د سولې د خبرو لپاره د امريکا او طالبانو ګډ شرط چې بايد د طالبانو بنديان خوشې شي، نه يوازې دا چې د سولې راوستل هېڅ نه اسانوي او هېڅ ګټه نه لري، بلکې له دې ولس سره ستر ظلم دی. تر ټولو بده لا دا چې په خپله د طالبانو په برخليک يوه لويه بې پازې (بې مسئوليته) لوبه ده چې تاوان يې بيا هم په پای کې د همدې ټولنې پر اوږو پرېوځي.


هره جګړه نه يوازې د يوه هېواد لپاره مادي تباهي ده، بلکې همداسې يې تر ټولو لوی زيان د انسان شخصيت ته رسېږي. د انسان شخصيت دومره ذليل کړي چې اندازه نه لري. د څلوېښت کلنې جګړې بدمرغه اغېزې او د دې ذلت لاسوندونه زموږپه هېواد کې زښته ډېر دي. هغوی چې د اسلام، جهاد، او اسلامي ارزښتونو نارې يې وهلې، تر ټولو ډېر ناولي، پليد، کاسير، غله، جاوسوس، هېوادپلورونکي او پر زرګونو نورو بدمرغيو اخته او روږدي کسان وختل. او همدا دوی تر ټولو ډېر خپل ذلت ته خوښ دي او وياړ پرې کوي او تر ټولو ډېر يې د دې هېواد ورانۍ ته مټې نغښتلې دي.


ښه غور وکړئ!
د جهاد او مقاومت د حوزې ټيکه داران، د شمالي ټلوالې لنډه غر، د بېلګې په توګه اتا ممد د خپل پلار په خټين زاړه کور کې يوه کوټه درلوده، خو په تېرو شلو کلونو کې يې تر پينځه ميليارده ډآلرو ډيره نقده پانګه ټوله کړه، بسم الله محمدي يوازې د دفاع وزارت د باغ لپاره د پچو په اخيستلو کې نهه سوه ميليونه افغانۍ غلا کړې. يونس ناقانوني په دوبی کې د افغانستان په تاريخي اثارو او لسګونو ميليونو ډالرو غل پنډه پر شا ونيول شو، ډاکتر ګلمرجان خو هسې د جرم او غلامۍ ټوټه ده چې په يادولو يې د سړي د خولې خوند بد شي.
د دوی پليد نسل يې تر خپلو پلرونو هم بېکاره او پليد دی. که رباني خيل دي که مسعود خيل، که قانونيان دی که اتاممديان، که دوستم يان دي که محقق يان، ټول هغه ناولي، کاسير، غله، داړه ماران او بې ننګه غلامان دي چې يو کونټی يې په يوه سفارت کې، بل کونټی يې په بل سفارت کې ګرو کړی دی. 
دوی بايد اصلاح شي!


همداسې يې طالب اورپکي در واخلئ. ملا ستانکزی پخوانی سور خلقي او کمونست، ملا برادر پخوانی سور خلقي او کمونيست، ملا متقي د پنجابي استخباراتو آی اس آی پخوانی او اوسنی وياړمن مامور، ملا خيرالله او نور طالب مشران چې تر پرون پورې يې د کور خرڅ نه درلوده، نن په ميلياردونو کلدارې او جايدادونه لري. د ملا اختر په ميلياردونو کلدارو جايدادونه پنجابي دولت ونيول. دا روپۍ له کومه شوې؟ د ټلواليانو او طالب مشرانو دا ماڼۍ، دا غور و پش، دا موټران دا رولکس ساعتونه له کومه کړل؟


له بده مرغه چې د دوی بدمرغي تر نقدي او جايدادې مسئلو ډېره پراخه ده. طالبان د اسلام، شرعيت، اخلاقو ا وانساني چوکاټ څخه دومره لرې دي چې د دوی هر کړن د فرعون، نمرود او ابوجهل له کړن او چار سره تړاو ورکول کيدی شي.
له همدې امله طالبان په هېڅ انساني چوکاټ کې خپل ځای نه شي نيولای، ښه دا ده چې طالب بنديان په بنديخانه کې وساتل شي، ځکه چې يوخوا ټولنې ته وچ ککړ زهر دي او بلخوا دوی د خپلي کورنۍ لپاره غټ سرخوږی دي. تر ټولو اړينه دا چې د افغانستان د سنتي کلتور او دود لپاره هغه راديواکتيف ککړ بمونه دي چې هره ثانيه يې د چاودېدو ګواښ شته او ټولنه په بې سارې توګه ککړه او په خورا رنګارنګو ناروغيو يې اخته کوي.


طالبان نه يوازې دا چې د خپلې کورنۍ لپاره يو لوی سردرد دی، بلکې دوی د خپل ځان لپاره هم کوم انساني پلان نه لري چې د کېدونې سولې له راتګ څخه وروسته به دوی څه کوي؟؟؟


ټولو ته مالومه دا چې هر طالب د خپلې ټولنې هغه نجس، پليد ، پدر او مادر ازاره توليد دی. له همدې امله بايد دغه بې مسئوليته، رټل شوي او له اخلاقي اړخه ناپړيته څېرې نه د ټولنې د اوږو بار شي او نه هم د دوی د خپلو کورنيو. طالب بايد له سره تربيه شي، دوی ته بايد اسلامي ادب، شرعي قواعد، مذهبي ارزښتونه او ټولنيز انساني دودونه وروښوول شي.


طالبانو ته پر انساني تربيې او شخصيت سربېره بايد يو مسلک ور زده کړل شي. طالبان بايد وپوهول شي چي ټوپک، خون، غلا، غلامي او د پرديو جاوسوسي په ټوله مانا له شريعت سره په ټکر کې دي او د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي. طالبانو ته بايد ور زده کړل شي چې ګرانښت، کرامت او درنښت په دې کې نشته چې يو څوک له دوی څخه وډار شي، بلکې په دې کې دی چې دوی نه يوازې د ټولنې لپاره ګټور وي، بلکې همداسې د خپلې کورنۍ او چاپېريال لپاره. طالبانو ته بايد ور زده کړل شي چې انساني کرامت ته په درنښت سړی بې غيرته نه ښکاري، بلکې انسان ته درنښت او د الله ج له مخلوق سره مينه د الله ج عبادت دی، د الله ج امرونو ته سرټيټول بې غيرتي نه ده، بلکې يوه سپېڅلې عقيده ده. طالبان له جګړې پرته بل څېز ته نه په درنښت ولاړ دي او نه کوم انساني کرامت پېژني. هغه طالبان چې د سولې د خبرو لپاره خوشي شول، ډېره برخه يې همغه خرک همغه درک جوړوي. دوی اصلاح نه، بلکې د وحشت او جنايت لپاره نور هم پر شاه وټپول شول چې هلئ تاسې مسلمانان ووژنئ، امريکايان مو بېرته خلاصوي.


طالبانو ته بايد ورزده کړل شي چې په مسکو، دوبۍ، پنجاب، قطر او ... کې له پرديو بې پرتوږه، تي لوڅو او کون لوڅو ښځو سره بنډار، خو خپلې بې سرپرسته، کونډې او مظلومې هېوادوالې سنګسارول، وهل، ډبول يا په کورونو کې بنديانې کول غيرت نه دی، بلکي ګرد سره د اسلام مخالفت دی.


په همدې موخه چې طالبان بايد په ټولنه کې خپل آر او سپېڅلي ځای، محراب او منبر ته راوګرځول شي، هرو مرو ده چې طالب بنديان خوشي نه، بلکې تر پايداره سولې پورې په بند کې وساتل شي او د مسلک يا هم شرعي زده کړې تر زده کولو وروسته خوشي شي . په دې ډول به دوی نه يوازې د خپلو کورنيو نفقه په خپله برابره کړای شي، بلکې همداسې به د دوی خپلې کورنۍ او ټوله ټولنه به د دوی له شر او فساد څخه خوندي وي.


په دې هيله چې طالب په جومات او منبر کې ووينو، نه د مظلوم په وينو لاس تر څنګلو سور يا د امريکايي ټانګونو چوکيدار او يا هم کرايي قاتل