لومړۍ برخه
د نغمې سره څوشېبې
ډ ېرودرنو لوستونکو :
تاسو به دهيواد دپښتوژبې وتلې سندرغاړې ښاپېرۍ (نغمې ) سره دراديوګانو او ورځپانو له لارې ډېرې مرکې اورېدلي اولوستلي وي داده نوموړې سندرغاړې اسلام ابادکې په خپل کورکې ماته مخامخ ناسته ده اوزه غواړم چې دهغې نه دکابل ته دوروستي سفر په اړه مرکه وکړم -
پ : کابل نه چې وتلې څه احساس دې کاوه اوکله چې لاړې څومره خوشحاله وې ؟
ځ : والله داخودوه مختلف سوالونه دي کله چې له افغانستان نه وتلم ماداحساس کاوه چې زه يوڅه له لاسه ورکومه خپل خلک ، خپل وطن واقعا دازمالپاره يوه دردونکې ورځ وه اوکله چې زه له ډېرې مودې وروسته خپل وطن ته راغلمه الپټه دارياناتلويزيون زه دعوت کړمه نو واقعا چې ډېره خوشحاله ومه خپل وطن مې وليده خپل خلک دومره خوشحاله وم چې څه درته ووايم دهغه له اب وهواسره ډېره اشنا ومه خپل وطن راته دېر خوندراکوى دارامش احساس مې کاوه ځان داسې احساسووچې زه هم يوڅوک يمه وطن لرمهزه خپل خلک لرمه اوباربارمې په زړه کې دادعاګانې کوولې چې خدايه ته نورزماوطن په داسې غمونومه اخته کوې چې زه بېرته ورځنې لاړسمه
پ : نوڅه توپيرمواحساسو دهغه وخت په کابل کې اواوسني کابل کې ؟
ځ : کله چې وطن مې وليده اوخپل خلک مې وليدل نوډېره خپه شومه چې دې جنګونوزمونږ وطن ډېر وران کړى وو ،زمونږ خلک ،برخورد،بلکل له بنياد خراب کړى وو هغسې نه چې پخواوو دادومره زمالپاره دپريشاني خبره وه چې دوطن خرابيدل دومره خپه نه کړمه لکه دخلکوبرخورد خلک بلکل بدل شوي وو نه پخوانى مينه دخلکوترمنځه پاتې وه دتعليم سطحه خومره کښته شوې وه په دې ولس کې يولالچ ترسترګوکېده هرچادخپل ځان په گټه کې وواوکاريې کاوه دوطن په سوچ کې خوهيڅوک هم نه وو دوطن ابادېدل خواسانه بريښې خودخلکوذهنونه ابادول لوىکاردى ماسره داحساس وو که هرسړى راولارشي داخپل کومخه پاکه کړي داځمکه اووطن خومره پاک اوښايسته ښکاري خودااحساس دچاسره هم نه وو داښاردومره کثيف وو دنظافت په لحاظ سره چې تابه ويل چې اصلا ښاروالي وجودنه لري نه څوک شته چې ددې وطن لپاره کاروکړي ماډېرخه وليدل خوپياهم زه خوشحاله چې خپل وطن ته تللې وم هغه خپله دوطن سره مينه مې ماتېده ماويل چې خداى دې داوطن جوړکړي ددې وطن دجوړيدولپاره خوکومه بله لاره ماونه ليدله
پ : په کابل کې ډېرو تلويزونونو په کارپيل کړى دى راډيوګانې دي دمطبوعاتولړى پرمخ روانه ده دغه بدلون ته تاسوپه کومه سترګه ګورى ؟
ځ : داخوډېرښه خبره ده ولې چې ددې ضرورت شتهداچې خلک په بهرملکونوکې ژوند ګوري يې اوافغانان چې هرچېرې ژوندکوي ددوى په هويت اوکلچر باندې ښه تاثيرات لرې ځکه چې دازمونږ خلک دنورو هيوادونو دکلچرترتاثيراتولاندې راغلي که داسې نشرات دوى وګوري ښه به وي که څه هم زه ددې تلويزونونوڅخه راضي نه يمه هغه څه چې ضرورت دى دوى يې نه خپروي هماغه دپرديو هيوادونو دکلچر اوسندرې خپروي دازه لازمه نه ګنمه افغانان په خپله ښه کلچر اوښه موسقي لري ديوښه ادب خاوندان يو اوس چې ګورې بس داهندي ،تاجيکي ، عربي ،ايراني سندرې دي دنياته وګوره چې څومره پرمخ تللې
ده هندوستان ته وګورې له يوه سندرغاړي څخه يې پوښتنه وکړې والله افغانستان په رسميت وپيژني بيالاپاتې يې سندرغاړى شو خوکه راشوزمونږ په وطن کې له يوه ماشوم نه پوښتنه وکړې هغه به مدهوري ،شارخ خان ،جيابهادري داټول به دروپيژني خودخپل دوطن ديوسندغاړي نوم به نه ورځي
پ : نوستاسوپه انددامسووليت ايا داولس ده چې دوى دخپلوپه پرتله دنورهيوادونوله هنرمندانوسره مينه لري ؟
ځ : زه دوى مسوول نه ګنم زه دالوړماقامات ،اطلاعات اوکلتوروزارت مسوول ګنم داوزيريې چې هرڅوک چې دى بايدځانته يوزيمه واري پيداکړي هرتلويزيون دې دخپل ترکنترول لاندې کړې اوداحق دې ورنه کړي چې تلويزونونه دې دبزنس لاره خپله کړي خپل کلچر اوکلتورته دې وده ورکړي دوطن دابادۍ خودامنعانه لري چې په خپلوتلويزونوباندې بزنس دې وکړي اوپيسې لاس ته راوړې نونن سبا چې ګورو دغه دخپګان وړدى زه ددوى نه داخواهش کومه چې هرڅوک چې په دغه لاره قدم اږدي اول دې کوښښ وکړې چې خپل فرهنګ ،خپله ملي ژبه اوملي راوايات په خپل خلکوباندې قبول کړو يووختې مونږډېر ديوه لورکلتوراوهرڅه خاوندان وو اوس يوازې همداتاجيکي ،هندي ايراني سندرې دي اوبس پښتوخوهيڅ له سرشته نه پښتوخوبيخي په سلګوکې ده ماچې ليدل دوى غواړي چې پښتوبيخي ختمه کړي نودغه شيان ماته دخپګان اوتاسف وړده
پ : نغمه جانې تاسواوس کابل هم له نژدې نه وليدلو څه فکرکوى چې هغه وخت راغلى چې ستسوپه څېر نورافغان هنرمندان له مساپرۍ نه خلاص شي اوخپل هيوادته ستانه شي اوکه نه ؟
ځ : نه مونږ خوغواړو چې خپل هيوادته ستانه شو خوپه دغه شکل چې اوس هيواددى اوروان وي دغسې احساس چې مونږ سره مل دى مونږ خوهنرمندان يو زمونږ خوشپږم حس ډېر اساس دى ډېرمشکلدى زمونږ ژوندکول په داسې يوې ټولنې کې چې مونږداسې بې عتدالتي وګورو بې
انصافي وګورو دخپل ژبې اوکلچر په مقابل کې دومره حسادت وګورودازمونږ لپاره ډېره مشکله ده مونږ هم ځانته حق ورکووپه يوشرط
باندې ځمه چې زمونږ نظريات ومنل شي کوم شى چې مونږ وايو هغه دې قبول شي دومره چې زه په تلويزون کې کارکولى شم زماپه اند هغه څوک چې له خارج نه راغلى هغه نشي کوولى څومره چې زه له خپل کلچر اوکلتورنه خبره يمه هغه څوک چې له بهرنه راغلى هغه خبرنه دى دومره چې زه دخپلو هيوادوالو زړونه لاس ته راورى شم بل څوک يې نشي راورى کاردې بايد اهل کارته وسپارل شي خوداحالت چې اوس روان دى دادهنرمندانولپاره دبرداشت وړنه دى نن سبا چې ګورې په افغانستان کې ٧٥% پښتانه دي خونن چې ګورې دپښتنوحق ترپښولاندې شوى دغه تلويزونونه چې ماله نژدې نه وکتل يويې هم پوره دپښتونشرات نه لري چې ګورې ټول همدا ازبکي ،تاجيکي ده دافغانستان ملي ژبه پښتوده اورسمي ژبه يې پښتواودري ده زه غواړم چې همدې دوه ژبوته نوره هم توجه وشي ولې په دنياکې دافغانستان همدادوه ژبې خلک پيژني