمه
پ : دهنرپه ميدان کې تاسو دشلوکلونونه زيات سفرکړى دى نن چې په کوم دريځ ولاړه يې راته ويلى شې چې څومره دې خپل اولس خوشحاله کړى دى اوڅومره ته له خپل اوس نه خوشحاله يې ؟
ځ :والله چې رېښتيا ووايو زه له دې خپل ملت نه خوشحاله يم څرنګه چې يوه وروسته پاتې ټولنه ده ماته مينه راکوي ډېره زياته ماسره مينه کوي دا
چې دوى هغه دمينې په چل نه پوهيږي چې څنګه مينه راکوي يا ددوى مينه ما څومره اذيت کوي يا نه کوي هغه په هرصورت خودااولس خداى ناخواسته چې زه په کوڅه کې تېره شم اودوى ماته کاڼې ووروي هغه به ماته ګلونه وي زه له خپلې ژبې سره بې کچه مينه لرم له خپل اولس سره مينه لرم له دې خړ پړ پښتنوسره مينه لرم اوانشاالله دوى ماته مينه راکړې ده داددوى دمينې برکت دى چې زه دې ستيج ته رسېدلې يمه زه له دوى نه داسې کومه بده خاطره نه لرمه خوپدې وروستيوکې نه يوازې له ماسره بلکې له دې وطن ټولو خلکوسره داسې يوظلم وشو که هغه دپښتو په حساب ووايم که دسياست په حساب دا په مجموع کې يوه خبره ده خوکله چې زه يوځاى ته تللې يمه زما ډېره قدرداني شوې ده زياته مينه يې راکړې ده زه ددوى زياته شکر ګزاره يمه
پ :که اسمان درته داسې چانس په لاس کې درکړي چې په دنيا کې بيا له سره ژوند پيل کړې نو وبه غواړې چې بيا به هنرمنده شې که نه ؟
ځ : يوه مستانه خندا .... ښه والله نه ، څه ووايم دا داسې خبره دې وکړله نو اوس نه غواړمه زه دخپل فن نه راضي يمه که څه هم ما پدې لاره کې ډېر مشکلات ليدلي دي خوډېر خوندونه مې هم ليدلي دي هر چېرې تللې يمه خلک تشويق کړې يمه ډېرې سندرې مې ويلي دي دازما ژوند چې ده دهنر سره ټرلى دى زه دهنر سره ډېره مينه لرم داهنرمندان ډېر خوشبخته خلک دي دااستعدادخوخداى هرچاته نه ورکوي دا دالله تعال يولوى نعمت دى چې ماته يې راکړى دى زه له خداى نه شکر ګزاره اوراضي يمه
پ : تاته پته شته چې ډېر خلک تاګرمه بولي چې ته داسې سندرې وايې چې دمخدره موادو صفت شوى وي چې خلک ستا سندرې واوري بيا په نشو اخته کيږي ؟
ځ : پدې خبره تاسره موافقه نه يمه ځکه چې ما دمخدره موداو پر ضدسندرې ويلي دي تاسوزماشعرونه تحليل کړى ګوره (دبنګو بوټيه پېش دې لوى تاوان کړى - دانازک نازک ځوانان دې ټول چرسيان کړى ) تاسو وګورى تاوان يې پېش کړى ماخودهغه صفت نه دى کړى يعنې په هره سندره کې ما دبنګوبوټى ويلى دى