ډم نه يم - بابوجي يم

نجيب عامر

پاڼه لا وړه ده ، خبرې نه شي کولى دغوغو برسېره يوازې ځيني نور توري له خولې نه وباسي .زما خوباور نه راځي خو مور يې وايي چې هغې ته (ادې)او ماته (دادا)نعرې وهي خو کله چې ژاړي ماته خو الله هو نه راځي خو د پښتو ژبې يوه ښايسته سندره ورته زمزمه کړمه ،زه خو دخپل اواز په اړه خوش باوره نه يمه خو دا به د پښتو ژبې دخوږو سندرو تاثيروي چې يوازې دلسو مياشتو ماشومه يې هم په اورېدلو خوشاليږي .خو داوړه ماشومه دومره ورانه ده چې زه سندره بس کړم هغه په خپل مخصوص راګ کې بياژړا شروع کړي نو چې اخر مې تنګ او په سندرو ستړى کړي ورته وايم (ډم نه يم -بابوجي يم(

زمادې خوله ماته شي که زه به هنرمندانو ته ډم وايم .داخو دنن سبا د پښتو په سي ډي ډرامو کې يوکرکټردى چې بابوجي نوميږي او هغه په يوه ډرامه کې د قاضي په وړاندې وايي چې ( ډم نه يم ، بابوجي يم(

که څه هم دا ډرامې دانګليسي نه دمردان يو پښتون زلمي ظهيرالله پښتو ته اړولي اودکرکټرونو اصلي نومونه يې هم د پښتنو په نومونو بدل کړي دي .مسټر بين ته بابوجي وايي ،نانا پاټيکر ته ليونى اوامريش پوري ته خنزير نومونه اخلي .ددې نه علاوه خرش پرش ، خرګى ، توتو،پخه او ځيني نورکرکټرونه هم دي چې اوس ورسره پښتانه پوره بلد شوي دي .هغه چې کله هم دنانا پاټيکر عکس ښکاره کوي خلک ورته اواز کوي چې (نانا ! ولامبه(

ددغو کردارونو د مشهورېدو اندازه ماته هغه ورځ ولګېده چې تېره ورځ د پېښور په ايالتي محکمه کې دبرطرف شوي قاضي چوهدري افتخار په وياړه غونډه جوړه شوې وه اوکيلانو دپروېزمشرف پرضدشعارونه ورکول :

-ګو مشرف -ګو

- نو مشرف - نو

اوداسې نور ...........

خو يوې نعرې چې نوې وه د خلکو پام ځان ته ډېر واړولو يوکس د ستيژ پرسر په لاس پيکر وويل :

- مشرف - ولامبه

يو وخت و چې په صوبه سرحد کې واک د ملايانو په لاس کې نه و ،دلته په نشترهال کې به هر ماښام درنګونو نه ډک و .سندرې ، ډرامې او ثقافتي پروګرامونه به ددې سيمې پيژندګلوي ګڼلى شول .په هغه وخت کې دهنر سره دتړلو سلګونو کسانو روزي په نشترهال پورې تړلې وه ،خو بيا چې داسلام آباد واک پروېزمشرف او دپېښور متحده مجلس عمل لاسوته ورسېدو نوهلته په اسلام ابادکې هرڅه ازاد اودلته په پېښورکې ټول ثقافتي پروګرامونه بند شول .د نشترهال دروازې هم بندې شوې .او فنکاران ټوک ډوډۍ ته حيرانه کېناسل خو وايي چې دهرې خبرې شاته يو راز پروت وي .له کله نه چې پېښور کې په ستيژ ډرامو بندېز ولګېدوهنرمندانو د ډوډۍ ګټلو لپاره نورې لارې ولټولې چې يومثال يې د ظهيرالله پښتو ډوبله شوې ډرامې دي .اوس داکار يوازې په ظهيرالله پورې هم محدود پاتې نه دى بلکه ګڼ شميرنور کسان هم په هم دې ډول فلمونه جوړوي او خلک خندوي .

سربېره پردې يو کار بل هم وشو او هغه داچې په پېښور کې سي ډي فلمونه جوړېدل شروع شول او داکاروبار نن سبا ښه په درز کې روان دى . په دغو فلمونو کې معياري اوغيرمعياري دواړه ډول فلمونه مخې ته راځي .

اوداهرڅه ددې خبرې ښکارندويي کوي چې دفن دپاره پولې نه شي ټاکل کېدى او نه ورته زولنې اچول کېدى شي ځکه چې پښتانه له طبيعت نه خوش مزاجه او لطيف خلک دي او تر پېړيو پيړيو يې دفن قدرداني کړې ده (دابيله خبره ده چې فن خوښوي خو فن کار په ښه نوم نه يادوي(

خو حالات ورځ تر ورځه بدليږي ،نن سبا سندره ويل يا په فلمي دنيا کې کارکول يوازې په مخصوصوډلو پورې محدود نه دى پاتې او داولس رويه هم د هنرمندانو سره د بدلېدو په حال کې ده ځکه چې اوس ډېر د نامې ، جامې خلک هم دې فن ته راغلل .زما دخبرې دامقصد نه دى چې ګيني پخواني هنرمندان دښو کورنيو څخه نه ووخو بس دسوچ خبره ده چاته ګيلاس نيم ډک او چاته نيم خالي ښکاري .هغه دحمزه با با خبره :

ويش دى د بختونو څوک پاچا شو څوک ملنګ

واغستو ملا جومات او ما د رباب ترنګ