نجيب عامر

په دې وروستيوکې دپاکستان په قبايلي سيمو کې وليدل شول چې اولسي خلک اود اولسونو استازي يا قومي مشران په پرله پسې توګه دناڅرګندوکسانو له خوا وژل کيږي اودجسدونو سره يې داسې خطونه اېښودل کيږي چې (داکس ددې لپاره ووژل شو چې دسيمې نه يې د امريکايانو لپاره جاسوسي کوله(

په نخښه کيدونکي کسان يوازې قبايل نه دي ،ددوى سره يوځاى هغه افغان کډوال هم په نخښه کيږي چې په دغو قبايلي سيمو کې د کډوالۍ ژوند تېروي .

ديوې احسايې ترمخه دجاسوسۍ په تور دوژل شووکسانو شمېره اوس دلسګونو اوختې او په سلګونوکې ده اوددې خبرې وېره هم شته چې که مخه يې ونه نيول شي نو لرې نه ده چې داشمېره دې زرګونو ته ورسيږي .

په وژل شوو کسانو کې که ځيني مخورمشران دي نو بيا ډير يې عادي منځه ګړي قبايل اويا هم افغان کډوال دي چې ښايي ډېرو ته به دا هم معلومه نه وي چې يو جاسوس کومې دندې په غاړه لري .

داسې خبرونه ډېر مخې ته راځي او ظاهره ده د ټولې نړۍ د رسنيو کړکۍ دې ته ډېره توجه هم ورکوي اوله تېرو څوکالو راهيسې چې زه د مطبوعاتو سره کارکوم ما هم دجاسوسۍ په تور د وژل شووکسانوخبرونه اوراپورونه برابر کړي دي خو ماته دا ټول راپورونه يو طرفه اونيمګړي ښکاري ځکه چې په ميدان يواځې يو مړى پروت وي او ترڅنګ يې يوليکلى خط چې دليکونکي په وينا وژل شوى کس ترې امريکايي جاسوس ثابتوي .تردې زيات نور شواهدمخې ته نه راځي .په هر ځل چې داسې حادثه کيږي ځينې پو ښتنې زما مخې ته دريږي :

ايا دارښتيا جاسوس و؟ ده به څه رقم جاسوسي کوله  ؟ دده وژونکي څوک دي ؟ ده چې دچاله پاره کارکولو هغوى ولې دى ونه ساتى شو ؟ ولې هغوى چوپه خوله دي چې وژل شوى کس رښتيا هم دهغوى جاسوس و او که نه ؟

خو دا ټولې پوښتنې بيا هم پوښتنې پاتې کيږي ځکه چې بې له نا څرګندو وژونکو- نه دسيمې خلک ، نه چارواکي او نه نورې ډلې دهغه دجاسوسۍ خبر تائيدوي .

داخبره خو خير ښکاره ده چې په افغانستان او سيمه کې اوس مهال يوه لويه لوبه روانه ده اوپه دې لوبه کې القايده،امريکايان ، طالبان اوغربيان خپل ضرورتونه لري او په ضرورتونو کې يو ضرورت به داهم وي چې دوى دې ځانګړي کسان ولري چې دمخالف لوري خبرونه ورته په وخت ورسوي .اوجاسوسان به ټولې ډلې لري او داهم ښکاره ده چې دجاسوس سزا په هرهيواد کې مرګ دى خو په هغه صورت کې چې په يوچا په رښتوني ډول ثابته شي چې سړى واقعي جاسوس دى او پر داسې کړنو تورن دى چې هغه ددغه هيواد دوګړو لپاره ډېر خطرناک دي .

خو فکر نه کوم چې امريکايان دې په سيمه کې دومره ډېرو جاسوسانو ته ضرورت ولري اوکه دغه وژل شوي کسان په رښتوني مانا جاسوسان واى نو دومره به په اسانه وژل شوي هم نه واى ځکه د جاسوس ټريننګ په داسې انداز کې شوى وي چې هغه ګيريږي نه - ځان وباسي او که وهم نيول شي نو مخکې له دې چې څوک ترې اقرار واخلي پخپله ځان وژني .

دپولې پورې غاړه په افغانستان کې هم همدا لوبه روانه ده دجاسوسۍ په تور خلک وژل کيږي اوګواښل کيږي اوتردې چې په دې وروستيوکې يو داسې ويډيويي فلم هم خپور شو چې پکې ديو-دولس کلن هلک له خوا دجاسوسۍ په تور يوبل افغان چې پرمخ ږيره او پر سر لنګوټى هم لري او د جاسوس نه زيات د کوم جومات ملا ښکاري په تېره چړه حلاليږي .پردغه کس دا تور لګول شوى چې امريکايانو ته يې د ملا اختر محمد عثماني ځاى ښودلى و چې بيا وروسته هغوى هغه ځاى بمباري کړ او د عثماني په شمول ګڼ کسان ددې حملې په ترڅ کې ووژل شول .

ددا ډول پېښو نه پس عادي افغانان به څه فکرکوي ؟ ددې پوښتنې ځواب ډېر اسانه دى ځکه چې ديوماشوم په لاس چړه اېښودل او پرې يو بل انسان قتلول ددغو ډلو لپاره د خلکو په زړونو کې کرکه پيداکوي .

ددې شخړې د حل لپاره پکار ده چې په نړيواله کچه هلې ځلې وشي ځکه زمونږ په سيمه کې دا لويه لوبه نړيوالو پيل کړې چې په غبرګون يې دا ډول پېښې مخې ته راځي .په دغه لويه نړېواله لوبه کې لويو لو بغاړو ته پکاردي چې په خپلو منځوکې چې هر څه کوي خو اولسونه دې مه بدمرغه کوي ځکه دا هغه اولسونه دي چې ازار يې څوک هم وهلي بيا ځاى ته نه دي راغلي .