ښځه يا نيمه نړۍ

وږمه سبا عامر

څومره چې په يوشي باندې سوچ کيږي او يا په يوې خاصې موضوع باندې تل تودې خبرې روانې وي زمونږ په ټولنه کې دايوعادت جوړ شوى چې خبرې ډېرې خوعمل پرې کم کيږي .په افغانستان کې چې څومره نظامونه راغلي پرته دمجاهدينو  اوطالبانو څخه په نورو ټولو دوروکې همداډول ښه په کلکه غږول شوى چې دښځو حقوق به داسلام په چوکاټ کې په پام کې نيول کيږي . هغوى ته به پوره پوره حقوق ورکول کيږي  .

ښه مې په ياددي چې کله وړه ماشومه وم ،نوپلار به ډېره نازولم . هومره چې اوس يې خوراډېر ډېر ارمان راځي نوادې به مې  پلارته په ټوقوټوقوکې ورياده کړه (څه يې کوې ! والله که دې ارمان وخيژي هسې هم ترکي ګورسوخته په دري سوه کړي ) داهغه وخت و چې که څه هم ترکى مړ و جاري شوى فرمان يې داوچې دښځو حق مهر دې درې سوه افغانۍ وي .

هغه وخت ما لاښى اوکيڼ لاس نه پېژانده اوښوونځي ته يې هم لانه ومه ورکړې ، ددې خبرې په معنا نه پوهيدم ترهغوچې مجاهدين راتلل لاهم پدې خبرې مې سرنه خلاصيده خواوس چې دې موضوع باندې سوچ کوم نوداراته دافغانستان په تاريخ کې لويه جفا ده چې دوخت حکومت له ښځوسره کړې ((حق مهر)) هغه لوى وياړدى چې اسلام يې ښځوته ورکوي خوداهم دوخت حاکمانو له هغوڅخه اخيستل غوښتل اوس هم دښځو دحقوقو په اړهډېرې خبرې په هيواد کې روانې دي له نړيوالو څخه په دې نوم ډېرې مرستې راغونډې شوې خوبياهم يوه ښځه له خپلو حقوقو څخه برخه منه نه شوه . اوس که په پارلمان کې يوه وکيله راولاړيږي خپله رايه وړاندې کوي خوله نيکه مرغه دنارينوو وکيل صاحبانو له خواداوبو د تشو بوتلونو په ويشتلو بدرګه کيږي ، دشکر ځاى دى چې وکيلانې خويندې په تشو بوتلو

ويشتل کيږي که نه نو نيمايي معاشونه به يې دهډوکودډاکټرانو جيبونوته ورتلې .

 دورځ په تېريدو سره يوه نوې اين جيودښځو دنوم په ګټه اخيستوسره په کارپيل کوي،  هغه هم دښځوپه روغتيايي حالاتوباندې ......خوچېرې اوکوم ځاى په دې څوک نه پوهيږي .

په داسې حال کې چې ورځ په ورځ دماشومانو د زوکړې په وخت کې دمياندود مړينې شمېره دورځ په تېرېدو سره زياتيږي حال داچې دهيواد په لرې پرتو سيموکې ښځې ډاکټرانې خولاڅه چې دايانې هم دلومړنيو مرستو دپاره نشته اوسخته اړتيا يې ليدل کيږي .خو بيا هم که خبري رسنيو ته پام وکړو نوشپه ورځ د ښځو دحقوقو خبرې يې راتودې کړي حال داچې په ټول هيوادکې په لسومېرمنو کې اته يې په خپلو حقوقو باندې خبرې هم نه دي .په کليو او بانډوکې د نارينه و په مخکې د خبرو کولو حق هم نه لري .چې دا منظره مونږه په خپل موجوده پارلمان کې هم په ښه ډول ننداره کولى شو . په پارلمان کې ناست وروڼه هم دهمغو کليو او بانډو پيداواردي (دځينونورو څخه په معذرت)يا که څه هم ځانونه په ښاريانوکې حسابوي خو زهنونه يې هماغسې دکلي دتاوخانو دلاټين درپکي پورې محدود پاتې دي .

نه پوهېږو چې دښځوداسلامي حقوقو د لاس ته راوړلولپاره کومې لارې  بايد په پام کې ونيول شي څرنګه چې اسلام ښځو ته په درنه سترګه کتلي او دومره لوى مقام يې ورته ورکړى چې خپل ښايسته جنت يې د هم دې ښځو يا مياندو تر قدمونو لاندې ايښى دلته دوه خبرې راولاړيږي يا زمونږ په خلکوکې پوره اسلامي شعور او پوهه نشته او يا پرې عمل نه کيږي .

نو پکارده چې زمونږ روښان فکرې او باسوادې خوايندې او مياندې له پوره حوصلې نه په ګټې اخيستو سره په ټولنه کې د خپلو محرومو او مظلومو خوايندو مياندو لپاره دلټون پوره هڅه وکړي او د هغوى دحقوقو لپاره پوره په نړيواله کچه د خپل اواز د اوچتولو لپاره دې سره يو موټي شي څو په ټول هيوادکې داسې يوه ښځه ترسترګو نه شي چې په خپل حق او مقام خبره نه وي .