ګل زما دخاورې
کاکل زمادخاورې
وږمه سـباعامر
خپل رباب به ټنګو ومه
خپل کچکول به ګرځومه
دقام خېر به ټوله ومه
دپښتو پت به پالمه
شاځلمي بېداره ومه
باباګان رالړزومه
داهغه درانه اودهرې زمانې سره راجوړتوري دي چې دپښتون قام په سينه کې دتل پاتي په قلم اودپښتون شمله ورشاعر ،اديب اوسياستوال اجمل خټک بابا په لاس ليل شوي ،چې ددې توروپه لوستلوسره دهرپښتون په زړه کې دپښتنې جذبې ،وطن پالنې اوديووالې مينه راژوندى کوي . ددې شعرپه لوستلوسره ډېرو پښتنودپښتواوقام لپاره ديادوړکارنامې وکړې اواوس هم ډېرپښتانه دپښتودپت دژغورلولپاره سرپه لاس ولاړدي .
خوډېردارمان ځاى دى چې داراويښونکى دپښتنوبابادرنځ په بستر پروت دى چې له ځانه هم بې خبره دى نه رباب ټنګولى شي اونه يې په پښوکې دومره زورپاتې دى چې کچکول وګرځوي اودقام خېروغواړي .
بابا تل دقام خېر غوښتى خوداپوښتنه راته تل بې ځوابه ده چې دې قام هم کله د بابا لپاره کوم دخېر ګام ورپورته کړى ........ نه ... داسې تصويرونه چې ګورمه نوپه پښتنوسترګوکې مې پښتنې اوښکې راغونډې شي .
زړه مې غواړي چې په چيغو،چيغو وژاړمه خونه داکارکومه گټه نه لري ولې چې په ژړاباندې کله هم داسې نه دي شوي چې مړى دې راژوندى شي .
دپښتنو داډول بې غوريوته چې ګورمه نوداقام راته مړښکاري ولې چې اوس تش څوټکي دپښتودي چې استعمالوي يې خونوردودونه ،رواجونه هرڅه رانه پاتې دي . داخبره ريښتياده که مونږدخپلومشرانوپالنه ونه کړونوکشرانوته به موڅرنګه پام شي .
کله چې ز مونږترمينځه کشر ،مشر اوامام رامعلوم نه وي نوڅرنګه به په وړاندې ځو..... که مونږخپل رهبران هير کړو نوپه دې يقن ولرئ چې سبا نړۍ مونږه هېروي څرنګه چې يو رهبر دقام په ملاتړپېژندل کيږي همدارازيوقام هم دښوښورهبرانوپه درلودلوسره ژوندى پاتې کېداى شي خودادافسوس ځاى دى چې زمونږه داسې ګلالي ،ګلالي رهبران ،باباګان له مونږنه پاتي دي اومونږه يې دخدمت کولو جوګه کيدلى نه شو .
که مونږ دخپلومشرانوله خدمت کولو نه ځان بيغمه کوو نوبايد له کشرانوڅخه دښو تمه هم له زړه نه وباسو.
اجمل بابا له ډېر وخت نه دناروغۍ په کټ غزېدلى ..... هغه ګلالۍ بابا چې يووخت به يې په خپل غږ سره ځمکه لړزوله اودويناداورېدولپاره به يې دکابل په پښتونستان واټ څلورلارې باندې دپښې دايښېدو ځاى نه و، اوس هم هماغه جذبه ،هماغه دقام سره مينه ،پښتوسره مينه دبابا په سوليدلي وجودکې راژوندۍ ده بابا خوبدل شوى نه دى ګناه زمونږ ده چې مونږ بدل شوي يو .
نوزما خواست تاسوته دادى چې دځان دژوندي ليدلولپاره بايد دخپلو درنو مشرانو قدرپه زړونوکې وساتو اوپه ژوندوني يې خدمت وکړو ځکه چې پس له مرګه دچا قدرداني څه مانا؟ قدرداني خو هغه ده چې چاته په ژوند ورکړل شي .