نجيب عامر
کاينات دې را په شا کړو اوس ټالۍ وهم بې واره
دغه پېټی به تر کومې په اوږو وړمه باداره
(( زما مخ يې له کفنه را څر ګند کړ بيا يې وويل
واه په دې نوي لباس کې چېرته درومې کلانکاره ))
چې مو دوه سترګې څلور شي کيفيت يې دومره خوږ وي
لکه اوښه لاس ته راشي په سرو زرو باندې باره
دا چې اوښکې ليدی نه شم ددنيا د مظلومانو
نو بيا څنګه به زه نيسم مخ ته وړاندې مې هنداره
دژوندون تورو تيارو له د موسی مړوند پکاردی
د شينکي اسمان د لاندې ورکه شوې رانه لاره
نو تڼاکو ته د زړه مې وايه کله رسېدی شي
ددې زمکې واړه شګې د اسمان ستوري بې شماره
پېښور ـ پوهنتون
۲۰۰۲اګست۲۳