دزېبا وطن بلبل

نجيب عامر

 

تېرکال مې په کابل ښار کې دافغانستان دتکړه هنرمند حيات ګرديزي سره مرکه کوله نو راته يې په خپګان سره وويل .....زمونږ دهنرمندانو هم څه ژوند دى داستاذ اول مير غوندې لوى سړى چې ټول عمر يې د وطن ترانې وويلې اخرچې مړشو په (زېبا وطن ) کې چا دقبر ځاى نه ورکولو .

خير داخو د يو ځوان هنرمند ګيله ده چې د يو مشر هنرمند دبې قدرۍ غم ژاړي خوزما په اند اوس حالات دومره هم خراب نه دي او دومره مايوسي هم نه ده پکار ځکه چې دحيات ګرديزي دګيلې د خپرېدو نه څو ورځې وروسته دافغانستان دملي پارلمان يوې ښځينه وکيلې ملالۍ جويا دهيوادددغه لوى هنرمند مقبره په خپل شخصي لګښت جوړه کړله او هغه ټپه يې پښتنو ځوانانو ته تکرارکړه چې :

که د زلمونه پوره نه شوه

ګرانه وطنه جينکۍ به دې ګټينه

ملالۍ جويا به په خپل ژوندکې ډېرې سياسي تېروتنې هم کړي وي او دپارلمان ځيني جهادي غړي خو يې دچا خبره وينوته تږي ناست دي خو داستاذ اول مير د مقبرې په جوړولو يې دافغانانو په زړونو کې ځاى پيداکړى دى .

استاذ اول مير دنن نه پوره   ٧٤     کاله وړاندې دپاکستان د سرحد ايالت په پېښورښارکې زېږېدلى او دنن نه ٢٥ کاله وړاندې دافغانستان په کابل ښار کې وفات شوى و .

که څه هم ځيني پخواني کلونه به په بېغورۍ سره تېرې شوې وي خو سخ کال داستاذ اول مير دمړينې ورځ چې دمئى دمياشتې دڅلورمې سره يې سمون خوړلو دافغانستان په داخل او دهيواد نه د باندې اوسيدونکو افغانانو په پوره چمتووالي سره ونمانځله .

هسې خو دنوموړي هر غزل او هره ويلې سندره داورېدلو وړ ده خو ....دازمونږ زېباوطن .......اى زما وطنه د لالونو خزانې زما ......او....ستادسترګو بلا واخلم .....يې دمشهورو ترانو اوغزلونوڅخه دي .

استاذ اول مير چې دپېښور په سيمه کې يې د وتلو استاذانواستاذجعفر،استاذ سبزعلي خان ،او د ګلستان استاذنه د موسيقۍ زدکړې کړې وې په اولس کلنۍ کې افغانستان ته لاړ او هملته پاتې شو او د ژوند پاتې ٣٢کاله يې په کابل کې تېرکړل .هغه هم په داسې حال کې چې دخپلو خپلوانو نه لرې و او ځينو فرهنګي شخصيتونو ورسره پالله چې دارواښادملنګ جان او سندرغاړي نعمت الله نومنه پکې د يادولو دي .

استاذ اولمير کابل راډيو تلويزيون ته څه دپاسه دوه نيم سوه سندرې او ترانې ويلي چې ډيري يې بيا وروسته نورو هنرمندانو هم په خپل غږ کې ويلي دي .دافغانستان دولت هغه ته نن نه ٣٦کاله وړاندې داستاذۍ لقب ورکړى .

داچې پښتانه راپاڅيږي او خپل نوميالي يادوي نو داخو ډېره ښه خبره ده ولې ددې خبرې اړتيا هم ليدل کيږي چې د زېبا وطن دپاتې ژوندو هنرمندانو قدرداني دې هم بايد وشي .داستاذ اول مير د زمانې يا دهغه نه د لږې وروستۍ زمانې هنرمندان لا هم يا په هيواد کې او يا هم د هيواد نه د باندې در په در ژوند تېروي چې ښايي پاملرنه ورته وشي .قبرونه جوړول هم ښه کاردى خو که په ژوندوني چاته مينه ورکړو دابه بې جوړې کار وي .